د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کتابتون د پښتو څانګې د بډاېېنې لپاره د مرستې غوښتنه

مجيب 25.04.2010 19:37

د اسلو د مرکزي کتابتون د پښتو څانګه د پښتو ادب د مینه واالو پر مخ پرانیستي ده. افغانان کولای شۍ چي په اونۍ کي شپږ ورځي د دې کتابتون له مرکزي څانګې نه مخامخ او له منطقوي څانګو نه د ریزرف کولو له لارې پښتوبیلابیل کتابونه ترلاسه کړی. افغانان همدارنګه د انترنت په مټ هم کولای شۍ چي خپل د مینې وړ کتابونه ځان ته ریزرف کړی. د افغانانو د علاقې ښودنه د دې څانګې د پراخیدو او بډایتوب سبب ګرځېدای شي. د اسلو مرکزي کتابتون د پښتو ادب مینه والو ته دپاڼې په لاندينی برخه کي پر لیکه شوي کتابونه تیار کړي. دې توکو ته نه یوازي اسلو میشتي افغانان بلکه د ناروې د نورو برخو افغانان هم د خپلو منطقوي کتابتونونو نه د ریزرف کولو له لیاري لاس رسی لرلی شي. اوس اوس د همدې څانګې لپاره نویو چاپ شویوپښتو کتابونو، پښتو هنري او مستند فلمونو، پښتو دوبله شوي کارتوني فلمونو،پښتو سریالونو، تلویزیوني ډرامو او د پښتنو سندرغاړو د سندرو اوریجینل سي ډی وو ته اړتیا لري. د یاد ولو وړ ده چي د هر کتاب څلور ۴ ټوکه او د هر اوریجیینل سي ډي یا ډي وي ډي درۍ کاپيوي په کار دي. دا هر څه به په بیه اخیستل کیژي. ځکه نو د خپلې ژبې د بډاېېنې لپاره لاس پر کار شی او د نویو توکو په راپیداکولو کي مونږ ته د مرستې لاس راکړۍ. هغه څه چي په کار ده چي. په همدې تړاو ېې په یاد ولری هغه دیاوشیو توکو د کیفیت لوړوالی دی، ځکه دا توکي له کتابتون نه په پور وړل کیژي او هغوی چي دا توکي په پور وړي او بیا ېې بېرته کتابتون ورستنوي وړ وړ کسان دي، یعني ټول هم احتیاط کاره خلک نه دي او بل دا چي دا توکي باید داوږدمحال لپاره د کار ورکولو وړتیا ولري. نوله همدې کبله هم د یادوشویو توکود کیفیت لوړوالی مهم دی. زه د خپلې اصلي وظیفې تر څنګ د اسلو له کتابتون سره هم دهمدې کتابتون د پښتو څانګې د بډایینې لپاره همکاري کوم. زه د یادو شویو توکو د چمتو کولو مسولیت پر غاړه لرم، یعني د عنوانونو نارویجي ژبې ته ژباړل، د منځپانګې په هکله په نارویجي ژبه سریزې ته ورته معلومات چمتو کول، د توکوپه راپیدا کولو کي مرسته او ورسره ورسره د یادو شویو توکو راجسترول. زما سره هم کولای شی چي زما د بریښنا لیک له لیارې تماس ونیسی.
زما د بریښنا لیک پته ده: gnation@online.no

زه د اوریجینل سي ډي وو او ډي ويډي وو د لاس ته راوړلو لپاره د سندرغاړو د تیلیفون شمیرو او بریښنا لیکونو ته اړتیا لرم. همدارنګه د پښتو مستندو فلمونو، هنري فلمونو، تلویزیوني ډرامواو یا هم د دوبله شویو کارتوني فلمونو د لاسته راوړنې لپاره د خپرونکي ادارې یا په اړونده تلویزیوني شبکه کي د مسول کس د تیلیفون شمیرې او بریښنا لیک ته اړتیا لرم.

د هغه سندرغاړو اوریجینل سي ډیان چي زمونږ پکار دي هغه دا دي:

فرهاد دریا، شفیق مرید، رحیم شاه
، هارون پاچاه، لطیف ننګرهارۍ ، غزاله جاوید، نغمه، نازیه اقبال، ناشناس، استاد اولمیر، طاهر او صدیق شباب پښتو غورچاڼ، سردار علي ټکر ، همایون خان، فضا فیاض، عرفان خان، خالد مالک، استاد خیال محمد، خیبر بیټس، ماه جبینه، ماسټر حیدر علي، نجیب حقپرست، پیر محمد او ګلاب کټوازۍ، داوود حنیف، د اتڼ سندرې، بریالی صمدي، ایمان اوداس، عطش کندهارۍ، افغاني ریپ، افغاني نغمې، رباب، عبدالله مقرۍ، انور خیال، اشرف ګلزار، خالد خان، سرفراز، شکیلا ناز، رفیق شینوارۍ، شبنم، هما کندهارۍ، سیما ناز، زمان زهیر، بهرام جان، جاوید فضا، آرین خان، ‌ذیب خان، حشمت سحر، قندي کوچۍ، جنس خان، مسئرت خان، میرویس نجرابي، مسعود اختر، زیږ افریدۍ، سنګر او داسي نور. په یاد ولري چي کتابتون یوازي د لوړ کیفیت اوریجینل سي ډیان اخلي او بس
http://www.benawa.com/details.php?id=34890
http://www.tolafghan.com/posts/16451
http://www.tolafghan.com/posts/17689
دا هم د کتابتون د ګڼ ژبیزو ادبیاتو د څانګې د انترنتي پاڼې پته:
http://dfb.deichman.no/index.php?option=com_content&view=category&id=22&layout=blog&Itemid=25
د مسول کس نوم ګیتي نسوري دی چي ایرانيالاصله ده. د هغې د تیلیفون شمیره او بریښنالیک هم د همدې پاڼې له ښۍ څنډې نه موندلی شۍ. چي دا دی:
د ناروې کود ۰۰۴۷ ده.
۲۳۴۳۲۹۵۷
giti.nassouri@kul.oslo.kommune.no
ښه به وي چي کتابونه کتابتون ته مخامخ واستول شي او ورسره به د توکو اصلي نرخ جمع د استولو مصرف مساوی ټولیز نرخ همد یو بیل ته ورته لستپاڼې په شکل ولیکۍ او همدارنګه هغه بانکي حسابي کومې ته چي تاسو غواړی چي د را استول شویو توکو پیسې یا معاوضه درواستول شي هغه به هم راته ولیکی. د کتابتون پته دا ده:
Deichmanske bibliotek
Det flerspråklige bibliotek
Arne Garborgs plass 4
N-0179 OSLO

Postadresse:
Postboks 1453, Vika, 0116 Oslo
Tlf.: 23 43 29 15
Fax: 22 20 72 14
e-post: innfjern@deichman.no
Avdelingsleder:
Kirsten Leth Nielsen

Telefon/fax, Hovedbibliotek:
Telefon: (+47) 23 43 29 00
Faks: (+47) 22 11 33 89



د ا هم د لویانو په څانګه کي د شته پښتو کتابونو نوملړ:


1. پښتو لنډي ګټوري کيسې
2. د غزلونو ماښام
3. د ګلونو امیل ۱،۲،۳،۴
4. د ملا نصرالدین ټوکي
5. د نړی په زړه پوري معلومات سمع الله نوري۱،۲
6. د ناوي بنګړي، نړیوال داستانونه
7. د سروزرو ونه او د ملا نصرالدین نوري کیسې
8. د خیبر اتل، ایمل خان مومند
9. قران شریف دری بیل بیل ټوکونه
10. میوند د افغانستان د تاریخ څلی
11. مینه او ډوډی
12. ملا نصرالدین خوږې او خوندوري ټوکي
13. نری نری باران دی
14. نازک یادونه
15. يښتو متلونه
16. پښتو پښتو تشریحي قاموس ۱، ۲،۳، ۴:
17. پښتو قاموس ۱، ۲
18. طنزونه، د نړی له ګوټ ګوټ څخه
19. د زده کونکي ادب، عبدالقیوم
20. د افغانستان محلي خواړه
21. د خاطر کلیات، خاطر افریدی
22. وېې پېژنه ، ویخوره ، تاج الدین عاجز
23. افغانان په استرالیا کي، حمیدالله امین
24. بنګړیواله، وږمه
25. پاڼه ورژېده، ربي انصاري
26. دلته غرونه نه دي هسک، زرین انځور
27. مور، زوی او سرکاري اسونه، نظري
28. پښتو انګلیسي ، انګلیسي پښتو قاموس
29. لرغونپیژندنه په افغانستان کي
30. نغوتي او نغوري، پښتو دوه یزي.، لطیف جان بابی
31. د خوب نړی ، ځدزان ببرکزی
32. بابري نظام،ظهرالدین محمد بابر
33. ادبي ملغلري، ، س م بهار
34. تښتیدلی خوب د لنډو کېسو ټولګه، بریالی باجوړي
35. پښتنې قبیلې او خیلونه ، حسن ګل بانډه وال
36. ارمانونه پرهارونه
37. نکل، اکبر باري
38. موزیم پوهنه او په افغانستان کي د موزیمونو د ودې لوړي ژوري
39. په اسلام کي د مور او پلار حقوق
40. د ویاړنو لړی، سپین غر احمدزی
41. د کوډو سرنوشت
42. مرغلره،جان ستینبیک
43. اړین معلومات
44. د غریب زوی او جادوګر
45. د غزلونو ماښام ، ګل شا ه خان تره خیل
46. خوږې کیسې، وږمه همت
47. د غازی داستان ، نسیم حجازي
48. د لرغونې شاعري ګړني (محاورې)
49. احمد شاهي شهنامه، علامه عبدالشکور رشاد
50. ماته شپېلۍ، محمد صدیق پسرلۍ
51. پاڼي د لونګو، نظیف تکل
52. کیمیاګر، پاولو کویلو
53. تورکالي لوچکان
54. دوهمه سقاوه، سمسور افغان
55. لټون، د غني خان کلیات
56. د پښتنو د ټولنیز تاریخ مبادئ
57. شکمن ترهګر ووژل شو، کیسې او خاطرې، مختار لونګ
58. ویښ زلمیان ، د افغانستان یو سیاسي تحریک
59. میرویس نېکه ، عبدالروف بینوا
60. ښه نو تمدن همدې ته وایی ؟
61. لوړي او ژوري په غزل کي، ستر جنرال ګل زرک ځدراڼ
62. د عبدالحمید مومند کلیات
63. ترخه حقایق، وکیل سراج الدین منګل
64. د پنجرې مرغی
65. تاته کیسه په نثر که نوم د نظم ورکړم، نجیبه سارا بییاباني
66. د سرکاتب کوڅه ، محمد آصف ننګ
67. ریښتیا خبرې، انورالحق
68. د سید جمال الدین د ژوند لنډ تاریخ، سید جمال الدین افغان او پښتون وو.
69. زه د چا لور نه یم،عنایت الله
70. سلګۍ په لویدیځ کي، حفیظ الله طراب
71. د اپینو لار، استاد عبدالغفور بریښنا
72. د کونړ تاترې
73. د هیواد لرغوني ښارونه او د تاریخ پاڼي
74. افغانستان د تاریخ په رڼا کي، احمد علي کهزاد
75. زندان خوړلي ادیبان
76. د مینې وروستۍ انځور
77. شاهین، نسیم حجازي
78. د عبدالرحمن بابا دیوان
79. د نۍ کوڅه ، محمد صدیق پسرلی
80. د افغانستان کلک پوستي میوې، چارمغز، بادام، پسته او جلغوزه، سکندر حسیني
81. شپیلۍ، عبدالباري جهاني
82. ارمغان خوشحال
83. د حورې طالب جان، بسمل
84. ناروېجي پښتو قاموس ، بییباني وروڼه
85. سیاست مصالحه ملي و شخصیت داکتر نجیب الله
86. ستومانه تېښته ، عارفه عمر لور
87. پاس سپوږمۍ ده، لاندي ته ېې. علم ګل سحر
88. د بینوا شعري کلیات
89. د ملنګ جان خوږې نغمې
90. ویره، ډاکتر کبیر ستوری
91. د متلونو کیسې، علم ګل سحر
92. برګه چرګه
93. د بری راز(ټولنیزه ارواه پوهنه)
94. علي خان پېاوړۍ، سر محقق علي محمد منګل
95. د پاریال خوبونه، علم ګل سحر
96. د بنګي غاړه، سعدالدین شپون
97. اداره
98. اجتماعې نظریات
99. د ټولنپوهنې له نظره په افغانستان کي د واک جوړښتونه. روستار ترکۍ
100. د پښتنو ځني کلتوري رواېات
101. تنبیه الغافلین (پښتو)
102. وو نه وو یو شپون وو.، سعدالدین شپون
103. مطمین ژوند، محمد دعوتیار
104. د خریداري هیت، د طنزونو ټولګه
105. د افغان ملي تاریخ، قدرت الله فرهاد
106. زمونږ نړۍ، فاروق
107. ننۍ لنډۍ، غلجۍ
108. ولسي مرغلري، لنډۍ،متلونه.....
109. ورکه مرغلره، شاهګل ګل زاده
110. د مینې وروستۍ انځور،عبد الهادي حماس
111. د لیک او لوست زده کړه، عبدالوکیل حنیفي
112. بهیر، ضبیح الله حسن
113. د لیکوالي فن، ارباب حیات
114. څراغونه په طوپان کي،پیر حیدري
115. کلیسا او اور، نسم حجازي
116. محمد بن قاسم، نسیم حجازي
117. وروستۍ جګړه، نسیم حجازي
118. وروستۍ مورچل، نسیم حجازي
119. یوسف بن تشفین، نسیم حجازي
120. د پښتو ادبیاتو تاریخ، زلمی هیوادمل
121. افغانستان وطنه، نسیم ابراهیمي
122. ادبیات او د انسان دا ننۍ نړی، کرګر
123. د خلیل الله خلیل دیوان
124. دموکراسي او مدني ټولنه، دستګیر خروټۍ
125. زه ېې خرڅه کړي یم، دستګیر خروټۍ
126. ځه چي ځو جنت ته، الطاف خټک
127. د خوشحال خان خټک کلیات
128. د اوښکو امیل، مختار لونګ
129. د افغانستان یاداشتونه، کریستینا لیمب
130. نه،ته مي هیره نه وې، عبدالغفور لیوال
131. دریم ماښام، سدالله میوند
132. شریک بالاپوش، منان ملګرۍ
133. دیموکراسي په تله کي، محمد مفتئ
134. سپیڅلي پریښتې په دوزخي رول کي،محمد آصف ننګ
135. هو صائب، نه صائب، ننګیار
136. تخنوم دی. دطنزونو ټولګه
137. بهرنۍ خندنۍ ټوکي، محمود نظري
138. ستوري کیسه کوي، امرالله امید
139. بېځالې مارغه، ایمل پسرلی
140. د ښار په ستدیوم کي، کاتب پاڅون
141. راز، عبدالله پیکار
142. د منار خوا ته، عصمت قانعې
143. شیطان په پریوتو کي، سید پرویز قاضي
144. د رحمان بابا کلیات
145. د مشرانو د نصیحت خبرې
146. ولي ځوریږو؟
147. ریښتیا خبري، انورالحق روفي
148. پاکه مینه، روغ لیونۍ
149. پښتو نحو، ګرامر
150. پښتو ګرامر، صدیق الله ریښتین
151. د لستوڼي مار، بروس ریچاردسن
152. د پښتو ادبیاتو تاریخ، روهي
153. کلیوالي سندري، روغ لیونۍ
154. د شپیلۍ ترجمان، رومي
155. په افغانستان کي د قانون جوړونه
156. د اسلام لوی غازیان
157. د وصال په انتظار، ارباب صابر حیات
158. د افغانستان عمومي جغرافیه، لطف الله صافۍ
159. مینه او وسواس، علم ګل سحر
160. مینه او جګړه، علم ګل سحر
161. د طاووس بڼکه، مصطفا صالک
162. ګل دی د رېدي، شفیق اللله شاداب
163. د سمڅو یاران، نظام الدین شایق
164. ژبپوهنه، کبیر ستوری
165. په فلسفه کي تلپاتي پېښي، توماس هینري
166. کژني او انګېرني،طوطاخیل
167. غوره نثرونه، ګل پاچاه الفت
168. لوړ خیالات او ژور فکرونه، ګل پاچاه الفت
169. نښه ، د لنډو کیسو ټولګه
170. د بیزوګانو نکلونه
171. څانګه، محمد اجان یار
172. سره ډولی، محمد اجان یار
173. د پوهنې ملي انقلاب
174. دلته هر ګل د وینو رنګ اخستۍ، عزت الله ځواب
175. پښتو متلونه، محمد الدین ژواک
176. د واده وریجي
177. پښتو پښوئه:غږ پوهنه، اوازپوهنه، مجاور احمد زیار
178. د هیواد لرغوني ښارونه او د تاریخ پاڼي، رازقي نړیوال
179. نشه، د لنډو کیسو ټولګه
180. بابیل د قران په رڼا کي، ګلبدین حکمتیار
181. د افغانستان د تاریخي جغرافېې څرنګوالی، شهسوار سنګروال
182. انګلیسي پښتو لنډي ګټوري کیسې
183. دا مزي غوڅول غواړي
184. اوکه، ستومانه
185. افغانستان او د پامیر شخړه
186. پنځوس میلیونه، عبد الوکیل سوله مل شینوارۍ
187. کنډواله کور
188. جانانه ستا تر دیرې څنګه درشم
189. پریوتي څېرې، د تلویزیوني ډرامو ټولګه
190. ګلالۍ
191. د بري راز، ټولنیزه ارواه پوهنه
192. نا مرئئ ځواک
193. د واورې لمن
194. قیصر او کوثرا، نسیم حجازي
195. پریشاني ولولي، خیال محمد کټوازۍ
196. د پښتني قبیلو شجرې او میني
197. د پښتو د ژبې لاره
198. خواښي انګور، محمد ابراهیم شبنم
199. د یوې دقیقې منیجر
200. د اقتصادي پرمختیا تیوري او پلان جوړونه، محمد بشیر دودیال
201. پښتو لنډی او پښتونواله، مومند بابا
202. د دیموکراسي او جمهوریت دوره
203. په نړی کي اسلامی هیوادونه او مسلمان اقلیتونه
204. ګوهرشاد د تیموریانو په دوره کي ځلانده ستورۍ
205. د آریانا موقعیت او د آریایانو ځني جغرافیایی سیمې
206. د خر مړی، عزیز نسین
207. د سید جمال الدین د ژوند لنډ تاریخ او سیاسي هاند او هڅي
208. سیورۍ، اسحاق ننګیال
209. زمونږ په لرغوني فرهنګ کي د انسان د لویوالي ستائنه
210. زه د ژوند په محازونو وارخطا یم، لیلي شبنم

دا هم د ماشومانو لپاره د شته پښتو کتابو نوملړ. هېره دي نه وي چي کتابتون په دې وروستیو کي یو شمیر نور پښتو کتابونه هم تر لاسه کړي دي، چي ډېر ژر به په لیکه شي. ځکه نو د اوس لپاره زمونږ اصلي اړتیا هغه نوي چاپ شویو کتابونو ته ده چي د تنکیو ځوانانو او د لویانو لپاره چاپ شوي وي.

1. احمد خپلار ژغوري
1. . آموزش الفبا و اعداد پشتو
2. اصلی خبره
3. د سولې کوچني اتل
4. د سیند باد پیښې
5. حق او ناحق
6. میږی او کوتره
7. ريښتيني کيسې، د ګلالیو کوچنیانو لپاره کيسې
8. که سوله وی، الن جان
9. خپل هیواد وپېژنۍ، الن جان
10. ګیدړه او سېرلی، نعمت الله اندړ
11. څنګه ېې ولیکو او څنګه ېې ولولو: په ګرامري اصولو د لیک او لوست لارښود ، حضرت ګل ارچیوال
12. چېرته چي ښونځۍ نشته، بریالۍ با جوړې
13. د ښاپېرو کیسې، طاهر بخارې
14. تمه، د ماشومانو لپاره کيسې، جیلانې کامل
15. د ماشومانو لپاره لوبې سیټ1 .2. ، عبدالرفیع کابلې
16. لوبي او پوهنه، 1. 2. 3. 4. 5. 6. ټوکه، عبدالرفیع کابلي
17. راځۍ چي بيا وخاندو، لایق لایق زاده
18. د چونغر ترانې، سلیمان لایق
19. انسان په نا اشنا جزیره کي،عبد القیوم مشواڼۍ
20. خیر او شر او کوچنيتوب، عبدالقیوم مشواڼۍ
21. د ماشوم نړی 1 او 2 ، نورالحبیب نثار
22. د سرو زرو صندوق 1،2،3،4،5،6
23. د څارنوال هینري قضیه او نوري کيسې. د پولیسي کیسو ټولګه، ایمل پسرلی
24. دولتي موټر¸کاتب پاڅون
25. پندونه او خنډونه، کاتب پاڅون
26. لاسي نجيلۍ، حبیب الله رفیع
27. رنځوره نجیلۍ، حبیب الله رفیع
28. د ماشومانو ګلغنچه، محمد رفیع
29. دوه بازاري ګاونډیان، مساپر
30. مکاره ګيدړه، روبینا شیینواري
31. بېله دونیا، شهزاد شیرین زوی
32. سره چرګه، صدیقي
33. د صابون کیسه، سهیلا
34. د سوی کيسه، سهیلا
35. د زمري او کلیوال کیسه، سهیلا
36. دری غوایان او لیوه، سهیلا
37. هلک او توپک، سهیلا
38. جانداد، سهیلا
39. کوتره او کارغه، سهیلا
40. خزانه، سهیلا
41. نېکمرغي او بد مرغي، سهیلا
42. سپین ږیری او د هغه زامن، سهیلا
43. طلایې کب، سهیلا