د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"دیموکراسۍ د خرو په شا "!!

عبدالرحمن فرقاني 21.09.2010 21:02

په اسلام الیوم کې د یاسر الزعاترة لیکنه .

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني  . 

دا پورتنۍ سرلیک د فرانسوي صحافت وکالت د افغانستان د پارلماني ټاکنو اړوند  په خپل یوه رپوټ کې چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې پیل شول استعمال کړی ، اورپوټ زیاتوی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشیر ولایت  د  دارا په غرنۍ  سیمه کې نهه سوه خره  د رایګیرۍ مرکزونو ته د ټاکنو د صندقونو د لیږدول لپاره استعمال کړی دي .

طبعآ دا د خندا نه ډک انځور دی ، داسې ښکاري چې یوه ځانګړی ډلګۍ جوړه شوې ده ، چې پکې د امریکا ځیني مسؤلین او رئیس کرزي چې د سختو امنیتی تدابیرو په منځ کې پرون سهار د رایګرۍ یو مرکز ته د رایې د ورکولو په حالت کې د تصویر اخیستلو لپاره وتلی ؤ، ګډون لري . یاده دې وي چې د یوه شیبه لپاره هم له خپلو امریکایی محافظینو د حراست څخه ډډه نه شي کولای ،  همدا راز ورسته لدې چې  څو ځله د طالبانوله کمین او حملونه سلامت ووت ، د افغانستان په سیمو کې په آزادانه ډول تګ راتګ نه شي کولای .

واقعت دا دی چې موږ د یوداسې انتخاباتو شاهد یوو چې د افغانستان پرملت پورې دومره اړه نه لري ، په کومه کچه چې د امریکا په داخلي اعتبارتو پوری تړلی دي ، هغه اعتبارات چې هڅه کوي د امریکا داخل ته د افغانستان دسیاسی کشالې اړوند داسې پرمختګ وښیي چې پربنسټ ئې د افغانستان له ګرداب څخه په چټکتیا د ځواکونو د ایستلو جواز ورکړي ، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر نظامی ماهرین ورته وایی : افغانستان به د اوباما ویتنام شي ، او د هغه چا ویتنام به شی چې لده وروسته د ده په تګلاره  د تللو هڅه وکړي ، اوبې شکه چې دا د پنټاګون د جنرالانو تګلاره ده ، هغه جنرالان چې ګڼ شمیر ئې د جمهوري خواهانو له ګوند نه راغلی نه هم د دیموکراتانو نه .

اوباما  د کانګرس څخه د خپلې دورې د نیمایي برخې د تمدید دټاکنو لپاره دافغانستان د پارلماني ټاکنو په څیر ټاکنو ته اړتیا لري ، چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې تر سره کیږي ، پداسې حال کې چې رپوټونه هم په ډاګه کوي په تیرو میاشتو کې د عسکرو تابوتونه امریکا ته راډیر شوی دی ، ، چې کال ۲۰۱۰ د امریکایی جګړه مارنو د مرګ ژوبلې لپاره ترټولو بد کال ګڼل کیږي ، او هغه عایدات چې د اوباما د نوي کتاب څخه حاصلیږی  او اوباما هغه د زخمی شویو جګړه مارانو لپاره ځانګړی کړي نه شي کولای د دې مرګ ژوبلې لړۍ ختمه کړي . بالکل همدا راز توني بلیر هم د بریتانیا پخواني صدراعظم د خپل یو کتاب عایدات یوې داسې مؤسسې ته ځانګړی کړی وو چې د عراق په جګړه کې د زخمی شويو عسکرو تداوی به ئې کوله .

دا ټاکنې هغه شعار دی چې په هیڅ ډول د افغاني وګړي له سوکالۍ سره تړاو نه لري ، تر دې چې د پنجشیر په غرنۍ سیمه د خرو په شا د رایو صندقونه ولیږدول شي ، دا ښه نه ده چې هلته سړک جوړ شي ، لاره اواره شي؟! او دا صندقونه به دهغو خلکو په پوه اوپرمختګ کې څه اغیزه ولري چې په غرونو کې اوسیږي ، اود حیواناتوپه ذریعه ترې  راکوزیږي ، آیا دیموکراسي تر ډوډۍ  غوره ده، که ډوډۍ تر دیموکراسي ؟! .

په ریښتیا چې د خندا نه ډکه ننداره ده  کومه چې پورتني تصویر انځور کړې ده ، او له شک نه وتلی ده ، چې دا ننداره  او انځورپه دې هیواد کې چې تر ظالم یرغل لاندې واقع شو اوپه زرهاوو ځوانان ئې له لاسه ورکړل پرته لدې چې دا قرباني ئې د راتلونکې اړوند په تمه او هیله من کړي ،  د نا اومیدی او کړاوونو انځور دي  .

د دې بیوزله ملت  سره ډیرې وعدې وشوې ، - دعراق حالت هم افغانستان ته ورته له کړاونو ډک حالت دی- لا تر اوسه د فاسدو مجرمینو اوجنایتکارانو چې هرو مرو به په ټاکنو کې برلاسي کیږي تر جبر لاندې ځوریږي ، ځکه چې یوازې دوي مال ، قوت او نفوذ لري ، که نه نو ښاغلی اوباما توقع کولای شي چې یوبې وسه افغان دې ځان ټاکنو ته کاندید کړي ، دا خو پر خپل ځای یږده چې پکې بریالی شي ؟!.   

څرنګه چې تیر پارلمان د جنیتکارانو ، دملشو دوکدارانواو د مخدرو مواد د قاچاقبرانو او د دوی د نمایندګانو ټولنه وه ، دا نوی پارلمان به هم داسې وي ، او د افغانستان ملت به  د کړاوونو او دردونو پرته ترې نه هیڅ ګټه پورته نه کړي ، ځکه چې لدې پارلمان نه لازیات فساد پیدا کیږي .

د دې په مقابل کې امریکا نه شي کولای دا راز ډیر انتخابات تر سره کړي ، سره لدې که د دوی خبریالان دا ووایی : "چې د افغانی انسان شجاعت او میړانه دستاینې وړده ، چې د مرګ دګواښ سره سره د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره راووت "، په داسې حال کې چې ټول پوهیږي چې دا ریښتیا خبره نه ده ، هغه څوک چې د رایې لپاره راوتلي وو ، یا د مال او ثروت لپاره راوتلی وو یا د قبیلوي اړیکو لپاره ، او یا هم د کاندیدانو د ویرې او ډار له کبله را وتلي وو .

طبیعي ده چې د شفافیت اونزاهت کیسه بې ارزښته ده ، په داسې هیواد کې چې د دولت ټول رسمي ارګانونه ئې په فساد ککړ وي د شفافیت اونزاهت څخه خبره نه شي کیدلاي ، په داسې حال کې چې په خپله  امریکایی او اوروپايي دوایرد فساد څخه شکایت لري ، او د کرزي څخه غواړي چې پرضد ئې مبارزه وکړي ، سره لدې چې دی په خپله  د فساد سر دی او د ده سره د مخدرو مواد تجاران او د ملشو مشران چې د ده په حکومت کې ریښې لري ، نه بل څوک  .

که په ریښتیا حالت دومره ښه وی ،څرنګه ئې چې اشغالګر او د دوی افغان لاسپوڅي انځوروی ، نوبه خلک د طالبانو سره نه وی ولاړ ، خو حالت برعکس دی ، یعنی د طالبانو حرکت پرمختګ کوی ترڅو اشغالګر ستومانه او تللو ته اړ کړي .  پرته لدې چې دې ته نطر وشي چې د دې بې وزله او په کړاوونو او کړکیچونو آخته هیواد راتلونکی به د دوی له وتلو ورسته څرنګه وي .