د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختره

الحاج الهام الدين قيام 07.08.2013 19:22

دزړه له کومې دکوچني نيکمرغه اخترمبارکي ټولومسلمانوته اوپه خاصه توګه غيورواوباتوروافغانانوته وړاندې کوم٠

اختره!
دادې څه انصاف دی،دخوښئ په ورځ خفګان راوړې
مونږته خوښي نه راوړې اختره،وير پریمان راوړی

مونږدرته شېبې شېبې شميرو،چې بيا اخترراځي
راشې خوهرکورته مودغم نوی داستان راوې

مونږ درنه اختره!دخوښيوانتظارکوو
ته اوس دخوښيوپه ځای ويرپه ارمغان راوړې

دلته اوس اختره!کونډې،بورې په پلتنودي
هرې بورې مورته،دشهيدځوی مات ارمان راوړې

کونډه دشهيدميړه ،شهيدارمان ته وژاړي
نه خوښيږي تاته،په ژړاټول يتيمان راوړې

ته خوڅه زمونږپه څېرپه زړه زخمي زخمي نه ېې
ته ولې اختره،ونږته دردراوړې، فغان راوړې

کوړپه کوراختره،ټول زخمي زړونه سم وګوره
هېرنکړې چې بل ځل دې زخمونوته درمان راوړې

بل ځل که رتلې اختره،تش لاس دلته مه راځه
مونږته به دځان سره،دسولې اطمنان راوړې

هله به دې ژه قيام،ريښتينئ اختروبولم
ته چې دخوښيوزيرئ کورته دافغان راوړې