د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظم که نثر؟

سيدعبدالباري روحاني 25.07.2012 15:45

زموږ دولسونودوامداره مجاهدت اودخپلي لرغوني مېني ساتني ته ځان اومال سپركول هغه څه دي چې نسلونو،نسلونه يې دادى تردې ګړيه لاس ترزني نه دي كښېنستلې . څرګنده خبره ده چې دژوندانه ډېره برخه يې توره اوټوپك ملګرې پاتي سوى . خوافغانانودخپل فطري اوفرهنګي خصليت پراساس په هرډول حالاتوكې چې به وه قلم هم په ګوتوكې ټينګ نيولى دي . دعلم اوپوهي سره دخاصي ليوالتياپه درلودلوسره يې په توره تاريكه كې دپوهي مشعل روښان ساتلى دى . خوواقعي ده چې دجنګ جګړو قربانيانوته نه يوازي داچې مالي اوځاني زيان اوړي بلكي ترخوايې كلتورفرهنګ ته هم صدمه اوړي .

ډېركله په دغسي يوه سيمه كې چې همېشه دجنګ لوخړي پرې راتاو وي دقلم ځاى ټوپك نيسي اودپوهې ډېوه پكښې مري . خوپرپوهي مين افغان اولس لادادى تراوسه دپوهي مشعل بل ساتلى اولايې هم دتاركيوپرضدكاروي . افغان لاهم دادى پخپل مات اوكړوپ ترپښولوېدلي حالت كې شاه ځمكي ته نه پرېږدي ، اودوراوښتوزيانونوجبران ته يې په سختوحالاتوكې سخته اوږه وركړې .

دپښتو اوسني فرهنګپالو، ليکوالو او شاعرانودفعاليت ستاينه ځکه دتذکر وړده چې كه معاصر وخت له ماضې سره پرتله كړو نو داراته ښيي چې دپخواپه پرتله پښتوژبې ته په لوړه كچه خدمت كيږي فرهنګپال ، دقلم څښتنان اوروڼ اندي په لوړ احساس سره راپورته سوي دي قلم په لاس اوخپله ادبي خزانه اوج ته رسوي .

هيله مندي ځكه ورته ډير ده چې دنړۍ له پرمختللو الو سره مو ږ ته هم دژوند دنورواسانتياوو سره په ځنګ كې د ادبي اوفرهنګې فعاليتونو سهولتونه برابرسوي دي پښتاته دنړۍ په هرګوټ كې چې دي نړيوال جال انترنيټ ته لاس رسى لري اودهمدي لاري هم خپل ادبې توكې ترنوروپښتنوپوري رسوي .

په كندهار كې شعري ډګرخوراتود دى په هيواد كې دننه اوباندنيوهيوادونوكې ادبي بانډارونو اومشاعرو ډيرليوال اومينوال خپل كړي دي ترليكوالو شاعران په پراخه كچه دي .

که څه هم ځيني نوي شاعران دمخكنيو شاعرانو پرپله پل ږدي او دهغوي لاره يې خپله كړي ده خو ځينې شاعران بيا په شعر كې نوښت كوي اوپه يوه ځانګري سبق روان وي پكار هم داده چې نوي نسل له ځانه سره نوي نوښتونه رامنځته كړي په خاص ډول شاعران چې په شعر كې يې خيالې اويا ټولنيز دسترګو ليدلې حال ديوه عينې شاهد په توكه دپيغام په شكل پريږدي .

لازمه ده چې دولت اوفرهنګي كړۍ متحد اودځوانوقلموالودروزني ، په شعر اونثر دپوهاوي په برخه کي کټلي ګامونه پورته کړي ،داوسنيو ځوانانو به په شعر اونثر کې اړينو توکو( ادبي فنونو ) ته پام واوړي په ليکنو او شعرونو کې به يې هنريت ونغښتل سي ،چې اثار به يې ابدي ژوند خپل کړي .

شعر چې ډيرو پوهانو اوعالمانو په مختليفوډولوتعريف كړى دى ځيني په دي باوردي چې شعر هغه خونور كلام دى چې دانساني عواطفو ، احساساتو او تخيل نمايندګې كوي اوداوريدونكو پر احساساتوتآثېر اچوي شعر بلل كيږي .

دغه راز اوسمهال عالمان اوروڼ اندي په دي اند دي چې شعر هغه منظومه اومنثوره وينا ده چې داوريدونكو احساسات ، عواطف جزيات اوهيجانات راوپاروي شعر بلل كيږي .

باوري يم چې کله ديوه ليکوال اوياشاعر دشونډو نه شات څاڅي په شعر اويانثر کې يې شهت پراته وي چې ويان اويا اورېدونکى يې له شکه پرته په ليوالتيا سره اوري او ترې متآثره کيږي ، دده کلام هغه دچاخبره د ډبري ليکه وي او منل سوي څه وړاندي کوي چې اولسونه يې په ژوند انه کي دمشعل په توګه کاروي .

همدارنګه موسيقي ديوه ښكلي اوزړه پارونكي هنر په توګه دانساني ژوندانه هغه سپيڅلي اوځليدونكي برخه بللاى سو چي انسان يې په اوريدوسره دځانګړي كيفيت احساس كوي ،په تيره بيا هغه موسيقي چي دموسيقي دهنراوفن په علمي اصولواولوړو اساساتو باندي ولاړه وي په دي هنر اوفن كې ډول ډول الې موجودي دي چې هر يوه اله يې دګلونو په څېر ځانته خوند اوبوي لري .

ډيرى شاعران دموسيقۍ له خوږونغمونه الهام اخلې اوياكله چې موسيقې اوري نو ورڅخه تللي دشعر شاپيرۍ يې يووار بيا پرمينه راخوره سي نو په دغسي يوحالت كې يې شعري احساس هم دسيند دڅپوپه څير موجونه وهې چې له خولې يې اهنګداره كليمې راوځي

كه دكلاسيكوشاعرانو اويااوسني عصر وتلو شاعرانو وشعرته ښه ځير سو نو داراته ځرګنديږئ چې په شعركي يې دنوروشعري صنعتونوترڅنګ دموسيقي برخه ډيره غښتلي اوپياوړي ښكاري اوهمدادموسيقي بركت دي چي شعر ته زريني اوزړه وړونكې جامې وراغوندي اودغه ډول شعرونه چې دموسيقۍ اهنګ پكښې وي دښكلې پېغام ترڅنګ مستې ، دبدبه او شور هم پكې نغښتې وي چې ډير مينوال اوليوال لري . په دې برخه کې هم زيار اوزحمت ته اړيو . له موسيقي سرابايد غوره اوټولني ته ګټورشعر وويل سي نه داسي شعر چې ځوان قشر مو وناسمي لاري ور وبولي . له بده مرغه له موسيقي سره ځيني سندرغاړي داسي دشعر په نوم داسي څه وايي چي غېر له دې چي موسيقي اودشعر ښکلى نوم ته زيان ورواړوي بل څه پکښې نه وي .

راځو اصل مطلب ته چې مسلمانان په خاص ډول پښتون اولس ژوند دخپلي ځانګړي عقيدي پراساس داسلام مبارک دين ترچتر لاندي مخ ته وړي ، او په ورځني چارو کې ويلاى سو چې هر عمل دالله ج دکلام (آيت شريف) احاديثو سره سم اجرا‌ء کوي ، اوهمدا تګلاره ده چې مسلمانان يې داسلام پالني اوحقيقتي سېر پرسر قدمونه ږدي ،

وړاندي مو دې ټکي ته هم اشاره وکړل چې دليکوال او شاعر کلام هم هغه څه دى چې خلک يې په ژوندانه کې دمشعل په توګه کاروي ، خوڅرګنده خبره ده هرڅه خپل مقدار اواندازه لري ، اړتيا په صورت کې ورڅخه ګټه اخستل کيږي او که ډېر سي نو طبعي خبره ده چي انسان کېداى سي چي خستګي ترې محسوس کړي ، ددې خبري تصديق مي دسترلارښود حضرت محمد ص هغه وينا کوي چې وايي (ډېروعظ ښه نه دى چې مخاطبين يې خستګي احساس نکړي ) مطلب داچي هرکار دي په قدر داندازه وکړل سي ، موخه داده چې زما له آنده دپښتو شعر پيمانه ډکه سوې ده څومره چې ښائېدل زموږ شاعرانو خپل مسؤليت سرته رسولى دى ، پکارده چې اوس نو دادبي فنونو په قالب کې دنثر ژبه هم شعرته ورته پياوړې او زياته کړي ، نثر هم که له يوه اړخه شعر بلل کيږي نو له بله اړخه دشعر په پرتله عام فهمه او دهر ويونکي دګټي اخستني ګرځېدلاى سي ،

زه په دې ايمان لرم چې پښتانه فرنګپال نه ستړي کېدونکى او پياوړي دي ، دوى دزمان په دې لوى اولاى تنايي بهر کې له ډېرو سختو توفانونو سره مخ سول ، خو له مايوسي نه لاهم متآثره نه دي اوهيله لرم چې دادب دالويه بېړۍ چې لويه لاره يې مخي ته ده پرمخ يوسي ترڅو منزل ته ورسي .