د ډیورنډ دواړو غاړو ته د خبریالانو د ګډې ټولنې اړتیا
29.09.2010 14:00په ١٣٨٩/٧/٥ دوشنبې په ورځ ننګرهار ميډياهاوس د پېښور له ميډياهاوس ژورنالستانو سره ((د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو ته د خبريالانو د ګډې ټولنې د جوړېدو مسئله څومره مهمه ده؟)) تر سرليک لاندې يو ګډ انلاين کنفرانس جوړ کړى و.
د کنفرانس په پيل کې د رسنو د کور مالی او ادری مسوول صيام الدين پسرلي د موضوع په اړه معلومات ورکړل وې ويل: ((په تېرو دوو مياشتو کې د ننګرهار د رسنيو کور د پېښور له رسنيو کور سره په انلاين کنفراسونو کې دا مسئله ياده کړې وه، چې د کرښې دواړه خواوو خبريالانو، د يوې ګډې ټولنې د جوړېد ضرورت حس کړى او په دې برخه کې بايد دواړه خواوې اړیکې ټينګې او مباحثه وکړي او يوې نتيجې ته ورسېږي، نو زموږ د نن ورځې کنفرانس هم په همدې موضوع څرخېږي .
تر دې وروسته د ننګرهار ميډياهوس ژورنالستانو خپل ځانونه د پېښور ژورنالستانو ته ور وپېژندل.
ورپسې د د ختیزې سیمو د فعالو ژورنالستانو د دفاع د کمیټې مشر عبدالمعيد هاشمي په خپلو خبرو کې وويل: د دواړو غاړو ژورنالستانو ته په کار ده چې د پښتنو د ستر مشر ارواښاد پاچاخان دا خبره په ځان عملي کړي چې وايي: یا به يو کېږو کنه ورکېږو. هاشمي زياته کړه، نړۍ کې د پرمختللو ټولنو راز په يووالي او نژدې اړيکو کې دى، موږ ته هم په کار دي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره سره په يوه مېز مخامخ کېنو او حل لار ورته پيدا کړو.
له کوزې پښتونخوا نه د پېښور د ژورنالېزم پوهنځي د راډيو مسوول جان محمد وويل: په ځينو قبايلي سيمو کې ژورنالستان يو څه مسلکي ستونزې لري او ددې لپاره بايد يو روزنيز ورکشاپ هم په دغه ګډه ناسته کې له پامه ونه غورځول شي.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د انګلیسي ډیپارټمنټ استاد عزت الله ساغر وويل: بايد په دې فکر وشي، چې دغه ناسته چېرته، څنګه، څو کسيزه او د کومو معيارونو له مخې ورته ژورنالستان وټاکل شي؟
له ها خوا ظفر وويل: بايد سر له همدا اوسه په دې اړه د ننګرهار او پېښور ميډياهاوسونو مسوولين فکر وکړي او په لنډ وخت کې بايد موږ ته نتيجه راکړل شي. په همدې شان د کرښې دواړو خواوو ژورنالستانو په خپل وار خپل نظريات سره شريک کړل.
له دې غاړې د شرق تلويزيون او نرګس راډيو خبريال شفيق الله رحماني وويل: ژورنالستان بايد هڅه وکړي چې په کره پښتو ژبه خبرې وکړي تر څو افهام و تفهيم په اسانۍ سره وشي.
په پاى کې عبدالمعيد هاشمي وويل: اوس به زموږ او ستاسې تر راتلونکي ګډ کنفرانس پورې مسووليت او دنده داوي، چې موږ هم د برې پښتونخوا ټول غير حاضر ژورنالستان او تاسې هم د کوزې پښتونخوا ټولو ژورنالستانو سره خبري وکړئ، تر څو راتلونکي ته په يو ښه ميکانيزم باندې کار وشي.
د يادوني وړ ده، چې په دغه کنفرانس کې ١٠ تنو د ننګرهار ميديوتيک ميډياهاوس کې او ٦ تنو د پېښور ميډياهاوس کې ګډون کړی و.
ننګرهار ميډياهاوس