د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولت څلورم ځواك هم د بهرنيو په واك كى

عبدالرحمن فرقاني 31.12.2009 13:47

په فرائيدي اسپيشل كي د ناصر عبدالله ليكنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني


د معاصرى بيوكراسي د نظام سره سم يو معاصر او پياوړي بيوكراس دولت په څلورو بنسټونو ولاړ وي , چى يو لدي څلورو بنسټونو څخه په څلورم ځواك باندي په معاصره دولتدارۍ كى شهرت لري , او تحديدا د اطلاعاتو او كلتور وزات دي , دا وزارت د يوه هيواد په هويت ساتلو كى تر ټولو نورو ځواكونو مهم دي په فكري لحاظ د يوى ټولنى سرپرست او لارښود دي كوم لوري ته چى غواړي ټولنه سوق كړي سوقولي يى شي , كوم دود چى د ټولنه د وګړو لپاره غوره ګڼي هغه په ټولنه كى رواجولي شي , د ټولنى د اخلاقي فساد نه نيولي تر ديني , ټولنيز فساد پوري مسوليت پرغاړه لري , خلاصه دا چى د ټولني لارښونه يى اساسي او بنيادي مسوليت دي , په ظاهري شكل خو دا وزارت دومره مهم وزارت نه بريښي خو بهرني يرغلګر د دى وزارت په اهميت دير ښه پوهيږي او شه غور يى ورباندي كړي , ترڅو د نظامي يرغل سره سره كلتوري يرغل هم پلي كړي , او د افغانستان سپيڅلي كلتور په پردي كلتورنو بدرنګه كړي , او د افغانستان كلتوري ډګر د خپلو متاعو آزاد بازار وګرځوي او خپل ناوړه دود او كلچر پكښي وپلوري .
دا خو جوته ده چى د افغانستان كابينه كى بهرني هيوادونه هر يو د خپل قوت او مورال په كچه خپله ونډه غواړي او له همدى ځايه د كابينى په جوړښت كى د ښاغلي جمهور ريس د سياسي تيم په وړاندي ستونزي راولاړي شوي وي , چى څرنګه وكولي شي ټولو دخيلو ډلو او هيوادونو ته خپله ونډه وركړي پداسي حال كى چى يو سالم او با كفايته حكومت رامنځ ته شي , هغه حكومت چى د نړيوالى ټولني په وړاندي د منلو وړ وي او هغه د فساد ناري چى د حكومت په اړوند پورته شوي دي خاموشي كړي , خودكابينى د اعلان سره سم دا هيلى چى ګواكي اداري فساد به له ټولنى پورته شي له خاورو سره برابره شوه , داسي ښكاري چى بهرني يرغلګر ځواكونه او اشغالګر هيوادونه په خپله په افغاني ټولنه كى اداري فساد خپروي اساسي او بنيادي عاملين يى په خپله دوي دي , كه چيري د كابينى كليدي وزارتونه د بهرنيو په غوښتنه د پخوا په څير پرته له كوم بدلون څخه پاتي دي نو هغه اداري فساد چى انګازي يى ټوله نړۍ را ويښه كړي ده څرنگه لمنځه تلي شي چى هماغه په فساد تورن سيستم روان وي , داسي ښكاري چى اداري فساد د افغانانو په ټولنه كى رواجوي تر څو د افغانانو غرور او شهامت مات كړي ايمانونه يى كمزوري كړي .
سربيره په ټولو مصيبتونو چى د افغانستان درديدلى ملت ورسره لاس او ګريوان دي دا مصيبت دير لوي دي چى د افغانانو كلتوري لارښونه داسي چا ته وسپارل شي چى د هندوانو او زرداشتانوپه كلتوري د ستګاه كى روزل شوي وي , روسي استعمار او يهودي پټ غورځنګ د اسلامي هيوادونو داصيل كلتوري هويت دمنځه وړلو لپاره دير داسي منحرف مذهبي شكله حركتونه په لاره واچول ټر څو پدي هكله كار وكړي , د دغو حركتونو تهداب او پيل د هند او ايران له ټولنه څخه و د مثال په توګه په ايران كى د اسلامي هيوادونو د دين د انحراف لپاره د بهايانو تر نامه لاندي يو ديني حركت جوړ شو چى منحرفه عقيده يى د اسلامي ارزښتونو اړوند خپله كړله او په اسلامي هيوداونو كى يى د ترويج لپاره خلك وروزل , او په هند كى هم ګن شمير داسي مذهبي منحرف حركتونه د انګليسي استعمار په مټو جوړ شول تر څو په اسلامي هيوادونو كى د فرصت په مندلو خپل منحرف افكار رواج كړي . په افغانستان كي ټول هغه ټولنيز بنسټونه د ايران تر كلتوري يرغل لاندي له وړندي واقع شوي و , ايران ته دا زمينه چا برابره كړه چى په داسي قوت سره د افغانستان كلچر تر تهديد او گواښ لاندي وساتي ؟ او هغه ټولنيز بنسټونو كي بدلون راولي چي د افغانانو د هويت د ځانگړتيا ضامن دي , كه چيري لوديځ چى په افعانستان كي په ځواكيز توگه شتون لري او د افعانستان د سياسي موسسه په پريكړو كي خورا مهم رول لري په ريښتيا د ايران دښمني په سر كي پاللى نو ايران ته به يى دي دا راز پراخي مداخلي اجازه وركړى وى ؟ , نن په افغانستان كي د مطبوعاتو خورا مهمى موسسي د ايران له فكر سره هم نوا شخصيتونو له خوا اداره كيږي او د ايراني كلچر د نشرولو لپاره منظم پرگرامونه د افغانستان په جنگځپلى ټولنه كي وړاندي كوي , دا د افغانستان د حكومت د څلورم ځواك په اړوند هغه دسيسه ده چى يو ابتدايى پړاو يى رهين په خپله لومړني دوره كى پلي كړ او پاتي برخه يى چى خورا د اهميت وړ ده دا ځل تطبيقوي .
اوس كه يرغلګرو د افغانستان سياسي چاپيريال دټولو دښمنانو په مخ پرانيستى دي , او غواړي د افغانانو كلتور هم هندوانو او ايرانيانو ته وسپاري نو دا به تر ټولو لوي ګواښ وي چى افغاني ټولنه او دولت ورسره مخ دي , اوس كه د افغانستان په كور پارلمان كى د دى كرغيړن پلان مخنيوي ونشو نود افغانستان ټولنه به له ديرو ستونزو سره مخ شي .