د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عينک د مسو کان استخراج په ١٣٩٢ کې پيلېږي

پژواك خبري اژانس 02.01.2012 17:37

 کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): په ١٣٩٢ کال کې به د عينک د مسو کان استخراج پيل او په ١٣٩٥کال کې به افغانستان د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت د مسو صادرات ولري.  دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړې.

د عينک د مسو کان  د استخراج او اکتشاف پروژه په ١٣٨٧ کال کې د ازاد رقابت له لارې د (ام سي سي) په نوم يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوې ده. د مسو دغه کان، چې په لوګر کې موقعيت لري او ١٢ ميليونه ټنه مس په کې اټکل شوى، په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه شمېرل کېږي او ټاکل شوې ده، چې ياده شوې کمپنۍ په دې کان کې ٢،٨ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان د کانونو وزير وايي، چې يادې شوې کمپنۍ تر اوسه د مسو کان د دې پروژې پر بنسټيزو چارو شاوخوا ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې او اکتشافي کارونه يې بشپړ کړي دي.  د سرچينې د څرګندونو له مخې، په ١٣٩٢ کال کې به د دې کان د مسو استخراج پيل شي؛ خو په ١٣٩٣ کال کې به دغه مس په هېواد کې تر پروسس وروسته سوداګرۍ ته چمتو شي. د ده په وينا، لومړى به د دې کان د مسو د توليد کچه ټيټه وي؛ خو په  ١٣٩٥ کال به يې د توليد کچه وروستي حد (٢٥٠زره ټنو) ته ورسېږي او ورسره به افغانستان وکولاى شي، چې د خپلې اړتيا د پوره کېدو تر څنګ د يو ميليارد ډالرو په ارزښت مس صادر کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال په نړيوال بازار کې د يو ټن خالصو مسو بيه په منځني ډول ٨زره امريکايي ډالره ده.

د افغانستان د مرکزي احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ١٣٨٩ کال کې د ٣٨٨ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات  لرل، چې ډېرى يې غالۍ او مېوه ده. د شهراني د څرګندونو له مخې، افغانستان به په کال کې د عينکو د مسو کان له توليد څخه تر ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالره عوايد ولري.

د هغه په وينا، له دې پروژې څخه به د افغانستان حکومت دوه ډوله عايد ترلاسه کوي، چې يو يې د پروژې له ګټې څخه ٢٠ سلنه ماليه او بل يې له توليداتو څخه د حکومت ځانګړى حق الامتياز دى. هغه زياته کړه: ((په دې پروژه کې د افغان حکومت حق الامتياز د بدلون وړ دى؛ که چېرې په نړيوال بازار کې د يو پاو مسو بيه يو ډالر وي، د افغانستان حق په کې ٣ سلنه دى؛ که چېرې ٢ ډالره وي، د افغانستان حق ٨ سلنه دى او که چېرې د يو پاو مسو بيه ٣ ډالره وي، د افغانستان حق الامتياز به ١٩،٥ سلنه وي.))

 ده وويل چې له دې پروژې سره به د يادو شويو عوايدو ترڅنګ، د هېواد ترانسپورتي سکټور هم  پياوړى شي. د هغه د څرګندونو له مخې، د دې پروژې توليدات به په لومړي سر کې د موټرو له لارې او بيا به د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ولېږدول شي، چې د دې لپاره بنسټيزو کارونو ته اړتيا ده.

 د شهراني په وينا، په همدې موخه (ام سي سي) شرکت اړ دى چې اړينې اسانتياوې برابرې کړي. د ده په وينا، دغه شرکت له کابل څخه تر تورخم بندر او له کابل څخه تر باميان او بيا تر حيرتان بندر پورې د اوسپنې پټلۍ تخنيکي څېړنې پېل کړې دي. د هغه په خبره، د عينکو د مسو پروژې چارې له تړون سره سمې پر مخ ځي؛ خو کار يې په سيمه کې د شته چاودېدونکي توکو له منځه وړو او هلته د لرغونو اثارو شتون ټکنى کړى دى.

 د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روان کال د تلې مياشتې د معلوماتو له مخې، د عينک د مسو کان په اړوند سيمه کې له ١٣٨٨ کال راهېسې ١٨٤ لرغوني اثار ترلاسه شوي او دا لړۍ روانه ده.  د سرچينې  په وينا، په دې اثارو کې له تيږې جوړې شوې مجسمې، خټين لوښي، مرۍ، د مجسمو ټوټې او د سرو زرو سکې شاملې دي.

د کانونو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د (هرات شيدا) او د (سرپل بلخاب) په نوم دوه نور د مسو کانونه هم شتون لري. د شهراني په وينا، لومړنيو څېړنو ښودلې چې د سرپل د بلخاب د مسو کان د عينک د مسو له کان څخه څو برابره ستر دى.

 يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.