د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کرزي خلاصون نه شته

مجيب 21.07.2010 11:41

PER KRISTIAN HAUGEN,
AFTENPOSTEN NORGE(NORWAY)
20.01.2010
ژباړه: مجیب


له کرزي نه خلاصون نه شته!

له ۷۰ نه ډیر ملکونه:

په کابل کي د افغانستان په هکله د بین المللي کنفرانس د پرانستلو پر وخت له ۷۰ نه ډیر ملکونه حاضر دي. دې غونډې ته د ارزښت له پلوه په ۲۰۰۱ کي د طالبانو د رژیم د راپرزولو نه راهیسي د مهمترینې غونډې په سترګه کتل کیږي او دا هسي کومه لافه هم نه ده.

تقریباْ نه کال تېر شوي دي خو افغانان اوس هم د ورځني ژوند د لږ څه آسانیدو له هیلو سره جام ناست دي. بریښنا، رڼې اوبه، کار، لاري او ښوونځي اوس هم د ډېرو لپاره یو ناشونۍ خوب دی.

د پلانونو کمی کله هم نه وو. په ۲۰۰۱ کي د افغانانو یوازي 6 سلمې بریښنا ته لاسرسۍ درلود. د امریکایی خبري رسنۍ د راپور سره سم د هغوی ددې لاسرسي کچه اوس هم له 10 سلمې نه زیاته شوي نه ده. دا له وارد مخه مطرح شویو لرلیدنو نه ژور توپیر لري. که دې خوبونو ته د حقیقت جامه ورپه تن شوي وای، په ۲۰۱۰ کي به د ښاریې مېشتو 65 سلمې او د کلي مېشتو 25 سلمې بریښنا درلوده.

نا امنه ژوند:

اوس نوي وعدې کېږي خو هغوی ته د شک په سترګه کتل کیږي. د ملک په ډیرو برخو کي مرستندوېه موسسې له داسي ستونزو سره مخ کیږي چي اوږدمحاله طرحي ورته ناشوني کوي. په ډېرۍ منطقو کي واک کله د یو کله د بل لاس کي وي. دا څه نادره خبره نه ده چي بین المللي قوتونه او د افغان دولت سرتېري د ورځې واکمن وي. د شپې بېا طالبان او د هغوی متحدین مسلطیږي.

د افغاني چارواکو نا اغېزمنتوب او ډېرۍ وخت بشپړه غیرحاضري د بیثباتي د لاغښتلي کېدو سبب ګرځي.دا هغه څه دي چي خلکو د کورنۍ جګړې او بیا د نظامي مداخلو په دې لس کلنه دوره کي ځانونه ورسره اعیار کړي دي. کله چي د یو دولت واکمنۍ اتوریته ونه لري خلک اړوزي چي د بېلابېلو وسلوالو ډلګیو منځ کي د ګزارې لاري چاري ولټوي. د دا ډول شراېطو د شتون په حال کي د ودې او پرمختیا په هکله غږیده بیمعنا دي.

د کابل د کنفرانس شاته پرته مسله هغه بحران دی چي دسیستم کمزوري راښیی. ډېرۍ مملکتونه په دې اند دي چي دوی سره هم پېسې شته او او هم پروژې خو د عمل په ډګر کي د دې پلانونو د پلي کولو د شونتیا کمۍ محسوسیږي. په راوروستو کي آسانه شوي ده متوجه شو چي د افغانستان ستونزو ته مو په کمه سترګه کتلي دي. دا دخواشیني ځای دی چي د زده کړې دې پروسې لږ څه زیات وخت ونیوۍ.

یو مرکزي ټکی به په دې کنفرانس کي دا وي چي څنګه کېدای شي چي افغاني چارواکي دي نور هم اغیزمن کړای شي. رېښتینی پرمختګ نه شي کیدای که داسي وي چي په اصطلاح متخصصین او په اصطلاح بهتر پوه خلک به له بهر نه راځي، تصمیم به نیسی چي څه به څنګه کیږي او بیا هر څه خپلې مخې ته پریږدي.

دا اړینه ده چي افغانان په ځان کي د پروژو د ملکیت اخیستو استعداد ته انکشاف ورکړي. وده یوازي هغه وخت شوني ده چي متوازنه وي. دې پرمختګ ته د رسیدو په لارو چارو کي د کابل حکومت او دونران بېل بېل برداشتونه لري. د ولسمشر کرزي غوښتنه دا ده چي د مرستندوېه پیسو لازیاته برخه دي د ده د حکومت له لارې ولګول شي. دې غوښتنې ته بهرنیان کمه لېوالتیا ښېې ځکه د فساد د لازیاتېدو نه په وېره کي دي. دا ګوتنیونه به په ځای وي خوبله چاره څه ده؟

پېسې ېعني قدرت:

د کرزي د مرستندوېه پېسو د لازیات کنترول د هیلو شاته سېاسي دلایل پراته دي. یو مهم دلیل دا دی چي د ده رژیم د خپل پاېښت د مبارزې لپاره تیارېاني نیسي. په راوروسته کي به له هغه کسانو سره ،چي دې ته هڅیږي چي له طالبانو سره رابطه وشلوي، د واک د وېشلو م‌ذاکرې پېل شي. په داسي حالاتو کي د اقتصادي جذبونکو وسیلو شتون ګټور تمامېږي.

یوه بله موضوع بیا دا ده چي کرزي عملاٌ یو څه کارپوه خلک خپل حکومت ته ورپرې ایښي دي. دا تکنوکراتان هم د ځان د وړتېا د ښودنې لپاره باید یو څه په لاس کي ولري. په دې ډول د موازنې ساتل ،د کرزي د واک د پلي کولو خپله خاصه ځانګړتېا ده.

دی د منطقوي جنګسالارانو او خپلو بهرنیو حامیانو تر منځ په یوه متشنجه منځلیکه کي لار ووباسي. دی دې ته اړ دی چي مختلفي دلچسپیوي په پام کي ولري خو داسي نه چي هر څه دي یو اړخ ته ورکړي. دا چندان خوشآینده لوبه نه ده خو د هر څه له څېړلو نه دا را جوتېږي چي د کابل کنفرانس به د همدې تروې مڼي څکه کوي او کرزی به د ده له واقعیتونو سره مني.