مه راځه اختره
22.08.2011 19:07مه راځه اختره ستاراتلو ته موتلوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته
هرسړی په ويراخته دی،تاته ېې درپام نه دی
ستاراتګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنشته
بيا هم که راځې اختره! تش لاس دلته مه راځه
دابه دچا نه منې چې دلته،جنګسالار نشته
هېرنکړې اختره ! که راځې دسولې خير راوړه
مونږدسولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشته
راوړه هغه څه اختره کو م چې دلته نشته نور
دلته عدالت نشته، قانون نشته، سرکارنشته
مونږته که ته سوله،عدالت اوقانون نه راوړې
نيغ ورځه غټانو ته ،ولس کې دې بيا يارنشته
واوره دقيام اختره ! دامطلب به ياد ساتې
مه راځه يوازې، د يوازې راتګ لار نشته
والدورف/جرمني