د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرمني په میونشن کې دلوی اختر دلمانځه خبرتیا

محمد امین بسمل 20.10.2012 23:51

بایرن مېشتوافغانانوته خبرتیا

دجرمني په مونشن ښارکې دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت دنړۍ په مخ ټولومسلمانو خویندواو وروڼوته د راروان لوی اختر په مناسبت دزړه له تله مباره کي وايي الله (ج) دې دهمدې اختر له برکته په ټوله نړۍ د سولې او ورورولۍ وږمې راخپرې کړي.
دلوی اختر دلمانځه اداکولولپاره بایرن مېشتو، په ځانګړي ډول مونشن اورورته څېرمه اوسېدونکو افغانانوته په ډېر درنښت سره خبر ورکوو، چې داخترلمړی لمونځ د راروانې جمعې مباره کې په ورځ دسهارپه اتواو دوهم لمونځ دسهار په نهه نیموبجو اداکیږي .
موږ هیله من یو، چې تاسوپه تشریف راوړلو سره خپله دیني او فرهنګي وجیبه ترسره کړئ هرکله راشئ.

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت