د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت سوله نه غواړي

محمد نعمان دوست 11.10.2010 12:35

د خپل يوه سياسي کارپوه پروسږنه خبره مې نن بيا په ذهن را واوښته ، دغه کارپوه د ولسمشر حامد کرزى د دوهمې دورې د مرستيالانو د ټاکلو په اړه ويلي و چې ، دا کار له مخالفانو سره د جګړې د دوام په مانا دى .

کارپوه ، دغه خبره هغه وخت وکړه کله چې ولسمشرحامد کرزي په دوهمه دوره کې خپل زوړ يار کريم خليلي ځان سره د دوهم مرستيال په توګه بيا وساته او لومړى مرستيال يې مارشال قسيم فهيم غوره کړ.

له دې سره جوخت حامد کرزي د دولت پر وسلوالو مخالفو ډلو ( حزب اسلامي او طالبان ) د سولې غږ وکړ ، خو دا غږ چا وانه وريد.

د سولې لپاره تراوسه شوي غږونه ځکه په مخالفو ډلو کې اورېدونکي نه لري ، چې دغه غږونه په مناسب وخت او شرايطو کې نه کېږي .

مارشال فهيم او کريم خليلي له طالبانو او حزب اسلامي سره زړه دښمني لري ، نو مخالفې ډلې څنګه په داسې يو دولت باور کولى شي چې زاړه دښمنان يې ولسمشر ته تر ټولو نږدې کسان وي ؟

همدا دليل و چې مخالفانو له ماشي ګوتې لرې نه کړې او هماغه شان يې د ټوپکو له شپيليو اور بادېږي .

د سولې لپاره د دولت تازه غږ به هم اورېدونکي ونه لري او په دغه لاره کې شوي او کېدونکي لګښتونه به هم دتېر په څېرعبث لاړ شي او يا به له ولسمشر د راتاوو کسانو جيبونه پرې ډک شي .

دغه تازه غږ د سولې دعالې شورا جوړول دي . دغه شورا چې تېره اونۍ يې د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانسته وشوه نن ( تلې ١٨ مه ) يې مشر وټاکل شو او ورسره سم شورا د جګړه ځپلي ولس تمې او اميدونه له خاورو سره خاورې کړل.
د دغې شورا مشر استاد برهان الدين رباني وټاکل شو. دغه استاد هغه څوک دى چې د واکمني په مهال د انجينر ګلبدين حکمتيار سره چې اوس يې وسلوال پلويان د دولت او بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي ، خونړې جګړې کړي او ټس کې يې ټول کابل په وينو لړل شوى و.

دغه راز رباني صاحب له طالبانو سره هم ښې ډغرې وهلې دي او د دشت ليلي واقعه د همده د پلويانو ظالمانه ياد ګار دى .
طالبان او حزب به دواړه ، ددغه شان شخص تر مشرۍ لاندې په جرګه څنګه باور وکړي ؟ هغوى به څنګه دې ته حاضر شي چې وسله کېږدي ؟
رباني صاحب او له حامد کرزي نه راتاو نور جهادي شخصيتونه د خپل وخت درانه خلک وو ، خو چې خلکو يې د قدرت مزه وڅکله نو مخ يې ترې وګرځو او اوس له مخالفو وسلوالو پرته په عام ولس هم ښې نه لګېږي .

خو دا لومړى ځل نه دى چې دولت د سولې له پروسې سره دغه شان لوبي کوي څو ځلې وړاندې هم دغه لوبه شوې ده .
لومړى لوبه درې کاله وړاندې وشوه .
دا هغه مهال و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن ګډه جرګې لومړى غونډه په اسلا م آباد کې جوړه شوه او د افغان ٢٥ کسيز پلاوي مشري ډاکټرعبدالله عبدالله ته وسپارل شوه .

دوهمه لوبه هغه مهال پيل شوه کله چې ، د روان کال د اسد په مياشت کې د سولې ملي مشورتي جرګه په کابل کې پرانستل شوه او مشر يې استاد برهان الدين رباني وټاکل شو.
او دادى اوس همدغه جناب د سولې دعالي شورا مشر شو .
دولتي لوړ پوړي چارواکي به له دغو لوبو څخه خپل اهداف لري او شايد ترټولو مهم يې هدف يې داوي چې په دغه نوم راغلى پيسې هم په اسانه هضم کړي.
دولت ته په کار ده چې نور په ولس لوبې کول بس کړي ، دا ولس ډېرې قربانۍ ورکړي په هره لويشت يې وينه تويه شوې ده ، نور يې مسخره کول نه دي په کار.