دنارنج ګله
06.04.2012 23:09تاچې له ازله ځان ته سپين ،دسولې رنګ واخيست
بغض اونفرت زړه کې،ستادښمن ذليل بې ننګ واخيست
ستادباغ حريم ته ئې،دجنګ داورلمبې راوړې
ستاغمخورمالياردنارنج ګله،درنه جنګ واخيست
سرو،سپينواوتورو،وارپه وار ،په چور راودانګل
چارانه په يو نوم،چا په بل نوم،خپل قلنګ واخيست
مونږته ددوستئ په نامه راغلل،دښمنان زمونږ
واک رانه پرديو،په ټګيو اونيرنګ واخيست
څوک دتروريزم،څوک ددين په پلمه مونږ وژني
چاهم رانه ژبه،چاکلتور او چا فرهنګ واخيست
ستادبڼ چوپړته به مونږ واړه،په اتڼ در ځو
ائ دنارنج ګله!که دسولې ږغ ،غورځنګ واخيست
زه قيام به هله سيل ته درشم ،دنارنج ګله
ستادماليارغچ مو،که بچيانوله پرنګ واخيست
والدورف/جرمني
04.04.2012