د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد استاد شريف بهاند ،د مرګ د خبر په اورېدو

پير محمد کاروان 19.07.2011 11:32

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ارواښاد استاد شريف بهاند
د مرګ د خبر په اورېدو

همځولی يار د چا مړ مه کې = همځولی يار د زړګې ولې پرې کوينه


ورور دورورۍ تر څنګ لږو ډېر همځولی هم وي . د مرګ درد يې تر سلو همځولو هم ور اخوا دی . کله چې په راډيو کې به مې د قمرګلې دا سندره اورېده : ما بې وروره مه کې . بې اختياره به مې دې سندريزې دعا ته آمين ويل . مرګی که حق هم دی خو ژونديو عزيزانو ته تريخ دی . د ورور مرګ کشر ، مشر تر ولسمشر ټول ژړوي . کرزي صاحب د خپل ورور په مرګ پر خپل زړه باندې د صبر پښه اېښې وه چې د خپلې ولسمشرۍ جلال وساتي ، خو کله يې چې په لحد کې دخپل ورور ټنډه ښکلوله نو د ورورۍ د مينې درد خپل کار وکړ دې ته يې ونه کتل چې زه د ولسمشر پر خوله چيغه ، په ستوني کې سلګۍ او په سترګو کې اوښکې راولم .
دا وطن لکه يو وجود په رګونو او تارونو اوبدل شوی دی . که له يو تار نه د خوښۍ شرنګی پورته کيږي په يو نه يو ډول دخوښۍ د شرنګي خوږلنۍ موږ ټولو ته رسيږي . ځکه موږ ټول ددې وجود يوه برخه يو .خو که د مرګي مطرب پر دې تارونو ليندۍ کېږدي بيا نو دا ليندۍ لکه تېره چاړه زموږ پر زړونو را تېريږي .هغه ورځ مې په خبرونو کې د ولسمشر يو ه خبره واورېده چې د خپل ورور د مرګ په ورځ يې د خپل مېلمه د فرانسې جمهور رئيس ته کړې وه .هغه جمله دا وه :
_ ( له خپل مېلمه بښنه غواړم چې ما ده ته موسکا ونه کړای شوه )
په دې يوه جمله کې زموږ د وطن يو لوی درد نغښتی وو . داسې درد چې وړل يې د لويو لويو تراژيدي منظومو ملاوې ماتوي . مرګی زموږ د وطن دروازې ټکوي ، دلته ، هلته ، بهر په مهاجرت کې ، تر شنه آسمان لاندې د ځمکې پر سر هر چېرې د افغانانو ژوند په اوښکو وينو لوند دی . دا چې په هر نوم مري ،دا چې هره ټاپه پې لګيږي درد يې د افغانو کورنيو پر ټغر او پوزي مېلمه دی . څه يې په تورو ټوپکو ، توغنديو ، د الوتکو په بمونو مري او څه يې همدې غمونو په زړونو دومره نري کړي چې له کړاوه يې ددوی د زړونو او دماغونو
حساس تارونه پرې کيږي . همدا پرون مې واورېدل چې استاد شريف بهاند له دنيا لاړو . اه چې څه د غم خبر ؤ . ما وويل چې دا خو لا روغ جوړ وو دوه درې کاله وړاندې زموږ دفتر ته راغلی ؤ ، څه ښه مفکوره يې وه . د فکر او پيام مقالې به يې ليکلې . چا راته وويل : بس خبره په دې ځای کې ده چې څوک په سره توره مري ، او څوک د وژل شويو وطنوالو له غمه . پسې زياته يې کړه ، استاد شريف د کمپيوتر تر شا ناست د مقالې په ليکلو بوخت وو چې ناڅاپه يې د زړه له دريدو سره د کمپيوتر پر تڼيو ګوتې هم ودرېدې . الله دې يې جنتونه په نصيب کړي . د ارواښاد غمجنې کورنۍ ، دوستانو په تېره استاد لطيف بهاند ته د مينې د پروردګار له درباره جميل صبر غواړم .
د رحمت پرښتې ته راولې ربه
دې وطن دې لويې مور ته خطر پېښ دی