د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار د تاريخي ابيداتو زکندن دی

سيدعبدالباري روحاني 13.10.2008 21:59

 دهرهېواد تاريخي ابيدات او د هماغه هېواد د پخوانيووګړو په لاس جوړشوي تاريخي اثار يې د فرهنګ کړووړو د خلکو کارنامو،لرغونتيااو تاريخي قدامت څرګندويې کوي.
افغانستان چې يو لرغونى او د اسيايي هيوادونوزړه هيواد بلل کيږي د تاريخي ابيداتو له پلوه ډېربډای او غني هيواد دى . چي د شمال نه تر جنوب او ختيځ نه تر لويديځ پوري په زياتو سيمو کې د کلونو راپاتي تاريخي ابيداتو شتون ددي هيواد لرغونتياثابتوي . په خاص ډول کندهارد هېواد په کچه يوله هغوولايتونوڅخه دى چې د خاكريزولسوالۍ ختيځ لورې ته پرته د منډيګک غونډي چې د تاريخ دمخه زماني نه راپاتي شوني ده او دافغانستان پنځه زره کلن تاريخ هم د همدي لرغوني ځايه څخه ثابتيږي، نارنج ماڼي چي دکندهاراوسني ښارلوېديځي برخې تاريخي څلويښت غرځينوته څېرمه موقعيت لرې. دپنجوايۍ تاريخي سيمه، دديمراسي غونډي، اوپه لسګونوځينې نورتاريخي ابيدات او سيمي لري چې په لاس راغلې اثاريي نهه زره کاله وړاندي دهمدي خلکو په لاس جوړسوي دي.
ويل کيږي چې دملت دبابا اعلحضرت محمدظاهرخان اوشهيدمحمدداودخان د واکمنۍ پر مهال د هېواديوشمېرنورو او همدغو تاريخي ابيداتود ليدلو لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه بهرني سېلانيان راتلل اودولت ورته په رسمې ډول دابداتودليدلو ځانګړې ټکيټونه ورکول چې د همدي امله يي ډيري پيسي ترلاسه کولي . خودهغه مهال نه راوروسته کله چې پرافغانستان دروسيي سرووحشي اوځنګلي پوځ ظالمانه تيري وکړ او د هېوادودانه اداره يي راورانه کړه تردي ګړيه نژدي ديرش کلونه کيږي دغودرولسيزوناخوالونه يوازي داچې د هېوادوالو پرژوندانه منفي اونه جبرانيدوونکې تاثيرات وشيندل بلکه زموږتاريخي اوفرهنګې اثاريې داسي زيانمن کړيدي چې په هيڅ قيمت يې اوس خپل ماضي حالت ته نه سو راګرځولای .
دبده مرغه که يوازې دکندهارولايت اکثره ابيداتوته ځيرسودوخت د حاکمانو دبيغورى له امله ياخو په بشپړه توګه له منځه تللي اوياهم د له مينځه تلو په حال کي دي اودادى تردي ګړيه دهرچا چې سترګي پري خلاصي سې دبې علمۍ له کبله ددغسې تاريخي ځايونوچې بايدساتنه يې سوي وای او وسي ويجاړولو ته يې مټي رانغښتي دي .اودخپله وسه سره سم دخپلوخيټودمړولو اوشخصې ګټودلاسته راوړلوپه موخه ډيروحرام خوروددي ګټي اوملي سرمايې څخه څه ترلاسه کړه.
دتيروڅوکلونوراهيسي خودکندهارځيني ابيدات لکه د نارنج ماڼۍ عاموخلکو او زورورو په ښکاره ډول په سپينه روځ يې هره برخه ور ړنګه اودخپلو کورونو دجوړلولپاره يې تري خاورې وچلولي ددي سره سره غاصبينوددي تاريخي ماڼۍ زياته حصه باندي ګيډه واچوله او ددولت دنه پاملرنې له امله يې پکښي استوګنځې ودان کړه .
ددي سيمي د خلکودقوله چې په تيروماضي حکوموتونو کې ورته په ډلوډلو په عصري تجهيزاتوسمبال خلک راتلل اوپه ناقانونه توګه به يي په خپل سر پکښي په دي موخه کيندني کولي چې ګواکې تاريخي اثار تري راوباسي .حتی ځينو بهرنيو مؤسسو ددي تاريخي ماڼۍ دقلعه په انګړکې داوبوژورې برمي وکيندلي چې همداوس هم غاصبين تري ګټه اخلې اوکرهڼېزي مځکې يې پري ابادي دي .
ددي ترخواداحمدشاهي اشرف البيلادښارد قلعه ديوالونه هم په بشپړه توګه د مځکې سره سم شوي دي . يوازي په څلورمه ناحيه کې د قلعه فصيل دکوڅې په اوږدو کې د درو څخه تر څلورو ميترو پوري يوه ټوټه ديوال ترسترګو کيږي .
ددي وړوکې ځاي چار چاپيرهم کثافات غورځول سويدي او خلک تري د خزل ځای کاراخلي . ددي امکان سته چې ددي تاريخي ديوال دغه ارزښت ناکه وړوکې ټوټه چې داحمدشاهي ښارڅرګندويې کوي په راتلونکې لنډه موده کې دمينځه ولاړه سي.
خپله د ستراحمدشاه باباتاريخي او ارزښتناک استوګنځای چې دلومړي ناحيي دسدوزو په کوڅه کې موقعيت لري دمرګ سوګلۍ وهي محمدداؤد چې په همدي کور کې ميشت دى اوځان د احمدشاه بابااولاده معرفې کوي دغه کور خپل شخصې ملکيت ګڼې اوپه خپل صلاحت يې د کورنيمه برخه چې تاريخي خوني اوپلن ديوالونه يې درلودل اودتاريخ شاهدي ورکول اوس يې دپاخه کاردبنسټ ډبره اېښي ده .
دافسوس وړ خبره لاداده چې تيرکال دغه شاهي کوردپيرودلو لپاره هم محمدداؤد بيه کړي وو چې يو تن سوداګر تري رانيوى اوپرځاي يې تجارتي مارکيټ جوړوى خو د نيکه مرغه کله چې زه پري خبرسوم رانيوونکى اوپلورونکى مې د دي ودانۍ په ملي ارزښت وپوهول او دواړه تري د راکړي ورکړي څخه په شاه سوه .
وروسته مې سم دستې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين په جريان کې كړل ترڅود پيسو په بدل کې خپل کړي . دولايت مقام او د اطلاعاتواوکلتور رياست له خوا دري کسه په دي موخه وټاکل سوه چې د احمدشاه بابا دغه شخصې استوګنځى دموزيم لپاره وپيري اوددولت په واک کې کړل سي . خو دنا معلوم علت له امله دانېکه اوګټوره کړنه چې بايدترسره سوې وای ترسره نه سول .
اوخپله د احمدشاه بابا پرمقبره او خرقي مطهرې ودانۍ چې د وزيرمحمدګل خان دواکمنۍ پرمهال جوړه سوي ده هم برسېره زيانمنه ده .
د دي تر څنګ د ميرهزار جامع چې د دوهمي ناحيي د ميرهزار په کوڅه کې ودانه ده او دوه سوه شپږ کاله عمر لري ګنبده يي د ړنګيدو په حال کيده . د دووجګو څلوڅخه يي يوڅلى په بشپړه توګه له مينځه تللي او بل په نيم حآلت ولاړ دى .
د سترملي مبارز ميرويس خان نيکه خپله هغه قلعه چې هستوګنه يې پکښې کول دکندهارښار لويديځ پلوته د ميرويس خان نيکه د زيارت شاه ته په ډيره لنډه فاصله کې دكوه كران په كلې كې موقعيت لري . په دي کور کې درحمت الله په نامه يو تن دخپلي کورنۍ سره ميشت دى چې ځان ددي سترنيکه اولاد بولي اوپه وينا يي چې دغه کور ورته د ميرويس نيکه څخه په مروثه کې پاته سوى دى .
ددغه تاريخي کور دباندي برخې ټول ديوالونه چې سوونه کلونه وړاندي ودان سويدي ډيره برخه يي رالويدلي ده .
دي هستوګنځي ته نيژدي هغه مسجدشريف هم ديوي کنډوالي په شکل موجوددى چې سترنيکه به پکښي لمونځ ادا کاوه . اواوس هم چې نسبتآ تر يوه حده جوړ دى د سيمي خلک پکښي لمونځ ادا کوي .
دسليمان اخندذاده څلى چې سوونه کلونه عمر لري او د پنځمي ناحيي دحضرت جې بابا زيارت ته نيژدي په هديروکې ودان سوى دامهال په ملاخم اودچپه کيدوپه حال کې دى .
دي ته ورته نورتاريخي ابيدات هم شتون لري چې ياخو د ړنګيدو او يا هم په بشپړه توګه دله مينځه تلو په حال کې دي چې يادونه يي زيات وخت ته اړتيالري .
دغه وران ابيدات چې ملي سرمايه ده خاصي او جدي پاملرني ته سخته اړتيا لري،
د يونسکو نړيوالي مرسته کوونکي اداري او د اطلاعاتو اوکلتور وزارت دنده ده چې د فني او مسلکي کسانوپه وسيله يي ترميم او ورغوي . د دي ترڅنګ که په هغوسيموکي چي دتاريخي اثارود شتون نښي ليدل کيږي دولت دي دهېواداولرغون پوهانوپه مرسته پلټنې اوکندني وکړي ترڅوترخاورو لاندي راپاتي قيمتي اووياړلي اثارو په لاسته راوړلوسره مو ملي سرمايه نوره هم پراخه سي .
اوکه چيري دولتي اړونده مسؤلين دتيرپه څير تاريخي ابيداتو ته خاصه او جدي پاملرنه ونکړي خپله ورسپارل سوي دنده په ايماندارۍ صداقت او ريښتني توګه ترسره نکړي ژرترژره پدي دترميم چاري پيل نکړي عملاً کټلي ګامونه اوچت نکړي نوپه راتلونکي لنډه موده کې به د هېواد ډيرارزښتناک ابيدات اوستره هستي له لاسه ورکړو.
پدي اړوند نه يوازي داچې دولت مسؤل دى بلکې عام خلک هم بايد دتاريخي ابيداتو په ساتنه کې چې زموږ ګډه شتمني ده ځان شريک او ونډه واخلي . اولس ته پکارده چې په دي لويه هستي کې د نيستۍ د حالت نه ځان وژغوري . دولت که پخپله دنده کې پاتي راغلى . خپله بايد خپل د سيمي د سرتاج (ابيداتو) ساتلو ته پام وکړو او خپلو سميزو وګړيو ته پدي اړه دهغوي مسؤليت ورپه ګوته کړو او هغوی پدي زپوهوو چې دپښتني، کندهاري او افغاني احساس له مخي دغه راپاتي ملي شتمنۍ وساتي .
پدي کار سره به مو يو ځل بيا نړيوالوته ښوولي وي چې افغانستان هم د نړي په تاريخي دوروکې ځانګړى ځاي درلودى او لري يي . او له بله پلوه به مو د هغو سترو نيکونونومونه ژوندي ساتلي وي کوم چې د نامه په اوريدلو سره يي زموږ د هېواددښمنانو زړونه لړزيږي .
دعام اولس ، دولت او يونسکو نړيوالي اداري لخوا د کندهارتاريخي ابيداتو ته د خاصي او جدي پاملرني په هيله .
په درنښت
سيدعبدالباري روحاني دوهمه ناحيه کندهار