د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامن ملي جرګه بايد دامن دښمنانو ته ونه سپارل شي

محمد حسن حقيار 04.02.2010 00:51

افغان ولسمشرحامدكرزي ديكشنبې په ورځ چې دلندن له نړيوال كنفرانس څخه له راستنېدلو وروسته يې په لومړي ځل له ژورنالستانو سره وليدل په همدې ناسته كې اعلان وكړ چې له مخالفينو سره دسولې او تفاهم دجريان دپرمخ وړلولپاره به يو جرګه جوړوي ،نوموړي ددې جرګې دغړيو نومونه او هويت په ډاګه نكړ خو ويې ويل چې دانومونه اواشخاص به ډېرژر اعلان شي.
ښاغلى كرزى دطالبانودمشرملامحمدعمرمجاهداودحزب اسلامي افغانستان له مشر انجنيرګلبدين حكمتيارسره دسولې اوتفاهم لپاره ددې جرګې دجوړېدو اعلان په داسې حال كې كوي چې همدا دوه ورځې وړاندې يې يعنې دپنجشنبې په ورځ چې دسلواغې له اتمې سره سمون خوري د لندن په نړيوال كنفرانس كې هم همدا موضوع رابرسېره كړه او د كنفرانس له ګډونوالويې چې د رسنيو په وينا له اوياوو څخه دډېروهېوادونو،نړيوالومدني ټولنواودملګروملتونو استازيوپكې ګډون كړى وو پر همدې موضوع موافقه او دتائيد نظرونه واخستل.
نړيوالې ټولنې دافغان دولت او بهرنيو ځواكونو له مخالفينو سره دسولې اوجوړ جاړي په اړه تر ډېره حده دولسمشر كرزي ستونزې ،غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او ددې پروسې دتطبيق لپاره يې دبوديجي دبرابرولو ترڅنګ دهراړخيزې مرستې ژمنه وكړه.
له مخالفينو سره دسولې ،جوړجاړي او تفاهم شعار دكرزي له خولې هر وخت اورېدل كېده په ځانګړي ډول هرځل به چې دوسلوالومخالفينو لخوا له كوم فشار سره مخ شو او يابه يې چېرې له ملي اشخاصو ،قومي مشرانو اوسوله خوښوونكيوجرياناتوسره وكتل نو همداشعار به يې په مداوجزر زمزمه كاوه ، خو ددې كار لپاره دنړيوالوموافقه او مرسته غوښتل او دادى اوس ددې پروسې دپرمخيون لپاره دكمېسيون دجوړولو اعلان دا په ډاګه كوي چې داځل دكرزي په خوله كليشه اوتكراري شعار ندى ،بلكې عملاً يې دې نېك كارته ملاتړلې ده .
داچې كرزى دزړه له اخلاصه له مخالفينو سره سوله اودوستي غواړي نو لومړى ځل دى چې يوداسې كارته لاس غځوي چې دملت دقاطع اكثريت غوښتنه ده او له يوې كوچنۍ استثنى پرته ټول ملت يې ترشاه ولاړ دى.
اوس چې ښاغلى كرزى ددې پروسې لپاره جرګه جوړوي نوداښه او اړين كار دى خو داخبره ډېره مهمه ده چې ددې كمېسيون په تركيب كې به څوك وي ،ياپه بله وينادكمېسيون غړي به څوك وي،دكوم فكر ،نظراو ايديولوژۍ خاوندان به وي ،كوم سياسي ماضي اوكوم سياسي حال به لري ،دكوم جريان استازي به وي او .......
موږ چې دښاغلي كرزي ماضي ته ګورو نو هغه پدې ته ورته موضوعګانو كې ډېر محتاط دى ،تل يې افراطي سازش او كاذب مصلحتونه په پام كې نيولي دي او دسولې او تفاهم په څېر ډېر مهم مسائل يې هم سطحي بللي ،كرزى دې ته نه ګوري چې كوم كار څوك ښه كولى شي ، څوك يې ډېر وړاو تر عهدې يې ښه وتلى شي ،بلكې هڅه كوي چې په هركمېسيون او هره چاره كې ((ملي انډول ))په پام كې ونيسي هغه كله كله پنېر په پيشو ساتي دبېلګې په توګه ډاكټرعبدالله هغه جريان ته منسوب سړى دى چې دا دولس كاله له طالبانو اواتلس كاله له حزب اسلامي سره جنګېږي او كلكه دښمني ورسره لري خوښاغلى كرزى دسيمه ييز امن جرګې رياست چې موخه يې له له پاكستان او په ټوله كې له ټولو مخالفينو سره پخلاينه ده ته وسپاره ،آياډبل عبدالله به له دومره دښمنيو او تربګنيو سره رښتيا هم دزړه له اخلاصه له هغو طالبانوسره چې دامريكايانو پنځلس ټنيز بمونه يې هم پردوى كوچني ګڼل ،له هغه حزب اسلامي سره چې پخپلمنځيو جګړوكې يې شپېته زره كابل ښاريان وژل شوي او له هغه پاكستان سره چې هره ورځ يې پرضددسيسې جوړوي ، دطالبانو پر ملاتړ يې تورنوي سوله وغواړي ؟ همدالامل ووچې دسيمه ييز امن جرګې هڅې او لاسته راوړنې سپوتاژشوې.
اوس چې كرزى يوځل بيا له مخالفينو سره دسولې او سياسي حل لپاره كمېسيون جوړوي نوپه كار ده چې يوځل بيا هغه سياسي اشتباه تكرار نكړي داځل بايددكاذب مصلحت او دملي انډول ((طاغوت)) ته سر ټيټ نكړي .اوس حالات ډېر نازك دي ،ښاغلى كرزى بايد پوه شي چې له مخالفينو سره دسولې موضوع چې اوس يوځل بيا توده شوې ده ،نه يواځې دافغانانو لپاره بلكې دټولې نړۍ لپاره برخليك ټاكونكې ده نو داځل بايد ډېر مسؤولانه او له تعمق څخه ډك چلند وكړي او دې جرګې ته داسې اشخاص ورمعرفي كړي چې هغوى واقعاًپه هېوادكې سوله ارامي او امنيت غواړي ،ملي فكراوپرهېوادوالو زړه سوى ولري،دهېچا په وينو يې لاسونه سره نه وي .
ملي شتمني يې چوركړې نه وي ،په ملت كې منفورنه وي ،روښانه سياسي ماضي او حال ولري،سياسي او ملي نفوذ او اعتبار ولري ،ټولو خواووته دمنلو وړ وي ،په جرګو،مركو ،ملي دودونواو رسم او رواج پوه وي ،داستدلال قوت ،دافهام اوتفهيم ځواك پكې وي ،هېڅ ډول مذهبي ،سيمه ييز ،ژبه ييز اوګوندي تعصب ونلري اوشخصيتونه يې جنجالي او متنازع نه وي.
داسې اشخاص كولى شي دافغانستان طوفان اخستې بېړۍ دنجات ساحل ته ورسوي ،له همدوۍ څخه هيله كېږي چې په سوله او جوړ جاړي كې مثبت او رغنده رول ولوبوي.
موږ باور لرو چې په افغانستان كې مېشت ټول قومونه همداسې ملي او منور اشخاص لري كه ښاغلى كرزى خپل فورمول هرو مرو تطبيقوي او ملي انډول ساتي نو بيا دې له ټولو قومونو څخه همداډول اشخاص دې كمېسيون ته وروپېژني.
ښاغلي كرزي په خپله اته كلنه دوره كې په بېلابېلووختونو كې دبېلابېلو مناسبونو په خاطر سلګونه كمېسيونونه ټاكلي خو پايلې يې صفردي ،خداى دې وكړي چې هغه ناروغي دې جرګې ته هم سرايت ونكړي ددې كمېسيون كارونه،پايلې،هڅې ،لاسته راوړنې او وړاندې تګونه هره ورځ دميډياله لارې ولس اونړيوالوته ابلاغ شي اوكه داسې وشي نو ملت به خداى مكړه وروستۍ اسره او هيله هم له لاسه وركړي.
دې ټكي ته هم پام په كار دى چې داكمېسيون بايد دسولې دپروسې لپاره دنړيوالو مرستې په ځاى ولګوي، دا امانت خيانت نكړي او نړيوالو ته دقيقه ،رڼه ،پاكه اومطمئنه حسابي وركړي ،ځكه چې كه نړيوال پوه شي چې كم تركمه دامنيت اوسولې په پروسه كې هم ددوى مرستې په امن كې ندي نو له شك پرته چې دډالروباران به پرې ودروي.