دزړه دربار
28.12.2011 20:23راپه خولابه مې خپل يارشي،که خدای وکړي
بيابه ځما دخوښـئ وارشي،کـه خـدای وکـړي
دراتـګ لاريـي په غـــبرګـــو ســترګــــو څــارم
راښـکـاره به په دې لارشـي، که خـدای وکړي
ددوزخ په څــېر ژونـــد ســخــت دانـتـظــاردئ
وخــت بـه تـېر دانـتـظـارشي،که خدای وکـړي
چـه يار نـشته شپه او ورځ په مـا تـورتـــــم دی
داتورتم به روڼ سهار شي ،کــه خـدای وکـړي
مرور يار کـه خـدای بـيـرته په لاس راووســت
ټول ژونون به مې بهار شي ،که خـدای وکړي
بـيا به کــور ته ،دخـوښـيـو کــــــــاروان راشـي
دغمو به کـــډې بـار شـي، کــه خــدای وکــړي
کــه قـــــيـام تـه يـي دزړه شـهـزادګـــئ راغـــلـه
دزړه کـور به يي دربار شي ،کـه خـدای وکړي
والدورف /جر مني