د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پژواك خبري اژانس

21.01.2012 00:00    |   پژواك خبري اژانس ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره خبرې بايد په افغانستان کې ترسره شي

د ملي ايتلاف مشر وويل : " افغانان نه ددولت او نه هم د بهرنيو ځواکونو په دريځ کې روښانتيا ويني او د امريکا د ولسمشر مرستيال په ښکاره اعلان وکړ، چې موږ له طالبانو سره دښمني نه لرو، نو چې دښمني نه لرئ، نو جګړه د څه لپاره؟ " د ډاکټرعبدالله په وينا، ددولت له وسلوالو مخالفينو سره هر ډول خبرې بايد د افغانستان دننه ترسره شي او نړيواله ټولنه کولى شي په دې برخه کې لاره هواره کړي او کوم کسان چې د خبرو لپاره راځي، دهغوى د امنيت لپاره زمينه برابره کړي. هغه ټينګار وکړ: " خبرې بايد په افغانستان کې وشي، نه په قطر او نه په هېڅ بل ځاى کې. " د ملي ايتلاف مشر وويل؛ که چيرې له طالبانو سره په قطر کې خبرې وشي، نو افغانستان خلک به ترې ګوښه پاتې شي او خبرې بايد په افغانستان کې وشي، څو د افغانستان خلک هم په کې ګډون وکړي.

02.01.2012 15:37    |   پژواك خبري اژانس د عينک د مسو کان استخراج په ١٣٩٢ کې پيلېږي

د عينک د مسو کان استخراج په ١٣٩٢ کې پيلېږي

29.08.2010 09:09    |   پژواك خبري اژانس په بلخ کې کرکټ د پراختيا او مينه وال يې د ډېرېدو په حال کې دي

په بلخ ولايت كې هم، د هېواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر له تېرو دوو كلونو راهيسې د كركټ لوبه په يوه عامه لوبه بدله شوې ده. د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۲كلن محمد زېب د سيند پر غاړه په يوه هوار ميدان کې په داسې حال کې، چې پيك داره خولۍ يې پر سر، بېټ يې په لاس او د خپل نوبت په انتظار و، پژواك اژانس ته وويل : ((دوه كاله مخكې دلته هېچا كركټ نه پېژانده؛ خو له کله راهيسې چې ملي لوبډلې اتلولۍ ترلاسه کړي، نو نه يواځې لوبغاړي زيات شوي، بلکې د مينه والو شمېره هم سلګونو ته رسېدلې.))

31.07.2010 18:37    |   پژواك خبري اژانس په پكتيا كې د كركټ سيمه ييزه سيالي پيل شوه

د پكتيا په مركز ګردېز ښار كې د سولې جام تر نامه لاندې د دېرشو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالي پيل شوه. دغه سيالي په پكتيا كې د سحر فرهنګي مركز لخوا په لاره اچول شوې ، چې د مركز او ۱۳ ولسواليو ګڼ شمېر لوبدله په كې برخه لري. د دې ټولنې مشر ګل كريم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سيالۍ له پيل مخكې يې د سولې په نوم درې سپينې كوترې والوځولې.