د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اوسپنيز جال كې مات خنجر

محمد حسن حقيار 12.07.2009 19:27

په دې وروستيوكې په هلمندكې مېشتوبهرنيو ځواكونو د طالبانو او دنورو مخالفينو پرضد د خنجرپه نوم عمليات پيل كړيدي ، درسنيو دوينا له مخې ، پدې عملياتوكې نږدې لس زروبهرنيو او شاوخوا شپږ نيم سووكورنيوپوځيانو ،له خپلو ځمكنيو او هوايي قواوو او نظامي تجهيزاتوسره برخه اخستې ده .
كه څه هم داځواكونه وايي چې تر اوسه له كوم جدي غبرګون او د طالبانو له كلك مقاومت سره مخ شوي نه دي ،خو دهلمند توده او سوځوونكې هوا او دوى ته د نه زغم ګرمي له دوى سره مقابله كوي ،همدې ګرمۍ يې دپرمختګ ،سوبې او هلته په ډاډه زړه د پاتې كېدلومخه نيولې ده .
دا چې دوى د مخالفينو له كوم كلك مقاومت سره مخ شوي ندي او يا يې ورته سيمې پريښې دي ،ښايي تريوې كچې رښتياوي خو په ټوله كې هېڅكله داسې نده ، درسنيو دمعلوماتو له مخې ، كه څه هم طالبانوله دوى سره كلك مقاومت ندى كړى خو په هماغه كم مقاومت يې هم ډېرو بهرنيو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې دې ځواكونو هم دوى ته دامرګ ژوبله تائيد كړې ده
او دامريكا ددفاع وزارت دجولاى شپږمه ددوى دپوځيانو لپاره مرګونې ورځ بللې ده .
طالبانو چې دتبليغاتي جګړې په بريا يې آن دښمنان هم قانع دي اعلان وكړ چې دبهرنيانود خنجر دماتولو لپاره يې اوسپنيز جال غوړولى او تراوسه يې پكې ددوى څوتنه عسكر ښكار كړي دي .
داچې طالبانو له خپلو سيمو ظاهري او تكتيكي شاتګ كړى دى نو دابايدهېڅكله د هغوى په ماتې او كمزورۍ تعبير نشي ،ځكه چې دا ټولو ته معلومه ده چې طالبان او نور مخالفين جبهه يي جګړه نكوي .نه دپخوانيو مجاهدينو په څېر سنګرونه او مركزونه لري،نه غواړي چې په كومه ځانګړې سيمه كې يې واړوي،نه يې چېرته دجګړې كرښه جوړه كړېده ،بلكې اوس هغوى چر يكې جګړه اود خرپ او ترپ تكتيك كاروي .
هغوى غواړي چې په افغانستان كې مېشت بهرني او دافغان دولت كورني ځواكونه دسرتېرو بريدونو په تر سره كولو ،دعامولارو او سړكونوپه سر دريموټ كنټرول ماين په ښخولو ،چريكي حملو ،دكمين په نيولو او...سره تر فشار لاندې راولي ،او كه دوى مركزونه ،پوستې اوسنګرونه ولري نو بيا خوپدې بې انډوله جګړه كې د هوايي ځواك او دتوپ او ټانګ پر وړاندې مقاومت كولى نشي ،اوس چې دوى په هلمند كې مقاومت نه كوي ،لامل يې همدا دى ،دوى غواړي چې تكتيكي شاتګ وكړي ،له يوې سيمې ووځي او په بله سيمه كې سر راښكاره كړي ،خپل دښمن اغفال كړي .
ديوې سيمې پرېښودل اوبلې ته ورتلل طالبانو ته هېڅ قېمته نه پرېوځي ،بس چانټې شاته وتړي او په موټرسايكلو سپاره شي .
اوكه طالبان له بهرنيو ځواكونو سره مقاومت وكړي اوكه يې ونكړي دوى هلته دډېروخت لپاره ګوذاره نشي كولى، ځكه دوى چې د غبرګولي او دچنګاښ د لومړيو ورځوګرمۍ دومره وارخطاكړي دي نو دګرمۍ اصلي مياشتې چنګاښ ،زمرى او وږى خولا پاتې دي،له هغې ګرمۍ سره به څه كوي؟ دوى هريو شاوخوا ۳۵ كيلوګرامه بارهم له ځانه سره لېږدوي ،دوى اړدي چې بېرته خپلو مركزونو اوايركنډيشنو ته راوګرځي اوچې كله دوى راوګرځي نو طالبان بېرته په اسانۍ هماغه سيمې نيسي.
دوى نړۍ ته اعلان وكړ چې له افغان ولس سربېره آن دافغانستان اقليم هم دوى نه غواړي او دهلمند دښتې دوى دځمكې پر سر دوزخ شوې او جل پكې ووهل .
بله داده چې طالبانو ته دكومې سيمې نيول اويا دكومې سيمې پرېښودل نه كوم جنګي ارزښت لري اونه يې پرې كوم لګښت راځي ، ځكه وړاندې مووويل چې هغوى دجبهه يي جګړې نيت او اراده نلري خو داډول عمليات دولت او بهرنيوځواكونو ته ډېر درانه او ډېر قيمته پرېوځي. دوى چې كله يوې سيمې ته جګي سوقيات كوي نو ډېر زيات ټانګونه، زغروال ګاډي او نور محاربوي وسائط له ځان سره لېږدوي ،ګڼې الوتكې يې ملتيا كوي داوسائط ډېر روغنيات غواړي ، نور لوژستيكي او ... لګښتونه خو يې پرېږده .
همداراز دا دبهرنيو ځواكونو لپاره سخته ده چې په هر يو او دوه كيلو مترو كې پوستې جوړې كړي ، دسيمې له جغرافيا سره نابلدي بله ستونزه ده . او داسې هم نده لكه افغان دولت چې دعوه كوي چې ګواكې يواځې پنځه ولسوالۍ له طالبانو سره دي ،ځكه كله چې نړيواله ټولنه دعوه كوي چې دنړۍ په سلو كې ۹۳ كوكنارپه افغانستان اوبيا ددې ۹۳ سلنې، ۹۰ سلنه يواځې په هلمند كې كېږي نو معناداچې هلته ددوى دوينا برعكس، طالبان په ډېره سيمه كنترول لري ځكه يواځې دپنځو ولسواليو ځمكه دنړۍ نوي سلنه كوكنار پوره كولى نشي .
داچې بهرنيان هلته د پرمختګونو اوبرياوو دعوې كوي دايواځې دخپلوپوځونو دمورال دلوړولو او خپلو اړوندو هېوادوالو ته دقناعت وركولولپاره دي .
نړيوال شاهد دي چې پدې وروستيو كې په غرب او په ځانګړي ډول په اروپا كې له افغان جګړې سره دعاموخلكو دلچسپي ا و ملاتړ كم شوى دى او ښايي هغه ورځ لېرې نه وي چې داجګړه يواځې امريكايانو ته پاتې شي او اوس چې امريكايان ددومره ملاتړ او دشاوخوا ۴۰ هېوادونو له ملتيا سربېره پدې جګړه كې ناكام دي نوآيا په يواځې ځان به يې وګټي ؟.
د اوږدې جګړې دګټلو لپاره ولسي ملاتړ ډېر مهم دى خو په افغانستان كې مېشتو بهرنيو پوځونو هېڅ داسې څه ندي كړي چې ولس ترې ښه زړه او خوږه خاطره ولري . ددې برعكس دبې ګناه ملكي وګړيو وژل او په سپيو دمېرمنواو كوچنيانو داړل هغه ترخه واقعيتونه دي چې دهرافغان په زړه يې تڼاكې درولي دي .
طالبانوداحساسيت درك كړى دى اوله همدې كبله غواړي چې دامكان ترحده پربهرنيانو ډېر فشارراوړي او ددې لپاره چې داروپايي هېوادونو ولسونه دخپلو اړوندوهېوادونوپر ضد راپاڅوي او له افغانستان څخه يې دخپلوپوځونو وېستلو ته اړباسي نو هڅه كوي چې له هرې ممكنې لارې هره ورځ اروپا ته ددوى دپوځو نو جنازې ولېږي چې پدې وروستيو كې يې همداسې وكړل او په تېره يوه اونۍ كې يې بهرنيانو ته د انساني تلفاتو اته كلن ريكارډ مات كړ .
په هر حال له دې اوږدې مقدمې زموږموخه داده چې دلته له نظامي لارې پر دښمن برى ناشونى دى ،او بيا داسې دښمن چې هغه هېڅ ادرس ونلري اوستا ورته هر څه معلوم وي ،نوكه بهرني او كورني ځواكونه غواړي دلته ستونزې ختمې او مقاومت پاى ومومي نو ښه آسانه او معقوله لار يې داده چې له مخالفينوسره سوله وكړي ،د هغوى معقولې غوښتنې ومني، د هغوى نظريات واوري، روانې ستونزې د تفاهم، خبرو اترو او مذاكرې له لارى حل كړي، هغوى و هڅوي چې ديو قوي مركزي افغان شموله دولت په جوړېدو كې ونډه واخلـي.
افغان حكومت او بهرني ځواكونه بايد هغوى ته دا ذهنيت ورنكړي ،چې له دوى سره يواځې د ټوپك د ميل او دبر چې د څوكې په ژبه غږېدلى شي اوبس ،يا دا چې له هغوى سره تر پايه له جګړې پرته د سولې او خبرو هېڅ اراده نلري او هغوى هم اړشي چې تر وروستۍ شېبې مقاومت وكړي.
زموږ په نظرجګړه دستونزو داساسي حل لاره نه ده ،بلكې جګړه ستونزې اودردونه نور هم ډېروي او بايد دلاس غوټه په خولې خلاصه نشي .
داچې افغان دولت او بهرنيان وايي چې دوى په دې سيمو كې دټولټاكنو لپاره زمينه برابروي نو په دې خو ټوله دنيا خبره ده چې دافغانستان له نيمې ډېره برخه دمخالفينو په و اك كې ده نو ايا دوى به دټاكنولپاره دهيواد له نيمې په ډېره برخه كې دوينو لښتي بهوي ؟ او ايا له دوى سره دا وس شته چې په اتو كالو كې له لاسه وتلې سيمې په يوه نيمه مياشت كې بېرته ونيسي.؟؟
زه خو پدې باور يم چې ټوله نړۍ پدې پوهېږي چې په افغانستان كې دمنصفانه او رڼو ټاكنو لپاره زمينه برابره نده خو دولت او دلته ښكېل هېوادونه به ځانته دخټو پوزې دايښودلو لپاره په هرحال دلته نمايشي ټاكنې كه هرڅومره غير منصفانه او له ولسي ګډون څخه تشې هم وي ترسره كوي نو زموږ مشوره داده چې ټاكنې هسې هم نمايشي او سمبوليكې دي نو ددې سمبوليكي ټاكنو لپاره بايد دومره ويني تويې نشي، داټاكنې دې همداسې سمبوليكي وشي خو ددوامداره حل لپاره دې له ټولو مخالفينو سره خبرې اترې وشي .