د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجګړوپلرونه

الحاج الهام الدين قيام 16.02.2011 18:41

مشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستل
خپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستل

مونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړو
تا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستل

مونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړو
دې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستل

تا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړه
تاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستل

نه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کوي
تاسو دملت کورته سوچه ليونيان راوستل

لایی شوراجوړه نه ده،عدل و انصاف نه مني
تاسو ولسي جرګې ټول زورواکان راوستل

واوره دقيام مشره،خپل ځان دې په غم واړوو
ځان ته دې پخپله دلستوڼي ماران راوستل