کرزي ته څوک رایه ورکوي ؟

سلطان محمود خوستوال 04.07.2009 06:03

د طالبانو حکومت له ختمیدو وروسته چې کله کرزی صیب واک ته ورسیدو نو افغانانو ترې تود هرکلی وکړو، دا ځکه چې له یوې خوا د طالبانو نه تر پوزې رسیدلي وو او له بلې خوا یې کرزی صیب یو مناسب او وړ شخص بللواو دا هیله یې لرله چې ګوندې نور به په افغانستان کې جنګ او جګړو ته د پای ټکئ کیږدي، او هیواد به له سره اباد کړي. ټولو پښتنو په یو اتفاق ښاغلي کرزي ته ددې له پاره رایې ورکړې چې پښتون دی او د پښتنو او پښتو حدمت به وکړي . خو په ډیر تآسف سره باید ووایو چې کرزي صیب د خلکو د هیلو او ارزوګانو خلاف هغه کارونه وکړل چې د رباني په حکومت کې هم نه دي شوي . په تیرو انتخاباتو کې په خوست ولایت کې ۹۸ او پکتیا پکتیکا کې ورته ۹۷ په سلو کې رایې ورکړل شوې همدارنګه په نورو پښتنو میشتو سیمو کې ،خو کارونه یې هغه چا ته وکړل چې ټولې یې ۶۷ رایې ورکړې وې .
ټول ساسي او نظامي قدرت یې همدې غلو او ډاکووانو ته ورکړ، په ټولو وزازتونو کې یې تر پیاده پورې همدا شادوګان مقرر کړل، د کابل ټول خالي ځایونه لکه د خیرخانې کوتل، د نوي کارتې غونډی او داسې نور ځایونه یې په زور قبضه کړل او کرزي به ورته خړ خړ کتل .
د اداري فساد جرړې تر دې حده وغزیدې چې ولایتونه ، ریاستونه او نور مهم پوستونه دده د وروڼو او انډیوالانو له خوا په پیسو لیلام شول . د افغانستان سره د شوي کومکونو ډیره برخه بې ځایه شخصي جیبونو ته لاړه او د افغانانو ژوند ته هیڅ توجه ونه شوه . د بیا رغونې په هکله ولایات څه چې د کابل سرکونه وګوری قضاوت به وکړی.
همدارنګه که په هره برخه کې تاسو فکر وکړی نو درته مالومه به شي چې کرزي صیب په تیرو اوو کالونو کې یوازې د بې ګناه خلکو وینې تويې کړي دي او د پنجشیریانو او هزاراګانو حدمت یې کړی دی . د کرزي څخه د محقق او دوستم د ملاتړ یو دلیل هم همدا دی چې ددوی حقونه یې ساتلي دي او پښتانه یې دومره ځپلي دي چې د هیچا په دور کې دومره نه دي ځپل شوي . په بګرام ګې پښتانه دي ، په ګوانتنامو کې پښتانه دي خو کرزی یواځې د مکر ژړاګانې کوي . که دنیا ته وګورو چارواکي یې په ډیرو وړو وړو پیښو خپلې استعفاوې وړاندې کوي خو کرزی صیب سره د ناکامه اووه کلنې دورې بیا کاندید دی او دخلکو نه رایه غواړي . په کار خو دا وه چې د شینډنډ، ننګرهار، خوست او فراه په پيښو کې دې ښاغلي استعفا کړې وه ځکه چې زمونږ خویندې او میندې یې د مرګ نه وروسته په سپیو وداړلې او کرزي یوازې وغندلې .مونږ نه پوهیږو چې د کرزي نه کوم حدمت پاتې دی چې د هغې د ترسره کیدو لپاره کاندید دی . پښتنو ته یې څه حدمت کړی چې رایې ورنه غواړي ؟
کرزی صیب که خفه کیږې نه هر څومره چې زر کیږي خپله کاندیداتوري واخله، په دې کې دوه ګټې دي :
۱- ستا د شر نه به دا ټول افغانان په خاص ډول پښتانه خلاص شوي وي ځکه چې زمونږ د دردونو لپاره دوا نه شې کیدای . بلکه ستا د لاسه پښتنو او پښتو ته غټه ضربه رسیږي .
۲- ستا نوم به په زرینو کرښو په تاریخ کې لیکل شوی وی ځکه چې هغه خلک به دې د یوې روپی کړي وای چې ستاسره یې د ملي او اسلامي ګټو بر خلاف د یوې چوکۍ لپاره ملاتړ اعلان کړی دی. خو چې کله دې کاندیداتوري اخیستله نو وبه وا یې چې (زه د حکومتداری وړ نه یم یواځې غوښتل مې چې هغه خلک وپیژنم چې ددې هیواد او هیوادوالو څخه چوکۍ ډیره ورته ګرانه ده . او دا به هم ورسره اضافه کړې چې د حکومت چوکۍ چا د کور څخه نه دي راوړي چې لیلام یې کړي .
۳- یوه مهمه خبره دا چې ستا د بدماش فهیم ( د ځمکو د مافیا مشر)او خلیلي (چې د پښتنو په سره به یې میخونه وهل) د شر نه به په کابل کې پښتانه خلاص شي .
ځکه کرزی صیب دا یو واقعیت به ومنې چې :
د هیچا نور نه خوښیږي بدون د هغه چا چې د چوکۍ سترګک دې ورته کړی ، که غواړې چې دا خبره تجربه کړې نو یواځې د میډیا له لارې دومره ووایه چې زه د حکومت چوکۍ نه لیلام کوم . او د هیچا سره وعده نه کوم . بیا به خپل ګرانښت وګورې . رایه به هم هغه خلک درکوي چې د چوکۍ طمع در څخه لري ، یو واقعیت به دا هم ومنې چې که بر حال ریس جمهور نه واست نو زه باور نه کوم چې ۱۰۰۰۰ رایې دې د نوم ثبتولو لپاره پیداکړې وای.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف

14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس