د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په مونشن کې د نارنج ګل مشاعره

محمد امین بسمل 28.03.2011 16:23

د شعر او ادب مینوالو ته خبر ورکول کیږي چې د۲۰۱۱ ز کال اپریل په دوهمه نېټه دمازدیګر په پنځو بجو د مونشن ښار په سهیل ماختلفینګ سیمه کې دنارنج ګل مېلې لسیزه لمانځله کیږي .
ښاغلی پروفیسر مجاور احمد زیار، ښاغلی عبدالوهاب سرتېر او ښاغلی ډاکتر اکرم ملکزی ددې لمانځنې مشران مېلمانه دي .
پروګرام به دافغانستان د راډیو تلویزیون پخوانۍ ، وتلې او منلې ویانده اغلې سهیلا اضغري په مخ بوزي .
بایرن مېشتي شاعران او لیکوالان په دې لمانځنه کې دکوربنو حیثیت لري دوی به هم پخپلو پنځونو سره ګډونوال خوښ وساتي .
موږ تاسودرنو هیوادوالو ته سترګې په لار او هیله من یو چې په لاندې تیلیفوني شمېرو دخپل راتګ ډاډ د مارچ میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې راکړئ :
Tel:015150413594, 089- 281724
پتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Str. 10, 81379 München

U 3- Bahn Haltestelle : Machtlfinger Straße