د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمنی کی د کنړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه

عزیز سرشار 22.05.2013 23:05

د روان کال د مۍ د میاشتی په ۱۸ نیټه د المان د کولن په ښار کی د کنړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی په کوربه توب د کنړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه، چی د المان سربیره پکی د نورو اروپایی هیوادو څخه په لسګونو شاعرانو او په سلګونو مینه والو او هیوادوالو ګډون کړی و.
مشاعره د ماښام په اوو بجو پیل شوه، چی د دغه ټولنی د کار د ډلی غړي ښاغلی شیرولی شیر یی د سټیج او ویاندویی چاری پر مخ بیولی، نوموړی له هیواده بهر دغسی ادبی مشاعری او غونډی د ډیرو ارزښتونو سره سره د خپلی ژبی د ساتنی او پالنی لپاره ګټوری وبللی.
په پیل کی ښاغلی عابد الله صافی د سپیڅلی قرآن تلاوت ته راوبلل شو، ورپسی د ټولنی د کار د ډلی په استازیتوب ښاغلی سید رحیم خان یوسفی پرانیستونکی وینا وکړه، نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کی له هیواده بهر د خپلی ژبی او کلتور د ساتلو په هکله ګټوری خبری وکړی او په ګران هیواد یی د ګاونډیو له خوا د هر ډول یرغلونو غندنه وکړه او افغانان یی یووالی ته راوبلل. ورپسی ښاغلی فریدالله صافی یوه په زړه پوری ادبی او هنری لیکنه واوروله، له دی وروسته ښاغلی محمد رحیم یوسفی (د کنړ سیند وایی) تر سرلیک لاندی خپله هر اړخیزه مقاله ولوستله. د رارسیدلو پیغامونو د ډلی څخه د ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی اتل سالارزی د کنړ د فرهنګیانو او د کنړغږ د مجلی او د ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی نصیر ستوری د خاص کنړ د ادبی ټولنی، د ستوری د مجلی او د پیژندل شوی ژورنالسیت ښاغلی یوسف هیواددوست پیغامونه ولوستل.
له دغی برخی وروسته ښاغلی شیرولی شیر مشاعری ته له پراګ څخه راغلی اغلی ډاکتری فریدی هوډ سیفی ته بلنه ورکړه تر څو د مشاعری د ویاندویی چاری پر مخ یوسی. اغلی هوډ د مشاعری په پیل کی دروند استاد ښاغلی هدایت الله وطنیار ته بلنه ورکړه، ښاغلی وطنیار د کنړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی او د دغی مشاعری د سمبالوونکو څخه مننه او د دوی د نور چوپړ او بریاوو هیله یی وکړه او خپل یو ښکلی شعر یی وړاندی کړ.
په مشاعره کی د پښتو ژبی او هیواد درنو، نامتو او منلو شاعرانو اغلیو او ښاغلیو نبیله وفا، سهیلا حسرت نظیمی، اسیه محرابی، هاجره حرکت، مروه رووفی ، عبدالمالک بیکسیار، انجنیر ودیر صافی، حاجی امین باوری مختار لونګ شینواری، نذیر احمد نذیر، جلال امر خیل، فضل الربی رستم، هیواد شیرزاد، ولایت خان ځدران، هلمند شیرزاد، مبارز صافی، محمد آجان یار، عبدالوهاب سرتیر، عثمان خان، آرین بهار، خپلواک وطنیار، الحاج الهام الدین قیام، حمید احساس، اسدالله زمری، میرنواز روهین، یاسین امانت، عزت الله وزیروال، انور نیکزۍ، مطیع الله رووفی، خالد صافی، ذبیرسالارزی، او کاکا جان وطندوست خپل شعرونه، بریالی ویاړ د ښاغلی اجمل اند شعر، ښاغلی ځلمی قاضی خیل د حامد الوتاند شعر، چی مشاعری ته یی رالیږلی وو، واورول چی د ګډونوالو په تودو چک چکو او ولولو بدرګه شول.
د مشاعری وروستۍ برخه موسیقۍ ته ځانګړی شوی وه چی د هیواد خوږ ژبو او منل شوو سندرغاړو اغلی هما افغان مینی، اغلی اسیه محرابی او ښاغلیو هر یو ایازی صیب، فرهاد دولتزی، غرزی متین، فیض الله امیری او یاد سندرغاړی ښاغلی کبیر امیری خپلی خوږی او په زړه پوری سندری واورولی چی د برخه والو د ډیر خوښۍ سبب وګرځیدی، د یادولو وړ بولو چی دغه برخه د ځوانانو له خوا د ملی اتڼ په اجرا کولو نوره هم ښکلی او رنګینه شوه چی د شپی تر دوو بجو پوری یی دوام وکړ. په پای کی درنو شاعرانو او سندرغاړو ته د یو شمیر مشرانو او د کنړ د ځوانانو د کلتوری ټولنی د کار د ډلی له خوا د ګلو ګیډی ډالۍ شوی.
د مشاعری د انځورونو لپاره لاندی لینک و ټوکۍ:
https://plus.google.com/photos/100089614731224050142/albums/5880844410052873889?banner=pwa
په درناوی