د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپرلۍ نه دی

الحاج الهام الدين قيام 21.03.2011 00:44

ساړه ولاړو،هواښه شوه،وخت بهاردئ
ونې شنې شوې،غوټۍ ګل شوې،جوړسينګاردئ
خوپه خوارولس ،سپرلۍ راغلئ نه دئ
دلته جنګ دئ،دلته مرګ دئ،دلته ډاردئ

سپرلۍ هغه دی چه زړونه پکې خوښ شي
دخفګان نه ډک ،سرونه پکې خوښ شي
دولس مړې ارزوګانې،راژوندئ شي
غمځپلي ولسونه پکې خوښ شي
چه ېې ډکه له خوښيو زولۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي دی،سپرلۍ نه ده

په مونږ شپه او ورځ،بمونه راوريږي
له اسمانه سره تندرونه را وريږي
لکه مونږبه پکې وسوزي سپرلۍهم
دباران په ځای ،اورونه راوريږي
دلته چا دخوښۍ مخ ليدلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده

دلته جنګ دئ،په وطن موسوراوربل دئ
اوس نو خوښه دسپرلي،اختيار ېې خپل دئ
که راځې سوله دې هم ،ځان سره راوړي
که يوازې راغۍ ،بيا ېې نو ازل دئ
دقيام پيغام ،يو څوک سپرلي ته وروړئ
چه هيڅوک له دې ځای روغ وتلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده