د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پكتيا كې د كركټ سيمه ييزه سيالي پيل شوه

پژواك خبري اژانس 31.07.2010 21:37

ګردېز - داوود تپان - Jul 28, 2010 - 18:58

د زمري ۶مه،۱۳۸۹ پژواك خبري اژانس

د پكتيا په مركز ګردېز  ښار كې د سولې جام تر نامه  لاندې د دېرشو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالي  پيل شوه.

دغه سيالي  په  پكتيا كې د سحر فرهنګي مركز لخوا په لاره اچول  شوې ، چې د مركز او ۱۳ ولسواليو ګڼ  شمېر لوبدله  په كې برخه لري.

د دې  ټولنې مشر ګل كريم  پژواك  خبري اژانس  ته  وويل، چې د سيالۍ له  پيل مخكې يې د سولې  په  نوم درې سپينې كوترې  والوځولې.

نوموړي وويل، چې د سيالۍ موخه يې  په هېواد كې د سولې غږ  پورته كول دي ، تر څو د سپورټ له لارې خپل غږ كورنيو او بهرنيو چارواكيو ته ورسوي.

په  پكتيا كې د كركټ د کرکټ بورډ استازي  حضرت  ولي  پژواك  ته وويل، چې د لوبو لپاره ځانګړى او مناسب ميدان نلري.

نوموړي وويل، په ګردېز ښار كې د امريكا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د لوبو يو ميدان منظور شوى، خو ولايتي اداره  ورسره د ځمكې  په  برابرولو كې مرسته  نه كوي.

 د يادونې وړه ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې  په نورستان ولايت كې د دولسو ولسواليو ترمنځ دكركټ سيالۍ ترسره شوې.