د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار برېښنا د بسوګۍ واده !

نقيب احمد اتل 06.12.2012 21:20

نکل دی چې په کومه سيمه کې د بسوګۍ په نامه يوه زړه پېغله اوسېده، له ورځو يوه ورځ وه، چې بسوګۍ کوژده شوه، د کلي پېغلو مبارکي ورکوله، چې بسوګۍ مبارک دې شه، ستا کوژده وشوه، بسوګۍ چې اوږده پېغلتوب له ژونده ستومانه کړې وه په ډېرې نهيلۍ پېغلو ته وويل : باور مې نه شي !

بله ورځ يې خسرګنۍ بسوګۍ پسې جوړې جامې راوړې، همزولو بيا ورته وويل: بسوګۍ ستا جوړې دي ، بسوګۍ بيا ورته په خواره خوله وويل: باور مې نه شي! څه موده وروسته د بسوګۍ واده تيار شو، همزولو بيا ورته وويل چې بسوګۍ ستا واده تيار دی، بسوګۍ د تېر په څېر همغه ځواب ورکاوه، چې باور مې نه شي ! کله چې د واده شپه شوه، نو د بسوګۍ خاوند ورغی او ورته ويې ويل چې بسوګۍ زه ستا خاوند فلانی يم، خو بسوګۍ هغه ته هم کړل چې: باور مې نه شي ! لنډه داچې کله خاوند له خپلې مېرمنې سره سنت طريقه ادا کوله او بيا يې ورته وويل، چې زه ستا څښتن فلانی يم، نو بسوګۍ بې له ځنډه ځواب ورکړ، چې اوس مې ايله باور وشو.

خبره مې د ننګرهار د برېښنا کوله، چې له تېرو لسو کالو راهيسې د ننګرهار چارواکي، وکيلان، وزيران او نور دې بې چاره ولس ته يوازې همداغوړې ژمنې ورکوي، چې دغه ده برېښنا راځي او هغه ده برېښنا راځي، خو برېښنا همغه د بسوګۍ واده دی. 

          

برېښنا شته، خو يوازې او يوازې د چارواکو په کورونو او د سوداګرو په بلډونو کې، يو شمېر مافيايي کړۍ شته، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ننګرهار ته د برېښنا راتلل نه غواړي او په لوی لاس يې مخه نيسي، ويل کېږي، چې د اوزبين په سيمه کې برېښنا رياست ورانکارو ددې لپاره پيسې ورکوي، چې ننګرهار ته د راتلونکې برېښنا مخه ډپ نکړي،خو له دې سره سره هم هغوی د همدې مافيايي کړيو په اشاره د لين غځونې مخه نيسي. ننګرهار برېښنا د مافيايي کړيو پوسيله ورانکارو ته لنګه غوا ګرځېدلې ده، نن سبا ننګرهار دڅو تنو سوداګرو په ولکه کې دی،همدغو سوداګرو په ننګرهار کې خپله پانګه په جنراتورونو لګولې او وېره لري که ننګرهار ته دولتي برېښنا راشي، نو ښايي چې د دوی سوداګري ودرېږي.

       بل پلو وزير صاحب اسمعيل خان هم له پښتني ولايتونو سره د مور ميری چلن کوي،امر صيب په دې اند دی که په شمال کې پانګونه کوې، نو ستړی مه شې او که نه په نورو ولايتونو کې دده وزارت پلان نلري، امر صيب اندېښنه لري که په پښتني سيمو کې برېښنا وي،نو د لاټين رڼا به يې په برېښنا بدله شي، فابريکې به جوړې شي، صنعت به وده وکړي، پښتانه به له بې روزګارۍ بې غمه شي، په خېټه به ماړه شي،چې بيا به يو د بل مرګ ژوبلې ته نه اوزګارېږي او نور... 

د پارلمان له وکيلانو د خير تمه ځکه نه ده په کار ،چې له لومړي سره يې شعار دا وي چې: اول ځان دی بيا جهان،د دوی د ژوند زير بنا احساس نه بلکې اقتصاد دی، که يو نيم پکې پيدا کېږي، چې د خپل احساس او وجدان له شرمه د خپل ولس غږ پورته کوي،نو هغوی خواران هم د زورواکو لخوا ګواښل کېږي ، چې نور پلورل شوي وکيلان ورپورې ملنډې وهي. اوس اوازه ده، چې په ننګرهار کې له نغلو څخه د راتلونکې برېښنا پرانيسته کېږي، خو دا هر څه يوازې او يوازې د ولسونو تېر ايستل دي او بس.

که په اوزبين او نورو سيمو کې دولت برېښنا ساتنې ته امنيتي ځواکونه وانه چوي، په ننګرهار کې زورواکي سوداګر مهار نه کړای شي او يا ولسونه په خپله د خپلې برېښنا غم ونه خوري، نو ښايي چې کلونه وروسته به هم د برېښنا له پړک برخمن نه شي.