د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برېښنا په سندلې کې

سيدعبدالباري روحاني 02.03.2008 14:55
هغه وخت چې مو پر سپېڅلي خاوره د روسي سرو لښکرو ظالمانه تېری وکړ او زموږ د هيواد ودانه اداره يې راورانه کړه، افغان ولس يې له سختو ناخوالو او کړکېچونو بدو حالاتو سره مخ کړ.
نو ډېر مظلوم افغانان د خپل ځان او اولاد د ساتنې لپاره دې ته اړ شول چې ګاونډي هيواد پاکستان او ځينو نورو هيوادونو ته ستانه شي او خپل ډېر څه يې خپل په ميراثي او په وينه ګټلي پلرني ټاټوبي کې پرېښودل.
دغه غم ځپلی بډای او غريب ولس هلته په لومړيو کې د هستوګنې له ځای څخه بې برخي و، په خېمو کې يې ژوند کاوه حتا د هيواد لوړرتبه مامورين مو خپل اولاد ته د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره دې ته مجبور و چې د سړکونو پر غاړه څه وپلوري.
هر يوه شخص چي به خپل د هر يوه هيوادوال حال ته کتله نو په مايوسيت سربيره به دغم يوه بله څپه پر خپره شوه
سردارچي له تيرو شلو کلونو راهيسي په پاکستان کي د هجرت سختي شيبي تيرولې، يوه ورځ يي راسره دزړه خواله کول اوډيري هغه لوړي اوژوري چي يي مخي ته راغلي وي، راته بيان کړي که څه هم اوسني اقتصاد يي ښه وو دمخکنيو کلونو په پرتله يي ژوند ښه تيريده خوبياهم دوطن مينه يي پرزړه وه، خواخوږي وو او دهري يوي خبري سره به يي داسي آه کښله تابه ويل دشپو او ورځو لاروي دي او له ډيروستړياوو وروسته يي دمه کړيده.
د سردار دهري يوي خبري اوريدل وماته ډيره ګران وه ده دهيوادوالو مخکني ژوند ته ډيره اشاره کول چي ډيرسهولتونه يي درلوده بيابه يي په ژړه غوني حالت راته وويل: ته اوس موږ ناورين ځپلي بي ځايه شوي غم لړلي وګوره موږ!! موږ افغانان خدای (ج) په څه ګناه نيولي يو هغه زموږ اباد وطن هازموږ وداني اوهسکي وداني چار چاپير يي شني کروندي اوس دتاريخي ابيداتو په څيردي
سردار ته خپل معنوي پلار (ښونکي) اسدالله پښتون ورياد سودهغه دترخه ژوند يوه نه هيريدونکي قصه يي داډول راته وکړه
اسدالله پښتون مخکي تردي چي پاکستان ته مهاجر شوي نه وو په کندهار کي يي دښوونکي په حيث دنده ترسره کول .خواوس چي مهاجردي کلونه کلونه کيږي چي ديوه پنجاپي ترلاس لاندي دڅوکلدارو په بدل کي کارکوي چي ورته کافي هم ندي
پښتون په کوټه کي زموږګاونډي دي او هره ورځ دملا د اذان سره سم دکوره څخه وځي او دټوله ورځ کاره وروسته ستړي ستومانه پداسي حال کي کورته روان وي چي په شپيته کلن بدن اوکږه ملا يي اوړه او نور اړين شيان رااخيستي وي.
ژمي وو سړه هواوه دهجرت سختي اوترخي شپي سباکوو، موږاو چارچاپيره ټول ګاونډيان مو دبريښنا څخه برخمن يو خويوازي پښتون او مظلومه کورني يي ده چي دبريښنا دلګولو وس يي نه درلود خداي خبر چي په دغه بي وزلوبه ژوندځنګه تيريده اوخپل مخکني ژوند ته په کتو سره به يي څه حس کاوه ؟
ما داسلا مي ورورولي او خواخوږي په موخه دبريښنا مزي ترديوال ورواړاوه تر څو دوي هم زموږپه څير دبريښنا څخه ګټه واخلي
دتير په څير مي يوه بله شپه دخپل زوي احمد په لاس پا خه کړي خواړه وروليږل احمد له ډيره ځنډه وروسته راغي ويل اغاد همسايه ګانوپه کورکي تکه توره شپه وه، په خونه کي يي يوازي دسندلي څخه رڼا راوتل ـ زه چي ښه ورته ځير شوم هغه يي په سندلي کي برق لګولي وو احمد ويل ماورته وويل چي کاکا موږ خو برق ددي لپاره نه دي درکړي چي تاسويي زموږ په پټه ولګوي ؟
ده راته وويل بچيه داپه دي خاطرندي چي ستاڅخه برق پټوو بوټي نشته دمهاجرت جلا وطني ژوند دي غريبي ده په سندلي کي ځان په تودوو.......................
هو دپښتون په څير هر يو سپيڅلي افغان دځنګلي روسانو دظالمانه يرغل اودوطن پلورونکود غلطي مفکوري له وجې پرزړه زخمي دي که پري وږغيږو نو ډير وخت نيسي او که څه پري ليکو نو کيداي شي چي دډيرو قلمونو رنګ پري خلاص شي او دا هغه څه دي چي په يادولو يي نور هم زموږ پرزخمي زړونو مالګه دوړيږي تير به پريږدو دتاريخ فيصلي او قضاوت ته.
اوس پکارده چي دوران هيواد بيارغوني ته ملاوتړو نورزموږمنځته راغځول شوي دنفاق لاسونه غوڅ کړو دشخصي ګټو پرځاي ملي ګټي په نظر کي ونيسو، دغفلت ددرانه خوبه راپاڅود پوهي ډيوه بله وساتو او د ترخو تجربوپربنسټ لاس په کارشو نورنه بايد په لاس راغلي طلايي چانس له لاسه ورکړو خدای (ج) مکړه چي يوځل بيا مو پرديو هيوادونو ته دهجرت مخه شي اودراتلونکي نسل بد دعايي خپله کړو
خپل اولاد ته ديوه داسي ژوند زمينه برابره کړوچي دګروپ څخه دروښنايي کارواخلي نه دسروسکروټو ـ