د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران ولسمشر څومره واک لري؟

س. هلال 17.06.2013 16:39

په ايران کې ولسمشر لکه د نورو هېوادونو ولسمشران واک نه لري. د ولسمشر واک محدود دی او تر ډېره په جمهوري سيستمونو کې د لومړي وزير منصب ته ورته دی.

د واک سرچينه او مطلق واکمن د هېواد ستر لارښود یا ((ولي فقیه)) دی چې د ژوند تر پايه په دې دنده کار کوي. ولي فقيه  د خلکو له خوا د ټولټاکنو له لارې نه غوره کېږي بلکه د امامي اثنا عشري شیعه عقيدې په اساس د نوموړي مذهب د دولسم ورک امام (مهدي) استازی بلل کېږي.

د هېواد ستر لارښود کولای شي چې د هېواد ولسمشر له دندې لرې کړي او یا بل هر رنګ بدلون راولي. مطلق واک لري او آن که ولسمشر وټاکل شي او ستر لارښود باور ولري چې مناسب سړی نه دی، لرې کولای یې شي. دا مهال علي  اکبر خامنيي د هېواد ستر لارښود دی. تر نوموړي دمخه روح الله موسوي خوميني د هېواد ستر لارښود و. خامنيي ، خوميني او نورو مذهبي مشرانو لکه محمد منتظري په ګډه د ايران په پخواني پاچا رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۹ ز کال کې تخت چپه کړ او د واک ګدۍ یې خپله او د ايران نوم یې د ايران اسلامي جمهوريت ته واړاوه. منتظري د خوميني ځای ناستی ګڼل کېده خو د خوميني د ژوند په اخرو کې بې واکه کړای شو او علي اکبر خامنيي د خوميني ځای ناستی وټاکل شو.

د هېواد د ستر لارښود تر څنګ په ايران کې د اساسي قانون د ساتنې په نامه یوه شورا (شورای نګهبان قانون اساسي)) او بله د نظام د تشخیص شورا (مجمع تشخيص مصلحت نظام)م شته دی. د ولسمشرۍ نوماندان د دې شوراګانو له خوا غورچاڼ کېږي.

په اوسنیو ټولټاکنو کې لسګونه کسانو ځانونه نوماند کړي وو. خو د ايران د اساسي قانون د ساتنې شورا يواځې د ګوتو په شمار کسانو ته اجازه ورکړه چې ولس ورته رایې ورکړي. دا شورا هغه کسانو ته د نوماندۍ اجازه ورکوي چې د ايران اسلامي انقلاب ته یې ژمن ګڼي او پوهېږي چې د انقلاب مخالف نه دي. دا شورا ښځو او له امامي اثنا عشري شیعه وګړو پرته بل چا ته د نوماندۍ حق نه ورکوي.

د ايران د اتومي تګلارې، سياسې تګلارې، او په هېواد کې د بېلابېلو بدلونونو راوستلو واک ټول د هېواد د ستر لارښود سره دی. د ولسمشر واک تر اقتصادي تګلارې او د کورنیو چارو تګلارو  پورې محدود دی. په بهرنیو چارو کې ډېر کم واک لري.

په کورنیو او بهرنیو چارو کې د ايران د ولسمشر واک بيا د ځينو نورو شورا ګانو سره شریک دی. د نمونې په توګه د متخصصينو شورا (مجلس خبرګان رهبري)  د اساسي قانون د ساتنې شورا(شورای نګهبان قانون اساسي) همدا راز د ملي امنيت ستره شورا او د نظام د تشخیص شورا (مجمع تشخيص مصلحت نظام) هم یو شمېر واکونه لري چې د ولسمشر واک محدودوي.

په پای کې ويلی شو چې د ايران ولسمشر مخکې له دې چې ولس یې وټاکي د ولي فقيه له څادره څېره راښکاره کوي. لومړی یې باید ولي فقیه او د هغه استازي (د اساسي قانون د ساتنې شورا) وټاکي او بيا یې باید ولس وټاکي.

ولي فقیه په شيعه عقیده کې د راتلونکي مهدي اخر زمان استازی دی. همدا استازيتوب ولي فقيه ته مطلق واک او آن  الهي استازيتوب ته ورته واک ورکوي. د ايران د اساسي قانون د لومړي فصل پنځم بند وايي ((د زمانې د ولي* د غیاب په وخت کې  امامت او د کارونو ولايت د  عادل ، پرهېزګاره، مدير [چلونکی]، مدبر، او د خپل وخت پوه فقیه په غاړه دی.))

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* د زمانې ولي په امامي اثنا عشریه شیعه عقيده کې دولسم امام دی. مهدي نومېږي او ورک شوی دی. دوی عقيده لري چې دا دولسم امام (مهدي) به یو وخت راښکاره کېږي او د دوی مشري به کوي.