لیونتوب
03.05.2012 00:57ليونتوب
هسی ځان غلطول دي،که کړي زيارڅوک
اغيارهيڅوخت اړوی نه شي ،په يارڅوک
هسې ځانته هوښيار وائي،هوښيارنه دي
چې باورکړي ،داغيارو په ګفتار څوک
يارپه دواړولاسو،خپل رقيب ته سپاري
چې رقيب ورليږي يارته ،خپل ريبارڅوک
بل څه نه دي پخپل لاس،دځان وژل دي
چې دښمن ته ورکوي، دځان اختيار څوک
سرترپايه ليونتوب دی،بي عقلي ده
له بوکاڼې که دګل کړي،انتظارڅوک
خپل منزل ته رسيدئ نه شي قيامه
چې غوليږي دپرديو،په شعارڅوک
والدورف/جرمنی
01.05.2012