د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ازادۍ مډال د نيواكګر پر ټټر

محمد حسن حقيار 30.10.2006 03:00

كرزى صاحب افرين، ښه نوښت دې وكړ!

محمد حسن حقيار

 

کرزى صاحب افرين، ښه دې وکړل او ډېر په وخت دې وکړل، همدايې شپې او ورځې وې، که اوس دې نه واى ورکړى  نود ناتو قوماندان  جنرال جيمز جونز خو زموږ او ستاسې   په څېر اوزګار نه دى چې هره ورځ دې افغانستان ته راشي او خپل ارزښتناک وخت دې ضايع کړي. ستا خو ورسره مخه ده او خلاصى دې ترې نشته .

  رښتيا! مشاورين دې هم هر يو تر( بيربل) ډېر هوښيار دي او ډېره ښه مشوره يې درکړې ده. همدا لوړ مقام اوهمدا لوړ مډال.

 دناټو تر عمومي قوماندان به لا په نظامي ډګر کې دچا څوکۍ لوړه وي.؟

 هوښاغليه! دافغانستان دخپلواکۍ دګټونکي او اتل غازي اعليحضرت امان الله خان لوړ مډال همده ته ښه مناسب وو، دا بيا  بېله خبره ده چې جنرال جونز دافغانستان دازادۍ دا ګټونکى او دفغانانو دزړونو شهنشها نه پېژانده او کله چې تا غوښتل په کورتۍ يې دامان الله خان مډال وروټومبي  هغه دلسګونو خبريالانو په وړاندې درڅخه وپوښتل چې دا امان الله خان يې لا څوک دى ؟ ښايي هغه به له دې هم ډېر څه غوښتل ،هغه به انګېرلي يي وي چې هسې نه امان الله خان کوم کوچنى څوک وي او تا تېر ويستى نه وي، ځکه هغوى هم اوس تا پېژني چې تېرويستل دې دژوند او سياست مهمه برخه ده،

ښاغلى کرزى صاحب!  ددې مډال دورکړې لپاره خو تر ټولو ښه وخت ځکه همداوو  چې د  جنرال جونز پوځونو په همدې نږدې ورځو کې د کندهار  په پنجوايي کې تر٨٠  او دارزګان  په چوره ولسوالۍ تر٧٠ ډېر هغه بې ګناه خلک ووژل چې په ډېر شوق  يې تاته په دې هيله رايه درکړې وه چې ته به ددوى امنيت تامين کړې او د هوسا ژوند زمينه به ورته برابره کړې،خو ددې پر ځاى چې ته يې په ټپونو   ملهم او پټۍ کېږدې، دشهيدانو  پوښتنې يې وکړې ، دهغوى دوژونکيو  سالار  ته دې مډال ورکړاو داسې تاثر دې ورکړ چې داهر څه مو چې کړي ښه او دستايلو وړ کار مو کړى. يا په بله وينا په غير مستقيم ډول دې دهغوى  وژنه تاييد کړه او وژونکيو ته دې يې دشاباس مډال ورکړ، تا دا هم وويل چې جونز ته دې دا مډال دهغه دښو خدمتونو او امنيت دراوستلو په وياړ ورکړ.

ولې نه! جونز به ولې دستايلو وړ نه وي څومره ښه خدمت يې وکړ ولې دبې ګناه ملکي خلکو دا وژنه ګنې ښه خدمت او دستايلو کار ندى.؟!

 

ولې ټول نړيوال په يوه خوله دا نه مني چې په افغانستان کې امنيت دومره ښه دى چې دمرکزي حکومت واک آن دهېواد په ډېرو لېرو غرو کې هم چلېږي او هغه دچا خبره آن مرغۍ هم دمرکزي حکومت له اجازې پرته الوتلى نه شي!!. داسې هسې پروپاګند دى چې څوک ووايي نور خو پرېږده آن ددولت لوړ رتبه مسئوولين چې باډيګارډان هم ورپسې وي په رڼا ورځ په لويو ښارونو کې ترور کېږي ، ايساف او ناټو دومره ډاډه ګرځي چې پوښتنه يې مه کوئ او که پنځوس مترۍ ته يې هم  شخصي يا ټکسي موټر ورشي نونه يې ولي  !!نو  بيا ولې دناټو خدمتونه تقدير نه شي .

 کرزى صاحب! همدا نن به دې اورېدلي وي چې پاکستان يو برتانوي ته چې په پاکستان کې يې جرمونه ترسره کړي دي داعدام سزا اورولې خو دبرتانيې حکومت دخپل دې تبع په اړه دپاکستان دې پرېکړې دومره وارخطا کړ چې دبرتانيې شهزاده چارلس له خپلې مېرمنې کميلا سره يو ځاى پاکستان ته راغى او دلته به دپاکستان دولسمشر او لومړي وزير سره په دې اړه خبرې وکړي .

او دابه دې هم اورېدلي وي چې دامريکا متحده ايالاتو دليبيا دوه تنه اتباع تورن کړي چې پنځلس کاله وړاندې يې ددې هېواد اړوند  ديوې الوتکې په راغورځولو کې لاس درلود او دليبيا له حکومت څخه يې وغوښتل چې دا دواړه  دمحاکمې لپاره امريکا ته وسپاري خو دليبيا ولسمشر  معمر القذافي ځواب ورکړ چې زموږ ملي غرور دا اجازه نه  راکوي چې دخپل هېواد تبع بل هېواد ته دمحاکمې  لپاره وسپارو.

 ته هرو مرو خبر يې چې امريکا په همدې خبره داپنځلس کاله له ليبيا سره و ډزوله ، ډول ډول  سياسي او اقتصادي تعزيرات يې پرې ولګول خو دقذافي غيرت دا ونه منله چې ليبيايان دې محاکمې لپاره بل هېواد ته وسپاري .

 خو تا دخپل رعيت ديو نيم سل بې ګناه هېوادوالو چې ډېر ه برخه يې ښځې او ماشومان دي وژونکيو ته دهغوى له وژنې يواځې څوورځې وروسته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل.

 

ګرانه ولسمشره!  ته به هم وايي چې دا نا شکره ملت دى دچا احسان پرې نه معلومېږي نو ولې ددوى لپاره له خپلو دوستانو سره انډيوالي خراب کړم .دا سمه ده خو دا هم ورسره زياته کړه چې ښه دى چې ولسمشرخو يې  ناشکره او په اصطلاح احسان فراموشه  نه دى ؟!. ستا به  په ياد وي چې دې  ولس چې نن په لسګونو لسګونو بې ګناه وژل کېږي  دمرګ ګواښونه وزغمل  ، خپلې مېرمنې يې راووېستې چې تا بريالي کړي په  سخته  يخنۍ کې تا ته د رايو درکولو لپاره پلي دټاکنو مرکزونو ته لاړل ، ښه دى  چې اوس يې ته هغوى ته عوض او پاداش په دې ډول ورکوې  ؟!.

جنابه!  که مشاورين دې يې نه در په يادوي دادى زه يې در په يادوم دا ځل يو مډال د متحده ايالاتو  ددفاع وزير رمزفيلډ ته ورکړه  که دلته نه راځي هملته يې وروړه خو ګوره چې دا ځل داوسني ملي اتل!! مډال ورکړې ځکه چې دهمده په مرسته يې ځواکونه يو ځل بيا پردې ولس مسلط شول .

بوش مې ځکه ياد نه کړ چې هغه ښايي ستا له لاسه مډال اخستلو ته زړه ښه نه کړي .

 

(يادونه:  له درنو لوستونكو څخه مو د زړه له تله هيله ده چې د تبصرو په ليكلو كې له سپكو سپورو او ښكنځلو نه ډډه وكړي، او كنه موږ مجبور يو له ليكنې څخه د تبصرې برخه لرې كړو.)