د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مور

الحاج الهام الدين قيام 17.06.2011 17:21

دچا مور ،دچاميرمن ده،دچا خورده
دچاخواښي،دچانياده،دچا ترورده

دهرچاسره رشتې ته ېې بيل نوم دی
دچاښکينه ياورينداره،دچالورده

خوترټولو ښائېسته دمينې ډک نوم
په نومونوکې ډيرښکلی نوم دمور ده

انسانان دخدای، اشرف المخلوقات دي
خوانسان ته دشرف منبع شعور ده

انسان وروسته له خلقته شعور اخلي
داغاز نقطه دمور د غيږې ،کور ده

دمور غيږه دژوند هغه مدرسه ده
چه هرچا پکې موندلی دژوند لورده

ددنياکړه وړه دمور له غيږې کيږي
دمور غيږه کې پروت دومره قوي زورده

دمور غيږه سرچينه د مدنيت ده
دئ دمور له غيږې هرې خواته خپورده

که ېې سل وارې مکې ته په شايوسي
دمورحق پدې ادا ندی، لا پور ده

هرانسان ته ېې ،دمور دعا په کار دي
چا چې مور ته بد کتلي مخ ېي تور ده

په هرچا دخپلې مور خدمت لازم دی
چې دخپلې مور خدمت،خيرالامور ده

زه قيام دمور په پښو کې جنت وينم
نو دمور خدمت مې تل دژوند دستور ده

والدورف/جرمني