د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو زرغون د نغمو سيند

پير محمد کاروان 16.09.2009 12:31

دکتاب نوم :         يو زرغون د نغمو سيند

ويناوال  :            پير محمد کاروان

خپرندوى :           دانش خپرندويه ټولنه                                                                                                                                             

شمېر                 :1000   ټوکه

چاپ وار :           لومړى

چاپ کال: ۲۰۰9      م / ۱۳۸7 ل

چاپ زيار :           احسان الله درمل

كمپوز                : ذبيح شفق

يو زرغون د نغمو سيند"

 

ښاغلى پير محمد کاروان د خپل شعر د نوې بڼې او جولې له لامله په لره او بره پښتونخوا کې يو داسې نوم او شخصيت دى، چې په شاعرانه عظمت کې يې هېڅوک شک نه لري. دې نوښتګر او هنرمند شاعر د معاصر شعر په وجود کې داسې مهال د نوښت او هنر روح پو کړ، چې شعر هلته او دلته د مقاومت، ډلو ټپلو او ګوندونو د شعارونو په غشيو لګېدلى و او د معاصر شعر مړژواندى وجود يې له مرګه وژغوره. سمه ده، چې په دې مسيحايي کار کې کاروان يواځې نه و، خو د کاروان له زياتې او مهمې ونډې څخه انکار ناممکنه خبره ده.

کاروان معاصر شعر ته د ځانګړيو ترکيبونو په ګاڼه پسوللې يوه بېله ژبه، د نويو، نازکو او عجيبو غريبو خيالونو يو بېل جهان او بالاخره له انسان او طبيعت سره د مينې او عاطفې يو مواج سمندر ورکړل. کره کتونکي که د کاروان د شعر يواځې پر همدې ځانګړتياوو هم ژور فکر وکړي، نو دشعر او هنر په اړه د ښکلا او رازونو ډېرې نوې جذيرې فتح کولى شي.

کاروان  د همدې ځانګړنو له لامله د خپلې لومړۍ شعري ټولګې (له ماښامه تر ماښامه) په زور پر ځان دومره پښتانه لوستونکي راټول کړل، چې هغه مقام ته زياتره شاعران د ډېرو ټولګو تر چاپ وروسته هم نه رسېږي.

کاروان د خپلې دويمې شور پاروونکې ټولګې (چنار خبرې کوي) په چاپ سره د ذوقونو په ولاړ ډنډ کې داسې زوروره ډبره وغورځوله، چې د لوستونکيو کړۍ او موجونه يې تر ليرې، ليرې ورسېدل. بالاخره کله چې هغه د ښاپېرۍ ورغوى (درېيمه ټولګه) پرانست، نو د هنر او تخيل د پرتمين غره پر يوه داسې لوړه څوکه ودرېد، چې مقام ته يې د ډېرو له سرونو دستارونه لوېږي.

د کاروان شعر د خپل تلپاتې جوهر او جاذبې له لامله په پرله پسې ډول د لوستونکيو د راجذبولو او پيدا کولو دنده ترسره کړې ده (او ترسره کوي يې). موږ د خپل خپرنيز مزل په اوږدو کې د کاروان د شعري ټولګو د بيا بيا چاپېدا او په هر وار په ډېر شمېر کې د چاپيدا شاهدان يو، خو بيا هم د يوې يا بلې ټولګې د زر پلور له لامله کله کله په دې نه يو توانېدلي، چې ځينو لوستونکيو ته د کاروان درې واړه ټولګې په يوځاى ورکړو.

ځکه نو دانش خپرندويې ټولنې وپتېيله، چې د کاروان چاپ شوې شاعري د کاروان د بې شمېره عقيدمندانو په غوښتنه او د لوستونکيو د اسانۍ لپاره په يوځاى او جلا جلا ډول له نويو چاپي او تخنيکي ځانګړنو سره چاپ کړي. په دې چاپ کې د ټولو کتابونو پروف په دقيق ډول له سره وکتل شو او نيمګړتياوې يې تر ممکنه بريده پوره شوې.

دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې د کاروان له خيال او هنره ډکه مستانه شاعري دا ځل په لا نوې بڼه او ډيزاين خپروي.

واخلئ!، دا هم "يو زرغون د نغمو سيند". هيله ده چې د ذوقونو له لمنو د داغونو د پاکېدو لامل شي.

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه