ختیځ ادبي بهېر پرانستل شو
17.07.2012 22:15ختیځ ادبې بهېر یوه ازاده او خپلواکه ادبې ټولنه ده، چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې خپلې غونډې کوي.
ددغه ادبې بهېر موخه د پښتو ادب لپاره خدمت او د ځوانو شاعرانو او لیکوالو ادبې ناستې او مشاعري جارې ساتل دي
د یاد بهېر مشر ضیالدین همت مل، مرستیالان یې محمود خزان او صیام الدین پسرلی وټاکل شول.
د اړیکو مسوول یې عرفان الله بیدار، د مالی چارو مسوول احمد جمال جمال، ویاند الله محمد حسن زی ، مطبوعاتی مسوول ضیاالدین زلمی او رپورټر یې فرهاد الله اسیب ونومول شول.
ختیځ ادبې بهیر به د راتلوونکې جمعې په ورځ چې د چنګاښ د میاشتی ۳۰ نېټې سره سمون خوري د سهار په ۸ بجو د ننګرهار میدیوتیک په علمي او فرهنګي مرکز کې خپله لومړنۍ غونډه پیل کړي.
ټولو شاعرانو او لیکوالو ته بلنه ورکول کېږي، چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
د اړیکو د مسوول شمېرې:
0093799727566
0093787272100
پته: ننګرهار – جلال اباد- جوی هفت هډه – د بې بې هوا لېسې شاته ۵ کور- میدیوتیک دفتر