د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته هم موږ مرو، هلته هم موږ مرو

سمندر 26.08.2009 10:34

تر ټاکنو څو ورځې وړاندنۍ خبره ده، موږ په خپل دفتر کې ناست و، چې يو کس بهرنی پوځي ساتونکی له دوو افغان ژباړونکيو سره راننوت، د دفتر په انګړکې يې اوتر اوتر يوې او بلې خواته کتل، لکه څه شی چې لټوي، يا هم لکه په دفتر کې چې چا کوم ځای ورپه ګوته کړی وي او دی يې په لټون کې وي.
موږ هک پک شو، مخې ته ورپورته شو، چې څه کيسه ده؟ هغه پر افغان ژباړونکيو هم سور سور کېده، چې له دوی (موږ) سره خبره ژر وکړي.
افغان ژباړونکيو خپل دفتر او اداره راوپېژندله او ويې ويل، چې له زموږ مسولين بېرون ولاړ دي،غواړي له تاسې سره يوه لنډه ليدنه او ناسته ولري، که اجازه مو وي، دننه به راشي، موږ ورسره ومنله، ژباړونکيو خبره بهرني ساتونکي ته وکړه، هغه په منډه ننوت او بېرون په موټرو کې انتظار مسولين يې راننويستل او زموږ تر دفتره يې بدرګه کړل.
زموږ د دفتر مسولين هم راټول شول، ناسته پيل شوه، اصلي خبرې هغوی رامنځته کړې، يوه دوه دقيقې به وتې نه وې، چې هماغه بهرنی ساتونکی په منډه راننوت، د يوه غوږ ته ورنږدې شو، څه يې ورته وويل؛ هغه ورته خپله د شهادت ګوته نېغه کړه او دی بېرته ووت.
خبرې بيا پيل شوې؛ خو سمدستي هماغه بهرنی ساتونکی بېرته راننوت او دوی ته يې په لوړ غږ پر خپله ژبه څه وويل. دوی ټول يو دم پورته شول، ويل يې چې زموږ امنيتي معلومات ښيي، چې ستاسې دفتر د مخالفينو موخه ده، موږ اوس ناستې ته ادامه نه شو ورکولای، ژر تر ژره بايد دا ځای پرېږدو . له دې سره له دفتره ووتل.
زموږ د دفتر کارکوونکيو يو بل ته حيران حيران کتل، د دوی ناڅاپي راننوتل او بېرته يې ناڅاپي وتل په شک کې کړو؛ ځکه ډېری ځل د بې امنيتۍ لامل دوی خپله وي. دوی خپله په زياتره ځايونو کې بمونه او ماينونه ږدي، ګډوډي رامنځته کوي، ځکه پړه يې هسې هم د طالبانو غاړې ته ولېږي.
همدې وېرې چې هسې نه دوی خپله دلته څه شی ځای پر ځای کړي نه وي، موږ هم دفتره د يو څه وخت لپاره وايستو. له دفتره د وتو پر مهال مې وليدل، چې زموږ د دفتر ساتونکي پوليس، چې ګلالي ګلالي ځوانان دي، د دروازې مخې ته تيارسۍ ولاړ دي، د دفتر پلو راتلونکي کسان ودروي او ترې پوښتي، چې چېرې ځئ؟
زما پر زړه نری غوندې درد تېر شو، ځان سره مې ويل، چې دې ځوان (پوليس) ته به دې پلو هر راروان سړی ځانمرګی بريد کوونکی ښکاري، دی به فکر کوي، چې نن يې د ژوند وروسته ورځ ده، وايي به چې يو څو شېبې به نور هم ژوندی يم، نور به يا څوک راباندې د ټوپک ډز کوي، يا به يو ګړم اورم، آخر فکر به کوي، چې څه خو به خامخا کېږي؛ ځکه د دولت مخالفينو دې پلو څوک نه وي رالېږلي، کېدای شي خپله همدې بهرنيانو څه چل جوړ کړی وي، دلته خو د سل ډوله هېوادونو سل ډوله استخبارتي کسان سل سل ډوله کارونه کوي او .... او....
دا او دې ته ورته نور ډول ډول فکرونه د پوليس پر ځای زما ذهن ته راتلل، لکه زه چې پوليس يم، مانه خپل ځان، خپل مرګ، خپله کورنۍ او .... هر څه هېر ول، فکر مې کاوه، چې دا پوليس خو زه ګورم، چې لمونځونه کوي، مسلمانان دي، موږ هم مسلمانان يوو، بيا به د دولت مخالفين موږ يا پوليس ولې وژني، بېرته به مې ذهن ته راغلل، چې د دولت مخالفين دا کار نه کوي، هره اراميتوب چې دی، د همدې بهرنيانو په .... کې دی.
تر مازيګره هېڅ پېښه رامنځته نه شوه، مازيګر له دفتره د وتو پرمهال، موږ او پوليسو په شريکه بهرنيانو ته کنځاوې وکړې، چې بې ځايه يې ووېرولو، د دوی ......
سبا سهار خبر شوم، چې ماسخوتن زموږ له دفتره لږ وړاندې د پوليسو پر موټر د سړک د غاړې بم چاودلی او دوه پوليس په کې زخميان دي.
دا ټوله پېښه مې په ذهن کې هماغسې تازه وه، دوه ورځې وروسته ترې د يو ملګري کوټې ته لاړم، هغه بيا هم د تېر په څېر زما په ليدو راغږ کړل، چې راشه کنه، نوي مواد راغلي دي.
کمپيوټر يې چالان کړ، پلش يې ورکړ، يو کليپ يې چالان کړ، په کې د کونړ مجاهدينو او بهرنيو سرتېرو تر منځ په کې ګرمه جګړه روانه وه، که څه هم له وچې ډوډۍ راتاو ول، خو سخت خوشحاله ول؛ ځکه چې يوه بهرنۍ چورلکه يې راغورځولې وه، لاندې يې يو بهرنی ټانک سوځولای و، هلته هم تنکي تنکي ځوانان ول، چې کورونه، کلي، پلار، مور، وروڼه او هر څه يې پرېښي ول او د خپل دين او هېواد دښمنانو پسې يې ټوپکې غاړې ته اچولې وې، هلته هم سوچ راغی، چې ددې هر څه لامل دا بهرنيان دي، که دوی نه وای راغلي، نو زموږ دغه ځوانان به اوس په غرونو کې نه وای.
په يو ځای کې يو تنکی ځوان د ابراهيم په نوم په يو ناو کې بهرني ټانک ت کمين نيولای، چې ويې ولي، خو له پاسه پرې چورلکه راځي او ځوان په هماغه ځای کې شهيدوي، د ويډيو په يو بل ځای کې د هماغه ځوان شهيد مړی لمبوي، وېښتان او ږېره يې ورته ږومنځوي او دا ترانه ورته وايي، چې:
(که تا زموږ يو زلمی شهيد کړ، په سلګونو نور داسې زلميان لرو، دلته به په ارامه شپې رانه ونه کړئ)
پر زړه مې د درد يوه بله څپه راغله، سترګې مې راډکې شوې، کليپ مې بند کړ، ځآن سره مې ويل، چې هره ورځ زموږ څومره ځوانان د همدې بهرنيو مېلمنو له لاسه مري، خپل ارمانونه ګور ته وړي، لکه چې اوس هم دا ځمکه زموږ د ځوانانو وينو ته تږې ده، لا مړه شوې نه ده، څومره زلميان يې له روس سره په جهاد کې وخوړ، څومره يې له امريکا سره وخوړ او څومره به لا نور خوري، ځان سره مې وويل، رښتيا چې دلته هم موږ مرو، هلته هم موږ مرو، خو ګټې د نورو دي.