د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بی انصافي

الحاج الهام الدين قيام 17.10.2011 01:06

واړه خوندور شيان،ملا دخدای نعمت بولې
هرچاته دخدای ورکړه،ته پريکړه دقسمت بولې

څوک دژوندهرڅه لري،څوک وږي تږي ساه ورکړي
دومره دژوند لوی توپير،ملادخدای حکمت بولې

ته دې خپل قسمت ملا،جومات ته وروستلۍ ئې
هلته په جومات کې اوسيدل،دځان عزت بولې

زه هم دادی خپل قسمت راوستئ ،ميخانې ته يم
دادقسمت کاردی ملا ،ولې ئې غلط بولې؟

خدای دی انصاف درکړي،ملا ته بې انصافي کوې
ځما قسمت ګناه بولې، خو خپل دې عبادت بولې

زه قيام په خپل قسمت قانع يم،ګيله نلرم
ته په قناعت ملا،ما ولې ملا مت بولې ؟

علانيه/ترکيه
27.09.2011