د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترهګر (لنډه كيسه)

محمد نعمان دوست 27.11.2006 03:00

 

چې څنګه چورلکو په کلي وزرونه راټيټ کړل، له زړو برجونو کوترې داسې په  هوا شوې لکه هغوى  چې د سولې له منځه وړلو پسې راغلې وي .

 

شېبه په شېبه لړزونکو غږونو کلى خوځاوه ، الوتکې به لکه وږي بازان په کلي غوټه شوې ، شېبه وروسته به خړ کورونه اوشينکي باغونه لمبو په غيږ کې پټ کړل  او څو ستړې ارواګانې به هواته پورته شوې .  

لږ وروسته چورلکې پناه شوې ، خلک په منډو وو ، يو شور جوړ وو ، تر ديوالونو لاندې بدنونه ښکاريدل لا به ترې خاورې لرې شوې نه وې چې زګيروي به غلي شول .

موږ يو ماشوم چې وچه ډوډۍ يې هماغه شان په وړومنګلو کې ټينګه نيولې وه ، له لوټو راوويست لا مو ورته زنه تړلې نه وه ، چې دوه ځوانان  په منډه انګړ ته راننوتل :

 په يوه خوله يې غږ کړ : هغوى ټول نه شته ...

يو بل ته مو وکتلې، يوه وويل: دوى لکه چې د ګلاب کورنۍ ښيي .

د ګلاب  کره له څو کالونو ځنډ ه وروسته زوى شوى و، د کلي خلک ورته غونډ شوي وو، په منډه يې بې وره انګړ ته چې له خونو يې شنه لوګي پورته کېدل ور غلو .

 ټولې خونې ړنګې وې،  تا به وې چا هديره سپړلې ، ځاى - ځاى هډونه پراته وو ، تر ونې لاندې له غورځېدلې زانګو لوګي پورته کېدل يو تور شى په کې پروت و  .

تر ماښامه مو لوټې واړولې را واړولې خو مکمل جسدونه مو پيدا نه کړل ، د ښځو او نرو د غوښو توپير نه کېده .  

د کلي ملا صيب وويل : د ا شهيدان دي ، کفن او غسل ته ضرورت نه لري ، ټول يوځاى   راټول او ښخ  يې کړئ .

سهار وختي  ټول همدې انګړ ته له قران شريفونو سره راټول شوو ، چې ختم نه خلاص شو يوه سپين ږيري غږ کړ :

 په دې کاپرو اتبار نشته ، راډو چالانه کړى  بيا خوبه بمبار نه کوي .

 له څو لنډو خبرونو وروسته  يوه خبر کې زموږ دکلي نوم  واخيستل شو، ټول  راډيو ته رانږدې شوو .

خبريال له يوه چاسره په همدې اړه خبرې کولې،که څه هم موږ د هغه په خبرو نه پوهېدو ، خو د هغه لنډې لنډې خبرې ترجمه کېدې .

هغه وويل: په دې کور کې يوه ډله ترهګر د جګړې د پلان لپاره راټول شوي وو، زموږ استخباراتي سرچينو کشف کړل او مخکې له دې چې بريد وکړي الوتکو تباه کړل .

 موږ کله يو بل  او کله سوزېدلې ځانګو ته کتلې او راډيو هماغه شان چالانه وه .