د ولسي جرګې بېخونده تال
24.05.2010 16:15
د ولسي جرګې غړي له دوه ورځو راهيسې د جرګې په تالار کې ناست وي او شيبه په شيبه ميزونه ډبوي .
دوى غواړي په دې توګه خپل اعتراض پورته کړي . جرګې د تېرې چهار شنبې په ور ځ د کابينې د پاتې غړو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه .
وکيلان چې پنځه کاله د ولس په خدمت کې ستړي شوي دي ، ګواښ يې وکړ چې که چېرې دغه غوښتنه يې ونه منل شي نو نور به د ولس له خدمت نه لاس واخلي او هيڅ موضوع به د بحث لپاره په اجنډا کې شامله نه کړي.
خو جمهوري رياست د خپل ضد له مخې ، دغه ګواښ ته هيڅ پام ونه کړ .
د ولسي جرګې او جمهوري رياست ترمنځ دغه ضد له درې کاله وړاندې سره ټړاو لري .
دغه ضد هغه وخت راپورته شو ، کله چې دغې جرګې د بهرنيو چاو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا سلب اعتماد کړ خو هغه د جمهوري رياست په ملاتړ نرغوندې خپل وزارت ته دوام ورکړ .
جرګې له هماغه وخته عقده واخسته او زړه يې ډک شو، خو دغه بړاس يې تېر کال د مرغومي په مياشت کې ووت .
په دغه مياشت کې دوه ځلې د ولسمشر له خوا کانديد وزيران جرګې ته د باور رايې لپاره وړاندې شول ، خو جرګې دواړه ځله ښه پرېمانه رد کړل او ايله ١٤ تنه يې ومنل .
جرګې د و زيرانو د رد لپاره دلايل وړاندې کړل او په ډاګه يې کړه چې دا کار يې د ملت د ګټو لپاره کړى دى او يواځې وړ او په کار پوه کسانو ته يې باور رايه ورکړې ده .
همدا لامل و چې جرګې له ټولو زياتې رايې ضرار احمد مقبل ته ورکړې او هغه يې له ټولو پوه ، هوښيار او په ولس مين شخص وباله.
له دې وروسته ارګ هم له عقدې ډک شو ، او دادى د ولسي جرګې له پرله پسې ګواښونو او غوښتنو سره سره بيا هم د کابينې پاتې ١١ غړي نه ور معرفي کوي .
ارګ ددې لپاره دا دلايل وړاندې کوي ، چې د کارپوه ، هوښيارو او وطندوسته شخصيتونو په لټه کې دي او دا کار وخت غواړي . خو پوښتنه داده چې ولسي جرګې ته وړاندې شويو وزيران په همدې تول برابر وو ؟ او ايا په دې وطن کې دومره د استعدادونو وچکالي ده چې په درېيو مياشتو کې ١١ تنه کار پوه خلک نه پېدا کېږي ؟
ولس په تېرو کلونو کې وليدل چې نه ولسي جرګه او نه هم جمهوري رياست د ولس او وطن په غم کې دى .
د ولسي جرګې غړو په خپله موده کې ځانته ښه خدمتونه وکړل ، خپل خپلوان او ګوندي کسان يې په لوړو پوستونو مقرر کړل ، خپل معاشونه يې لوړ کړل ، د کورونو او موټرو څښتنان شول او بيلابيل امتيازونه يې ترلاسه کړل .
دغه شان جمهوري رياست هم په تېرو اتو کلونو کې د ملت په نوم راغلې پيسې يو څو جيبونو ته ورشيوه کړې .
ځمکې غصب شوې ، تاريخي سيمه شېر پور چور شوه ، ځينې په کې داسې سرمايه دار شول چې د تفريح او ويښتانو جوړولو لپاره خارج ته ځي ، هېواد دننه او بهر مارکيټونه او ښکلې ماڼۍ لري ، خو د ځينو بيماران له بې درملۍ مړه کېږي ، خيمو لاندې ژوند کوي او د يوې مړې ډوډې غوښتلو لپاره تر نيمو شپو په لارو او کوڅو کې ناست وي .
د ولسي جرګې او جمهوري رياست ضد به تر ډېره او حتى د ولسي جرګې د نوو غړو تر معرفي کېدو پورې روان وي .
وکيلان به کومه ورځ نور هم دغه بېخونده ، بې سُر او تاله موسيقي ( د ميزونو ډبول ) وغږوي او نور به غلي شي .
بېخونده ورته ځکه وايم چې نه يواځې په اورېدونکيو بلکې خپله په وکيلانو هم ښه نه لګېږي ، وګورئ کله چې دوى د جرګې د مشر محمد يونس قانوني په ډايرکټرۍ دغه موسيقي غږوي ، د ګوتو په شمار کسان ناست وي ، خپله يې اوري او نورې څوکۍ د تل په څېر تشې پرتې وي .
محمد نعمان دوست ، کابل
د غبرګولي ٣يمه