د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اخوان المسلمون له ۸۴ کلنې مبارزې وروسته

س. هلال 04.07.2012 22:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په ۱۹۲۴ کال کې چې کله اتاتورک د عثماني اسلامی خلافت (چې د اوسنۍ ترکیې د استانبول ښار یې مرکز و) مرګ اعلاناوه، او اروپا د دې سترې اسلامي امپراتورۍ په مرګ خوښي کوله، د اسلامي نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امت ويښو بچو د اسلامي خلافت د ژوندې کولو ډول ډول هڅې کولې. پخپله په ترکیه کې د دې ناوړه کړنې په مقابل کې مقاومت روان و، د هند په لویه وچه کې هم د خلافت د تحریک په نامه خوځښت پيل شو چې دواړه سرته ونه رسېدل، خو د مصر په کوڅو، بازارونو، او قهوه خانو کې هم یو زلمی ګرڅېده او د اسلام د برم د بیا ژوندي کولو دعوت یې کاوه. دې زلمي حسن البنا چې وروسته یې د دعوت په لار کې سر قرباني کړ او په ډېره بې رحمۍ په قاهره کې د شبان المسلمین دفتر مخې ته په ګولیو وويشتل شو، د ګوتو شمار ملګروسره په ۱۹۲۸ م کال کې د اخوان المسلمون يا اخوان المسلمين خوځښت بنسټ کېښود.

دا داسې وخت و چې نه يواځې عثماني خلافت اخري سلګۍ ووهلې او مسلمانان بې برخليک شول، بلکه د فلسطين  او مصر په ګډون د اسلامي نړۍ بېلابېلې برخې انګريزي، فرانسوي، پرتګالي، او نورو اروپايي ښکېلګرو تر پښو لاندې کړې. د ښوونځي يو ښوونکي حسن البنا وکړای شول چې يو داسې جماعت جوړ کړي چې د اسلامي امت د يو کولو لپاره د کار سربېره په فلسطين او مصر کې د ښکېلګرو په مقابل د جهاد سنګر هم تود وساتي چې د سرښندنو حيرانونکي کيسې یې تر اوسه د تاريخ پاڼو مهمه برخه جوړوي.

اخوان المسلمون په مصر کې انګريزي ښکېلګر او د هغوی نوکرانو ته تر ټولو ستر خطر و. له پيله دا خوځښت د وخت د واکمنانو له خوا وټکول شو، په زرګونه غړي یې په زندانونو کې واچول شول، او په سلګونه یې ووژل شول. همدا ويره وه چې د وخت واکمن امام حسن البنا په ۱۹۴۹ م کال کې د عام سړک پر سر په ګوليو وويشت چې بيا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه او په شهادت ورسېد. د فاروق پاچا پاچاهي وه او د امام حسن البنا د کور له ښځو پرته یې بل هيچا ته اجازه ورنکړه چې خاورو ته یې وسپاري.

سره د دې چې په فاروق پاچا په پاڅون کې اخوانیان د ضباط الاحرار سره ملګري وو، جمال عبدالناصر ورسره چل وکړ، په اخوان المسلمين یې کودتا وکړه او د يو ازاد او ولسي رژيم پر ځای یې يو داسې مستبد نظام رامنځ ته کړ چې د مصريانو او اسلامي امت د ډېرو بدبختیو سبب شواو شپيته کال دې استبداد دوام وکړ، د اخوان المسلمين په شمول یې د مصر ډېر ويښ بچيان د زندانونو تورو تمبو شاته واچول، په ۱۹۵۴ م کال کې یې د اخوان المسلمين له منځه وړلو کوښښ وکړ، د شهيد عبدالقادر عوده په مشرۍ مشران یې ورته په دار وځړول، په ۱۹۶۵ م کال کې یې بيا دا کوښښ وکړ چې د سيد قطب په شمول یې ډېر مشران ورته په دار وځړول، د جمال عبدالناصر ځای ناستي انور سادات هم په اخوان المسلمين ميچنې وګرځولې خو د الله جل جلاله په فضل دا رباني خوځښت مات نه شو بلکه لا پسې پياوړی او د مصر برسېره په ټوله اسلامي نړۍ کې خپور شو.

د انور السادات ځای ناستي حسني مبارک هم د اخوان المسلمين له منځه وړلو کوښښ وکړ خو د دې خوځښت بچو پښې نورې هم کلکې کړې او ثابت ګامونه یې واخيستل تر دې چې د حسني مبارک د رژيم د نړيدو په مهال په مصر کې د اخوان المسلمين د غړو شمېر اوه لکه کسانو ته رسېده. 

اخوان المسلمون د ۲۰۱۰ م کال د جنوري په مياشت کې د مصر د ولس په پاڅون کې مهم رول ولوباوه. سره د دې چې د حسني مبارک له پرزېدو راهيسي د مصر په داخل کې پوځ، سيمه کې رژيمونو، او په نړيواله کچه د اخوان المسلمين د بدنامولو ډول ډول هڅې وشوې، خو د مصر ولس ونه غولېد او په اخوانيانو یې پرې باور وکړ. د نورو اسلامي ګوندونو سره یې وکړای شول چې د ۲۰۱۰ م کال په پارلماني ټاکنو کې د مصر په ولسي جرګه کې له ۷۰٪ زياتې څوکۍ ترلاسه کړي. سره د دې چې له څلور مياشتي فعاليت څخه وروسته د اساسي قانون محکمې په ناڅرګنده ډول – او د ډېرو په باور د واکمن پوځي رژيم په اشاره – ولسي جرګه د ولسمشريزو ټاکنو په شپه ړنګه اعلان کړه، خو مصريانو پر اخوان المسلمين باور ته دوام ورکړ او د ۲۰۱۲ م کال د جون په مياشت کې یې د حسن البنا د دعوت یو بچی دوکتور محمد مرسي له ۸۴ کال خواريو، تکلیفونو، ربړونو او شهيدانو ورکولو وروسته د مصر ولسمشر وټاکه.

الله تعالی فرمايي: (يريدون أن يطفئوا نور الله بأفواههم ويأبى الله إلا أن يتم نوره ولو كره الكافرون). دوی غواړي چې د الله نور په پوکي مړ کړي، او الله نه مني بلکه دا چې خپل نور بشپړ کړي، که د کافرانو بدي هم راځي.

اخوان المسلمون په ثابت قدمۍ سره ۸۴ کال مبارزه وکړه چې لا دوام لري. د ظلمونو سره سره دا دعوت د اسلامي خاورې بېلابېلو برخو ته وغځېد. له مراکشه تر اندونيسيا په بېلابېلو هېوادونو کې د اخوان المسلمين څانګې پرانيستل شوې. زموږ په ګران هېواد کې هم ترې ډېر غښتلي مجاهدين اغېزمن شول. د روسانو په مقابل کې د جهاد په برياليتوب کې دې مجاهدينو مهم رول ولوباوه تر دې چې هغه مهال به اخوانی بودن په مخالفينو د واکمن کمونيستي رژيم ستر تور و. په ۱۹۹۲ م کال کې د مجاهدينو د لنډ مهاله بري وروسته چې کله په قاهره کې د افغانستان سفارت پرانيستل کېده او د افغانستان جنډه پرې جګېدله، د اخوان المسلمون مرشد عام خدای بښلی مصطفی مشهور حاضر و او له ډېرې خوښۍ یې له سترګو اوښکې بهېدلې.

اوس چې د دې سپيڅلي خوځښت یو بچي د خلکو په خوښه د مصر ولسمشر وټاکل شو، دا ټولې اسلامي نړۍ ته یو مهم ښه زېری دی. سره د دې چې د ولسمشر محمد مرسي مخې ته ډېر خنډونه پراته دي او منزل ته د رسېدو په موخه به لا په ازغنه لار ډېر مزل کوي خو دا د زرګونو ميلونو مزل په دې لومړي مهم ګام پيل شو.

دا تصادف نه دی چې د عثماني اسلامي خلافت په مرکز ترکيه کې دې د نجم الدين اربکان بچي رجب طیب اردوګان د ولس په خوښه مشرۍ ته رسېږي او د عثماني خلافت تر ټولو ستر ولايت مصر کې دې د امام حسن البنا بچی محمد مرسي د شفافو ټاکنو په پايله کې مشر کېږي. دا استکبار او استبداد د ماتې پيل دی. دا د الله جل جلاله اراده او ټولو مسلمانانو ته مهم درس دی چې : (يا أيها الذين آمنوا إن تنصروا الله ينصركم ويثبت أقدامكم). كه تاسو د الله مرسته وکړﺉ، الله به بری درکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.