د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دابه څه اختر وي؟

الحاج الهام الدين قيام 28.08.2011 23:24

دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي
يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي

ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي
لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي

ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي
سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي

تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي
شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي

نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي
پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي

خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي
پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي

هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي
ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي

نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟
داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي

غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه
داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي

والدورف/جرمنی