د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني دولت د ستر نښان د وركولو خبرتيا

عزیز سرشار 03.10.2011 16:07

د راتلونكې جمعې په ورځ، د اكتوبر په ۷ نېټه د جرمني د Rotenburg په ښار كې د جرمني د جمهور رئيس د استازي له خوا ډاكټر اكرم ملكزي ته د هغه بې ساري خدمت په وجه چې د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ د ليكلو له لارې يې افغان او جرمن ولس ته كړى دى، يو پرتمين محفل جوړيږي چې ورته ګڼشمېر ډاكټران، سيمه ايز سياستمداران او نور كسان وربلل شوي دي. د دې لپاره چې په تالار كې ټول ګډون كوونكي ځاى شي نو په دې وياړغونډه كې تش بلل شوي كسان برخه اخيستى شي. هغه مينه وال چې بيا هم غواړي چې په دې پرتمينه غونډه كې ګډون وكړي نو د لاندې ليكل شوي برېښناليك سره دې اړيكې ونيسي چې د امكان په صورت كې ورته بلنه واستول شي:
wir-nordhessen-rp@gmx.de
 
بله اونۍ به د دې وياړغونډې رپوټ د انځورونو سره تاسو ته وړاندې شي.