د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتصالات د 3G خدمتونه په کندوز کې په لاره واچول

نعمت الله ظفرزی 02.09.2012 16:55

اتصالات پیریدونکي کولای شي، له چټک او غوره انټرنټ څخه ګټه پورته کړي

د افغانستان اتصالات په افغانستان کې چټکه پرمخ تلونکې مخابراتي کمپنۍ ده او د عربو متحده اماراتو داتصالات ګروپ یوه برخه ده، چې په ډیره چټکه توګه په آسیا او افریقا کې د پراخیدو په حال کې دی.
 اتصالات لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې 3G  خدمتونه وړاندې کوي  او ددغو خدمتونو په اوږدو کې یې نن یوې پرتمینې غونډې په جوړیدو سره  د کندوز په لرغوني ښار کې هم د 3.75G خدمتونه په لاره اچولو اعلان وکړ، چې دې غونډه کې ګڼو دولتي چارواکو، دمعلوماتو او ټکنالوژي وزارت، اجتماعي غړو او د ګڼو رسنیو غړو ګډون کړی وو.
اتصالات تل هڅه کوي، چې خپلې ژمنې سرته ورسوي او په دوامداره توګه په ښه کیفیت پیریدونکو ته هرمهال او هر ځای غوره خدمتونه بې له کومه خنډه او ځنډه وړاندې کړي.
د بازارموندې د څانګې مشر، ښاغلي یاسر ابوالعمایم پدې پرتمینه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، نن ورځ د کندوز  درنو اوسیدونکو او زمونږ لپاره ډیرې نیکمرغې شیبې دي، چې مونږ د 3.75 خدمتونو پدې ښار کې خپلو پیریدونکو ته وړاندې کوو.مونږ ژمن یو، چې د اتصالات پیریدونکي به ددې خدمتونو له غوره او چټک انټرنټ څخه په ډیر هوسا او اسانه ډول ګټه پورته کړي.
مونږ په ریښتوني توګه ژمن یو چې 3G د افغانانو راتلونکی دی، نو پدې خاطر زمونږ کاري ډله تل هڅه کوي او چې خپلو پیریدونکو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم خدمتونه او وړاندیزونه چمتو کړي.
نوموړي وړاندې وویل، په افغانستان کې داتصالات پیریدونکي کولای شي، چې له ویډیويي اړیکو، له چټک انټرنټ  او د معلوماتو د لیږد رالیږد څخه د خپلې خوښې د شرکت له خدمتونو  څخه خوند واخلي.
د غونډې په جریان د اتصالات ډلې لخوا د اتصالات د 3G خدمتونو دګټو او له هغه څخه دګټې اخیستنې په هکله معلومات ورکړل شول، همدارنګه د اتصالات کاري ډلې دوی ته د GRPRS/ EDGE او 3.75G ترمینځ توپیر هم روښانه کړ.
کندوز د کندوز ولایت مرکز او د هیواد یو له لویو ولایتونو څخه دی، همدارنګه  له تیرو وختونو څخه کندوز د زده کړې اوعلم مرکز هم پاتې شوی دی. پدې ښار کې د سوداګرۍ او پرمختګ څرګندې نښانې لیدل کیږي.
 
د اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د عربو متحده اماراتو د اتصالات یوه څانګه ده، چې په نړۍ کې یوه ترټولو غټه مخابراتي شبکه ده. په ختیځ او لویدیځ کې د عربو متحده اماراتو ستراتیژیک موقعیت ددې لامل شوی، چې اتصالات په منځني ختیح کې د غږیزو اړیکو، معلوماتو استولو،انټرنټ او رومینګ څخه د ګټې اخیستنې او همدارنګه د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ترټولو مخکې دی. د یادونې وړ دی، چې اتصالات  د ۲۰۰۶ کال راهیسې ۱۰ ځله د غوره شرکت په توګه او تیرو ۳ کلونو کې۴ ځله د خرڅلاو غوره چمتو کوونکي په توګه پیژندل شوی دی. اتصالات اوس د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کې فعالیت کوي او تر ۱۶۷ ملیونه ډیرو پیریدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د افغانستان اتصالات په اړه:-
اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او تردې دمه یې په بیلا بیلو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، لوبې او ټولنیزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړیدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمویلوونکی هم دی.