د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نعمت الله ظفرزی

13.08.2015 10:53    |   نعمت الله ظفرزی اتصالات د کرکټ ۲ ستورو سره تړونونه لاسلیک کړل‏

اتصالات د افغانستان د کرکټ دوه غوره لوبغاړو حمید حسن او محمد نبي سره د سوداګریز استازو په توګه د دوی سره یو ځانګړی تړون لاسلیک کړ، چې دوی به د اتصالات په استازیتوب په سوداګریزو کمپاینونو او سوداګریزو سفیرانو په توګه راښکاره کیږي.

16.06.2015 09:02    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اتصالات د کارکوونکو لخوا د وینې د ورکولو دوهم پړاو د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۵ مه نیټه د اتصالات په مرکزي دفتر کې پیل شو، د وینې د ورکولو څخه وړاندې لومړی د هغوی وینه کتل کیږي، ترڅو معلومه کړي چې وینه ورکوونکي په کومه ناروغۍ اخته نه دی او یا هم خپله د وینې کمبود نه لري.

02.06.2015 21:47    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

د اتصالات د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالۍ ته د غوره کولو لومړی پړاو د روان کال د مي میاشتې په ۲۸مه نیټه د هیواد په ۵ زونونو کې پیل او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. پدې پړاو کې ۵۰ تنه په کابل کې د کیدونکي سیالي په بل پړاو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.

16.02.2015 10:02    |   نعمت الله ظفرزی صالات خپل پیریدونکي د عمرې د حج د ادا کولو لپاره استوي

دا د اتصالات پیریدونکو لپاره چاته چې، عمرې ته د تللو موکه په لاس ورغلې وه یوه ځانګړې ورځ وه. اتصالات د خپل وفاداره پیریدونکو څخه د مننې په توګه خپل ۱۵ پیریدونکي د عمرې حج د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته استوي. پدې اړوند د اتصالات په مرکزي دفتر کې د عمرې حج ته تلونکو پیریدونکو لپاره یوه غونډه په لاره واچول شوه، او پیریدونکو ته موکه ورکول شوه ترڅو د اتصالات له ادارې څخه له نږدې وګوري او اتصالات اسلامي رزښتونو، فرهنګ او افغانستان د ودانولو لپاره د زړه له کومې د مرستې کولو ډاډ ورکړ.

16.06.2014 09:18    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د قرآن عظیم الشان اوومه کلنۍ سیالي پیل شوه

د افغانستان اتصالات لخوا د قرآن پاک د حسن تلاوت ۷مه کلنۍ سیالي د جون په ۱۶مه نیټه د افغانستان په ۵ زونونو کې پیل شوه. پدې دوران کې به ګډونکوونکي د ټاکونکي پروسې له مخې بل پړاو ته ځي او یواځې غوره قاریان به کابل کې د دوهم پړاو سیالیو کې ګدون کوي. د اتصالات د سوداګریزو چارو

21.01.2014 19:17    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات د کار زده کولو ملي پروګرام

د افغانستان اتصالات په اوږدمهاله توګه د بشري مهارتونو، د افغان کارکوونکو او په ټوله کې د افغانانو د مهارتونو لوړولو او پرمختګ ته ژمن دی.

09.10.2013 13:48    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د اروپا ۲۰۱۳ کال سایکل ځغاسته په بریالۍ توګه بشپړه شو

د اتصالات ګروپ کمپنۍ لخوا ۹ تنه ۲۱۰۰ کیلو مټره واټن سایکل ځغاسته کې د ګډون په موخه ټاکل شوي وو. دغه ځغاسته له بروسل څخه پیل تر بارسلونا پورې له ۵ هیوادونو څخه تیریده او د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر له ۵ مې نیټې څخه یې تر ۱۹مې نیټې پورې یې دوام وموند.

02.09.2012 13:55    |   نعمت الله ظفرزی اتصالات د 3G خدمتونه په کندوز کې په لاره واچول

د افغانستان اتصالات په افغانستان کې چټکه پرمخ تلونکې مخابراتي کمپنۍ ده او د عربو متحده اماراتو داتصالات ګروپ یوه برخه ده، چې په ډیره چټکه توګه په آسیا او افریقا کې د پراخیدو په حال کې دی.

07.08.2012 18:42    |   نعمت الله ظفرزی اتصالات په هرات کې د 3G خدمتونه په لاره واچول

اتصالات په افغانستان کې په ډیره چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دی، چې ددغه پرمختګ په اوږدو کې یې د هرات په ښکلي ښار کې د 3.75G خدمتونه په لاره واچول. اتصالات وړاندې د 3G خدمتونه په کابل، جلال آباد او مزارشریف کې په لاره اچولي وو، چې دادی اوس د هرات په ښار کې دغه خدمتونه په لاره واچول.

27.03.2012 08:45    |   اتصالات خبرپاڼه (نعمت الله ظفرزی) د اتصالات دریم نسل (تری جی) خدمتونو په لاره اچول میډیا کنفرانس

اتصالاتل لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې د دریم نسل خدمتونو خپلو ګرانو پیریدونکو ته وړاندې کوي. د دریم نسل خدمتونو سره زمونږ ښاغلي پیریدونکي کولای شي د انټرنټ په فعالولو سره انځوریزه (ویډیويي) اړیکې ټینګې کړي چې دا په افغانستان کې یو نوی نوښت دی چې دا نړۍ په ډیر پرمختللو هیوادونو کې هم دا خدمتونه نه وړاندې کیږي. نو هیله ده چې داتصالات پیریدونکي له دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړي.