د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناروې میشتو افغانانو ته یوه خبرتیا

مجيب 30.12.2009 08:54

ناروی میشتو افغانانو ته !
قدرمنو خویندو او وروڼو .
لکه څنګه چی به تاسو هم له مخکی نه خبر یاست، د اسلو مرکزي کتابتون د پښتو څانګه له ډیرې مودې نه را پدېخوا پرانیستل شوی ده او د کتاب مینه والو ته ګڼ شمېر پښتو کتابونه په بیلو بیلو برخو کی وړاندی کوی.
په پور وړل شويو کتابو ته یو ځغلنده نظر دا روښانه کړي ده چی د پښتو ادب مینه وال او خاصتا میندي او پلرونه په پښتو څانګه کی د ماشومانو د څانګې له شتون نه ناخبره پاتي دي. ځکه می اړینه وبلله چي دا خبرتیا خپره کړم او زه ډیر هیله مند یم چی افغانی رسنۍ به دا خبرتیا د یوې معینې مودی لپاره د اړینو خبرونو په ټولګه کی پریږدی.
عزیزانو: ماشومان زمونږ او ستاسو د روښانه سبا تضمینونکی مخکښان دی. ددې لپاره چی ددوی په کرکتر کی مو په ځان د اعتبار احساس غښتلی کړی وي، دوی هر یوته مو د یو خپلواک شخصیت د درلودلو احساس وړرکړی وی او همدارنګه په دوی کی مو د ملی هویت شتون غښتلتی کړۍ وي، اړینه ده چی دوی د خپل وطن له ادبیاتو سره اشنا شی. دا کار باید له ماشومتوب نه پیل شی. ټولو وروستیو څیړنو دا په وار وار په ګوته کړی ده چی دا کار په هغه وخت کی لاګټور تمامیږی چی له دوی سره د ماشومانه نکلونو د لوستلو لړۍ له یونیم کلني نه پیل شی. دا کار به ددې سبب وګرځی چی ددوی غوږونه به له ماشومتوب نه د خپلی ژبې سره آشنا شی او د خپلې ژبې زده کړه به په وږده مزل کی د بلې هرې ژبې د زده کړې لپاره یوه ډیره مهمه مرستندویه وسیله وګرزی. د اسلو په مرکزی کتابتون کی دا کتابونه د ماشومانو په څانګه کی چی د کتابتون په لومړی پوړ کی ښي لاس ته موقعیت لری ترلاسه کیداۍ شي. هیره دی نه وی چی هغه افغانان چی له اسلو نه بهر د ناروې په نورو ښارونو کی ژوند کوی همدی او نورو پښتو کتابونوته په ورته ډول لاسرسۍ لرلۍ شی، دا کار د خپل منطقوی کتابتون څخه د یادشویو کتابونو د ریزفکولو او راغوښتلو په مټ شوونۍ دۍ. ځکه نو وخت مه ضایع کوۍ او همدا اوس لاس په کار شۍ!
Besøksadresse:
Deichmanske bibliotek
Arne Garborgs plass 4
N-0179 OSLO
http://www.deichmanske-bibliotek.oslo.kommune.no/toppmeny/kontakt/article16297-5365.html
په لاندی پته د همدې کتابونو د لست له مخی په کتابتون کی دماشومانو د علاقې وړ کتابونو د شتون یا نه شتون درک معلومولۍ شۍ.
http://www.deich.folkebibl.no/cgi-bin/websok-dfb?mode=vt&ccl=(ff%3dl+og+bn%3dj+og+sp%3dpus)&st=ccl
دا هم د پښتو څانګې پاڼه ده له کومی نه چی تاسو د پاتی پښتو کتابونو او حتی فلمونو لست پیدا کولۍ شۍ.
http://dfb.deichman.no/index.php?option=com_content&view=category&id=22&layout=blog&Itemid=25
د دې څانګې مسول کس یوه ایرانۍ میرمن ده چی ګیتی ناسووری یی نوم دۍ. دلازیاتو معلوماتو د لاسته راوړنې لپاره کولای شۍ چی له لاندی پاڼې نه کار واخلۍ:
http://dfb.deichman.no/index.php?option=com_contact&view=category&catid=63&Itemid=134
که غواړۍ چی پښتو څانګې ته کتابونو هدیه کړۍ او حتی پرې وپی لورۍ یا په پاس انترنتی پاڼه کی د یادشویو کسانو سره تماس ونیسۍ او یا هم زما سره په لاندی بریښنا لیک تماس ونیسۍ.
gnation@online.no
خپله لاسه ګله لاسه ! د کرزی، سفارت، کوم بل مشر یا ټولنې په تمه مه کینۍ. مسولیئت فردی دۍ، هر څوک دی خپل مسولیئت د خدای تعالی، ځان، ماشومانو او خپلې ژبې په مقابل کی ترسره کړی. که څوک علاقه ولری چی په ګډه او یا په یوازی سر د کتابتون لپاره یعنی د خپلو پښتنو لپاره پښتو کتابونه، پښتو فلمونه او دیته ورته څه واخلی او ورته راویغواړی خو خبر نه وی چی لاچا نه یی وپیری، زما سره دی زما د یادشوی بریښنالیک له لاری تماس ونیسی.