د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتنو دیووالی د ورځی دغونډی بلنه

عزیز سرشار 17.11.2011 23:55

درنو هیوادوالو!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party -PSDP د پښـتـنـو د یووالی ورځ د ۱۲/۱۱/ ۱۹۹۳ نیټی راهیسی هر کال په بیلابیلو بڼو او بیلابیلو ځایونو کی نمانځی.
سږکال ( ۲۰۱۱ ع کال) ئی هم دډسمبر د  میاشتی په لسمه  نیټه دجرمني  د لیورکوزن په ښار کی  د يوی درني غونډی  د جوړیدلو تابیا کړی ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندپدی وسیله له ټولودرنو  هیوادوالو او د نظر خاوندانوڅخه هیله کوی چی پدی اړینه او تاریخي غونډه کی له مونږ سره ګډون وکړئ،اود پښتنود یووالی ورځ لا ښکلی او درنه کړئ
په درنښت.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

د غونډی ځای
Forum  Volkshochschule
Am  Büchelter Hof 9
51373 Leverkusen
Germany

نیټه  او وخت 10 Dezember 2011  :د ډسمبر لسمه نیټه دخالی (شنبی) ورځ د ماښام پنځه بجي(17:00 Uhr)
E-Mail: psdp@gmx.net  -   pashtoonkhwa@gmail.com