د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مننه مورې !

نقيب احمد اتل 01.12.2015 11:26

ليکوال - حامد علي شاه
ژباړن - نقيب احمد اتل
زه يو ليکوال يم، داسې يو ليکوال چې خلک يې ليکنې د زړه په سترګو لولي، زه د خپلو کيسو د بيو اندازه د خپلو مينه والو له تبصرو لګوم، څوک مې ستايي او څوک راباندې نيوکې کوي، د چا څوکلمې ستاينې مې د لارې مشال ګرځي، که څوک راباندې نيوکه کوي او يا ناخوښه وي، نو زه له ډېر احتياطه کار اخلم، که څوک زما په کيسو خپه کېږي، نو هغه وخت مې خپلو کيسو سره مينه نوره هم زياته شي، زما لوستونکي په دې باور دي، چې زه د الفاظو او احساساتو يو لوبغاړی يم، احساساتو سره لوبېدونکی لوبغاړی، يو ناڅاپه د چا پر شونډو موسکا خوره کړم او کله يې په سترګو کې اوښکې راولم، زما په لاسونو کې دا قلم د هغه جراح ډاکټر دچړې په څېر دی چې په هغې انساني وجود څيري کوي، خو ددې هدف له يوه ناسوره خلاصون دی. زه يوازې څو شېبې فکر کوم او کله چې سترګې پټې کړم، نو د خيال په پرده مې يو فلم نندارې ته وړاندې شي، زه خپله پکې رول لوبوم، زما د فکر زېږنده رول ،چې زه ورسره د ماشومانو په څېر مينه کوم، هغه راته مخامخ راځي، خپل ډيالوګ وايي، د خپلې څېرې اغېز ښندي او بيا خپل انجام ته درسېدو لپاره ومري، دا وخت بيا زه خپل ځان نه شم کابو کولای، زه نو بيا په دې وخت کې په خپله خوښه څه نه شم ليکلای، هغه څه ليکم چې همدغه وخت په يوه پرانيستې دورازه کې زما مخې ته راځي، دا جسم د يوې هېندارې په څېر وي، نو ځکه ما ته ډېر روښانه په نظر راځي، زه په ډېرې بې رحمۍ سره رښتيا ليکم، نو دا به ولې ترخه نه وي؟
لږه شېبه وروسته ما ته يو مدير ټيليفون وکړ او ويې ويل چې د مېز پر سر درته دوه ليکونه ايښودل شوي دي، په دې کې ليکل شوي چې د ۱۹۹۸ کال په اپريل مياشت کې د ټول هېواد په کچه د دعوت اکاډمۍ له خوا د ماشوم ادب څانګې او يونيسيف په همکارۍ د مور په نامه د کوچنيانو يوه رساله چاپېږي. مدير ډېر ټينګار وکړ چې ته بايد په دې سيالۍ کې برخه واخلې او په دې اړه خامخا يو څه وليکې ! ما هغه ته وويل چې ته سهار ماسره په دې اړه خبرې وکړه، د کيسې ليکل زما لپاره ستونزمن نه دي، سهار به ستا لپاره يو ښه زېری ولرم.
هغه وپوښتل : زه بيا څو بجې ټيليفون وکړم؟
ما ورته وويل : هر وخت دې چې د يوه ښه زېري اورېدو بېړه درلوده.
- ډېره ښه ده ښاغليه ! زه به سهار اوه بجې ستا په تمه يم.
د هغه له خبرو ښکارېده چې ډېر خوشاله شو، د هغه خوښۍ زما اراده نوره هم پياوړې کړه. زه فکر کوم، زما د خيال په پرده ډېر څه اوړي را اوړي، زما مخې ته يوه نه، بلکې ډېرې ميندې ځي راځي.
مور !!!
چې : (( د پلونو لاندې يې جنت دی.))
مور ! چې د سرښندنې او قربانۍ نوم دی.
مور ! چې د مينې او مهربانۍ نوم دی.
مور ! چې د ځمکې پر سر د خدای تعالی د محبت او رحمت يوه لويه رسۍ ده.
مور ! چې د زمانې په سره تاو کې يخه څپه ده.
مور ! چې د انسانيت ستر لارښود حضرت محمد (ص) يې نړۍ ته راوړ او هغه بيا په ټولو مخلوقاتو کې د مور د مينې په اړه وفرمايل : الله (ج) خپلو بنده ګانو سره د اويا ميندو له مينې ډېره مينه کوي.
مورې !
زه يو ډېر ستر ليکوال يم، زه به خامخا د يوې کيسې په ليکلو بريالی کېږم، زه په تا ډاډه يم، زه د فکر او الفاظو جادوګر يم، ما په فکر کې د ځان د ډاډه کولو هڅه وکړه، خو زه د خپل غرور سلامتيا په خطر کې وينم، ما ژر ځان د خيالونو له نړۍ بهر کړ، ما له چای جوش نه يوه پياله ډکه کړه او بيا مې ورو ورو څښله، زه غواړم چې له سره يو نوی فکر پيل کړم. زه ورو ورو بېرته د خيال په نړۍ کې ډوب شوم، زما مخې ته چې کومه ښايسته څېره راځي، هغه زما د مور څېره ده؛ خو نه ! ښايي چې هغه د ټولو ميندو څېره وي، دا يوه مور ده او بس ! اول او اخر د يوې نه ختمېدونکې مينې خاونده.
هغه يوه کليواله او نالوستې ښځه وه، مګر د هغې مينه د نړۍ له نورو ميندو هېڅ کمه نه وه، هغې به ټوله شپه په ناسته – ولاړه تېروله، د هغې اولادونه به ټوله شپه بې غمه په خواږه خوب ويده وو، هغه به پاڅېده او د خپلې بې کچه مينې له امله به په هر بچي ګرځېده او بيا به بېرته پر خپل کټ کېناسته، دا لړۍ همداسې روانه وه، خو له دې کاره هغه ستړې نه شوه.
سبا ورځ لمر راښکاره شو، خو رڼا يې په وريځو کې پټه وه، د لمر وړانګو راتلونکې شېبې له خطر سره مخ کړې، مور ځينې سامانونه وتړل، هغې ژړل او خپلې خور ته يې وويل : کوچنی ډېر شوخ دی، خو ګوره خورې ! ده ته مه غصه کېږه، کله چې دی ژاړي ، نو له ما پرته نه غلی کېږي، که علي او محمود پوښتنه وکړه، نو زما په اړه ورته څه مه وايه ! اوس هم ورته څه مه وايه ! که ضد يې کاوه، نو ورته ووايه چې په يو دوه ورځو کې به راشي. پلار په ډېرې خاموشۍ او خلاصو سترګو دا ټولې خبرې اورېدلې، هغه نه غوښتل چې د خپلې مېرمنې راز خلکو ته ووايي او هغوی نهيلي کړي.
مور ويل او ترور اورېدل، د مور او ترور اړيکي دا وو چې دوی دواړه سره ګاونډيان وو، دا چې مور ډېر نژدې خپلوان نه لرل، نو د ستونزې پر وخت يې د مور لاسنيوی وکړ، دا ددې لپاره چې مور د بې کسۍ احساس ونه کړي، که ترور دا کار نه وای کړی، نو په نړۍ کې بل څوک نه وو، ځکه چې انسان يوازې راځي، يوازې اوسي او يوازې مري. له سامان تيارولو وروسته يې هر يوه سره خدای په اماني وکړه، هغې سلګۍ وهلې ! ځکه چې له نن وروسته به هغه دا څېرې هېڅکله ونه ويني، د هغې تګ يوه مجبوري وه، خو د خپلو سترګو تور پرېښودل ورته ډېر ستونزمن وو، د هغې مشر زوی طاهر نومېده، هغه تر ټولو ډېر ژړل، نور واړه وو، هغوی په دې درنو او غمجنو احساساتو نه پوهېدل، هغوی دا هرڅه يوازې په غړېدلو سترګو ليدل، هغوی فکر کاوه چې څه ګډوډي شته، خو دا تريخ حقيقت يې نه شو درک کولای.
علي پوښتنه وکړه : ترورې ! ورور مې ولې ژاړي؟
محمود هم پوښتنه وکړه : مور مې چېرته ځي؟
ترور يې په سلګو کې يوازې همدومره ورته وويل : هغه ځي زويه !
- او ورور مې؟
- ځکه چې مور يې ځي.
محمود د ضد په ډول خپل وړانديز وکړ، خو ورته ووايه چې نه ځي کنه !
ترور يې دواړه په غېږ کې ونيول، هو زما ګلانو ! ژوند موږ سره د الله يو امانت دی، هغه کله بېرته راکوي؟ ورور يې په چغو چغو ژړل، د هغه چغې ټول مالت اورېدې، کله يې چې مور د خپل زوی سوې کړيکې واورېدې، نو غوښتل يې چې ورمنډه کړي، مګر بې هوښه شوه. پلار يې په ډېر مات او نهيلي زړه سامانونه تيار کړل او بيا يې اسمان ته وکتل، زما خدايه ! د بل چا لپاره نه، يوازې ددې ماشومانو لپاره، ددې وړو وړو او سپېڅلو کوچنيانو لپاره، د دوی مور دوی ته بېرته راولې! مور يې د لږې شېبې لپاره په هوښ راغله، خو هغه بېرته تله، ځکه چې دا تګ د اخرت و او بېرته راتلل يې ناشوني ول، هغې څو شېبې له خپل ژوند او مرګ سره لوبې کولې، پلار يې د راتلونکي خطر په اړه هغې ته کتل، د ډاکټر په تندي د نهيلۍ جال غوړېدلی و، د هغه مطلب و چې خبره ډېره خطرناکه ده !
ډاکټر وويل : زه تاته يوه مشوره درکوم، ته يې منې؟
- پلار په خاموشۍ سره د هغه د بلې خبرې انتظار کاوه.
- زه تاته وايم، ته يې اورې؟
- هو ښاغليه ! ووايه مه غلې کېږه، زه ستا له خاموشۍ نه ډېر وېرېږم.
- ګوره ! ته ډېر غريب سړی معلومېږې.
ډاکټر دا خبره هغه سړي ته وکړه چې لونګۍ يې پر سر او واسکټ يې پر غاړه و او بيا په داسې يوه حالت کې چې هغه خپل راتلونکي ته ډېر خپه او اندېښمن ښکارېده.
- زه تاته يو څه درمل ليکم، دا ناروغ بېرته کلي ته بوځه، دا درمل ورته هېڅ ګټه نه رسوي، خو د ناروغ زړه به ډاډه وي چې د هغې درملنه روانه ده.
- ښاغليه ! تاسې داسې خبرې کوئ؟
- هو زه په خپله ډاکټر کرنل همداني په پوره هوښ او حواس سره، دا يې خپلو ماشومانو ته بوځه، چې د خپلو اولادونو په څنګ خپله ساه ورکړي، دا په سرطان اخته ده !
اسمان راولوېد، ځمکه وښوېېده، لمر څو نېزې نور هم راښکته شو، قيامت راغی. ډاکټر ورته وويل : آيا ته زما خبرې اورې؟
د ډاکټر دا خبرې د هغه لپاره د اسرافيل د شپېلۍ په څېر وې، تا به ويل چې مړ شوی پلار بېرته را ژوندی شو، هغه په وازو سترګو ډاکټر ته همداسې رډ رډ کتل، ډاکټر ورته بيا وويل : ستا مېرمن د سرطان په ناروغۍ اخته ده، له عمليات نه پرته يې بله چاره نه شته، خو ته راته ډېر غريب سړی ښکارې.
- هو ښاغليه ! زه ډېر غريب سړی يم، دومره غريب چې ته به يې تصور هم نه شې کولای، زما يو ورور دی، هغه ته معلومه ده چې وريندار يې عمليات کېږي، خو هغه رانغی، زما دوه خويندې واده شوي دي، هغوی په خپلو کورونو کې خوشاله دي، مګر په دې بده ورځ کې يې له ما سترګې پناه کړې. د مرګ او ژوند په بستر ددې پرتې ښځې دوه ورونه او درې خويندې دي، مګر هېچا يې پوښتنه ونه کړه، يوې ګاونډۍ مور او لور يې مرسته وکړه.
ددې مور ډېر واړه واړه اولادونه دي، هغوی خپلې مور ته ډېره اړتيا لري، مګر ښاغليه ! مور يې بايد له خپلو کوچنيانو بېله نه شي او هغوی يوازې پرې نه ږدي، زه به د خپلې سر پناه او ځمکې په بدل کې هغه وژغورم، زه هر ډول قيمت ورکولو ته چمتو يم ښاغليه ! خو مور يې بايد له کوچنيانو سره يو ځای شي. بيا يوه اوږده خاموشي خوره شوه، ورو ورو دا خاموشي د پلار په سلګيو ورکه شوه.
دوو ښځينه روغتياپالو مور ته سپينې جامې واغوستې او هغه يې عمليات خونې ته يوړه، هلته تورې تيارې واکمنې وې، د هيلو ډېوې مړې ښکارېدې، ځکه چې مور له خپلو اولادونو ډېره لرې روانه وه. په شنو او سپينو جامو کې څو تنه ډاکټران عمليات خونې ته ننوتل او بيا يې ځان پسې له شانه دروازه وتړله، دا هر څه ولې کېدل؟ دا هر څه د الله (ج) په لاس کې وو، هغه بې نيازه دی، هغه ښايي پرېکړه کړې وي، چې مور له ماشومانو واخلي. په کور د وير او خپګان څادر غوړېدلی و، ترور ډېره اندېښمنه وه او ويې ويل : طاهره ! شپه شوه، هغوی دواړه چېرته دي؟
- څوک ؟
ترور په ژړغوني غږ ځواب ورکړ، علي او محمود، ژر لاړ شه او هغوی دواړه راپيدا کړه.
پلار له عمليات خونې بهر ولاړ دی، دواړه لاسونه يې لپه کړي او ا سمان ته ګوري، ته قادر يې او د خپلو پرېکړو بدلولو واک ستا په لاس کې دی ! زه درته زارۍ کوم، چې ددې وړو ماشومانو مور ورته روغه کړې، خدايه ! زموږ نه ډېر څه واخله، خو دوی له موره مه بې برخې کوه.
ترور وويل : طاهره زويه ! ته يې په مالت کې ولټوه، زه جومات پلو ځم، هغوی ښايي تر لمانځه وروسته نه وي راغلي، د کلي په کوڅو کې بيخي چوپتيا ده. ترور د جومات پر لور ګړندي ګامونه اخيستل، په منځنۍ دروازه ورننوته، هلته درې سيوري په سجده پراته وو، کله چې راپاڅېدل، نو يوه شېبه وروسته يې سلام وګرځاوه.
- علي او محموده ! دا تاسې يئ بچيانو؟
- هو ترورې !
- بل څوک دی؟
- جاويد.
- د شپې ناوخته شو، ما ته اندېښنه پيدا شوه.
- ترورې ! موږ پوهېږو، موږ ته معلومه ده چې دا څه روان دي، الله زموږ مور له موږ نه نه اخلي، موږ به نن ټوله شپه هغه ته زارۍ کوو، چې ای خدايه ! زموږ مور وژغوره، موږ له هغې پرته ژوند نه شو کولای، څو شېبې چوپتيا وه، بيا يې په هيلې او نهيلۍ سره پوښتنه وکړه، ترورې ! الله (ج) به زموږ سوال ومني که نه؟ هغه به خپله پرېکړه بېرته واخلي که نه؟ دا څو ورځې زموږ په کاله کې ډېره ګډوډي ده.
- هو، هو بچيانو ! هغه ستاسې زارۍ مني، هغه له کوچنيانو سره ډېره مينه لري.
علي او محمود خپل واړه واړه تندي يو ځل بيا سجدې ته ښکته کړل، ترور بېرته کاله ته راغله، کور له مخکې نه اوس ډېر ګډوډ ښکارېده، شپه روانه وه، الله (ج) دا هر څه ليدل، څه چې په ازل کې ليکل شوي، هغه په سترګو نه ښکاري، هغه قلم راپورته کړ او دتقدير پرېکړه يې بدله کړه. څو ساعته وروسته د عمليات خونې دروازه خلاصه شوه او ډاکټر همداني بهر راووت، د ماشومانو پلار د هغه مخې ته ورمنډه کړه او ويې پوښتل : ډاکټر صاحب !
ډاکټر وويل : بس انډيواله دا يوه معجزه وه.
- نوڅنګه ؟ نو څنګه ؟
- بس الله د ماشومانو مور له مرګه وژغورله.
په راتلونکي سهار کې داسې روښنايي وه، چې تا به ويل زرګونه رڼاوې يې له ځانه سره راوړي دي، له څو ورځو وروسته مور په هغو پلونو بېرته راستنه شوه، په کومو پلونو چې د اخرت د تلپاتې سفر پر لور روانه وه !
دا وخت د ټيليفون زنګ وکړنګېد او زه له فکرونو راووتم، ما ټيليفون پورته کړ، د مدير صاحب غږ مې واورېد، اوه بجې کېدونکې دي ښاغليه !
ما يوه شېبه هېڅ هم نه شول ويلای، زما په مخکې لامده کاغدونه پراته وو، ما په خپل مخ لاس راښکود، ښايي چې ما ډېره شېبه ښه ژړلي وي ! کله مې چې د مدير غږ واورېد، نو زه له علي نه بېرته حامد علي شاه شوم.
زه يو ليکوال يم، داسې يو ليکوال چې زما ليکنې په سترګو نه ، بلکې د زړه په سترګو لوستل کېږي. زما لوستونکي په دې باور دي، چې زه له احساساتو سره يو لوبېدونکی لوبغاړی يم، يو ناڅاپه د خلکو پر شونډو موسکا او د خندا څپه راولم او بيا يو ناڅاپه له سترګو اوښکې څڅوم ، خو اوس دې لوبغاړي وبايلله ! زه بښنه غواړم، زما له دې خبرو سره د مدير په غږ کې هم بدلون راغی، هغه څه ويل غوښتل، خو مايې خبره ور پرې کړه او ورته ومې ويل چې ما کيسه ونه شوه ليکلای، مګر زما شا او خوا ته ډېر کاغذونه پراته وو، د هغوی هر لفظ منله چې دوی د مور مينه نه شي په ډاګه کولای، که تاسې ددې کاغذونو لوستو لېوالتيا لرئ، نو زه يې در استوم چې خپاره يې کړئ. ما ټيليفون بېرته کېښود، پاڅېدم او د مور د کټ په خوا کې پر ځمکه کېناستم، اوښکې مې نه ودرېدې ، مور مې په ډېرې حيرانۍ او ناکرارۍ همداسې ماته کتل.