د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې اعلاميه

محمد امین بسمل 18.05.2010 13:35

۱۶ـ۰۵ـ۲۰۱۰ اعلامیــــــــــــــــــــــه


په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې غړو خپله نوبتي غونډه وکړه دا غونډه د پخوا په خلاف له یوې ورځې څخه دوو ورځو ته ځکه اوږده شوه چې زموږ دغونډې یو شمېر ګډونوالو ټینګار کاوه چې یوه ورځ وروسته خپلې پرېکړي وکړو د دوی هدف دا وچې په دې یوه ورځ کې به کرزی کابل ته ورسیږي، ولس ته به خپله لمړنۍ وینا واوروي، دخپل تشریفاتي او بې ثمره سفر موخې به یې نورې هم موږ ته روښانه شي، دا دی همدا نن کرزی تر ګلخانې ماڼۍ پورې ورسېد خوزموږ هېوادوالو کوم څه خاص ورڅخه وانه اورېدل .
دا پخپله ددې ثبوت دی چې کرزی له هېواد او هېواد والو سره مینه نه لري لنډه یې دا چې همدا نن زموږ انتظار پای ته ورسېد زموږ ملګرو په اتفاق سره دا لاندې پرېکړې وکړې :
۱ــ داچې افغانستان په خورا پېچلو، جګړیزو او غاصبانه لوبو کې را ګیر دی له همدې کبله موږ د تش په نامه ولسې جرګې ټاکنې یوه عوام فریبي اودنړۍ والوغولونه بولو، دیونس قانوني په مشري ولسي جرګه په ټوله نړۍ کۍ یوه رسوا او بې کیفایته ولسي جرګه وه ځکه خوموږ په هېوادکې دسیاسي تحولاتو ِغوښتونکي یو .
۲ــ موږ داسامه او تروریزم دځپلو په پلمه په افغانستان کې دښکېلاکګرو لخواقام وژنه نوره نه شو زغملای .
۳ــ موږ په کوزه پښتونخوا کې دبې پیلوټه الوتکو ورځني تروریستي عملیات غندو او له عرب جنګیالیو سره
دجګړې په پلمه د قومي مشرانو ورځني قتلونه محکوموو .
۴ــ موږ دکرزي عوام فرېبي محکوموو او له ده څخه غواړو چې دبېګناه افغانانو دنجات لپاره استعفأ ورکړي .
۵ــ موږ کرزي ته د هغه قاتل په سترګه ګورو کوم چې سهار او ماښام زموږ دولس سرونه غوڅوي دا ځکه چې له یوې خوا کرزی په دا نږدې یوه لسیزه کې دلسهاوو زرو بې ګناه افغانانودوژنې سبب وګرزېداو له بلې خوایې دا ځل دخپل مرموز سفرپه طرځ کې په څرګند ډول انسان دښمنوامریکایانو ته دقندهار دعملیاتوخوښه ور کړه .
۶ــ موږ د افغانستان دنجات جرګې له لمړۍ اعلامې څخه ملاتړ کوو او له ټولو بشر دوستو نړیوالو او زموږ له مظلومو افغانانو څخه هیله کوو چې دقندهار دعملیاتو په وړاندې سولیز لاریونونه وکړي .
۷ــ موږ دقندهار عملیات ځکه وار دمخه محکوموچې دا عملیات به دافغان قومونوترمینځ دلاکرکې او دښمني سبب وګرزي داځکه چې له یوې خوابه غلام او اجیر تاجګ او هزاره اردو مري اوله بلې خوابه د بېګناه پښتون په غولي اوربل او له ثمر څخه ډکې دانارو ونې او نور زراعتي محصولات به یې په امریکايي بمونو کې نینه نینه شي .
۸ــ که زموږ غوښتنې ننني جابر او یرغلګر قوتونه نه مني نو بیا موږ دجګړې له مقابل اړخ (افغان مقاومت)څخه هیله کوو چې دمظلومو قندهاریانوپه حال یې زړه وسوځي د هغوی دژوند او اقتصاد دژغورنې په خاطر په شا تګ وکړي ترڅو د اشغالګرو د قام وژنې دا تور پلان هم له خاورو سره خاورې شي ، که افغان مقاومت زموږ دې جدې هیلې ته پام ونه کړي نو بیا به دهمدې مقاومت په اړوند زموږ شکونه را پیدا شي .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــــــــه