د خوست والي په ډېره سپین سترګئ د کرزي لپاره کار کوي!
01.07.2009 07:49په ډېر تآسف باید ووایم چې د دولت ډیري چارواکي د ملي ګټو پر خلاف د خپلو شخصي او چاپلوسي ګټو لپاره د ښاغلي کرزي لپاره انتخاباتي کمپاین کوي او په دې طمع دی چې که په اینده کې بیا ښاغلی کرزی واک ته ورسیږي چې دوی یې له ترحم څخه بې برخې نه شي. په دې جمله کې یو هم د خوست ډارن والي قلندرزوی دی چې د ولایت مقام ته د تلو جرآت نه لري خو ددې لپاره چې کرزی صیب ورڅخه خفه نه شي د خپل کور له سمڅو څخه د تلیفون له لارې انتخاباتي کمپاین کوي.
سبا ورځ (د چنګاښ لسمه نیټه) په خوست کې جوړیدونکې غونډه چې د کرزي په ملاتړ جوړیږي کاملآ د خوست والي په نوښت جوړه شوې، والي صیب په خپله په مستقیم ډول د خوست هغه قومي مشرانو او نورو خیرات خورو ته له سمڅو څخه زنګ وهلي چې یوازې د کرزي ملاتړ نه کوي بلکه د هغه چا تر شا ولاړ وي چې غوړه ډودي ورکړي . په هر صورت والي صیب هم خپله چاپلوسي اجرآ کړه او یو څو مړۍ خواره به هم خپله غاړه خلاصه کړي. د خوست والي د خپلې چاپلوسی په شکل د کرزي د کمپاین لپاره بدون له دې چې مرکز خبر وي په خپله د رشوت په پیسو د کمپاین له پاره دفتر نیولی او ټول مصارف ورکوي ، چې په اخرکې به یې د فاروق وردګ سره حساب کوي .
ټول پښتانه او په خاص ډول خوست مېشتي اوس په دې پوهیدلي دي چې کرزی د هیڅ درد دوا کیدای نه شي ، د دولت ټولې چوکۍ یې د خپل ناروا قدرت په خاطر لیلام کړې. د ښاغلي کرزي په حکومت کې زمونږ د ښځو او وړو ماشومانوغوښې امریکایانو په سپیو وداړلې ، په تیره اووه کلنه دوره کې امنیت دومره خراب شوی دی چې خپله هم د ارګ نه بیرون نه شي وتلی.
خوست مېشتو ۹۸ په سلو کې رایې ورکړې خو د خوست لپاره یې هیڅ ونه کړل .
خو بیا هم زمونږ یو څو خپل ضمیر ته ملامت او ناخبره د چوکۍ او رشوت په طمع ناست خوستوال بدون ددې چې د کرزي د اهلیت لپاره کوم دلیل ولري په پټو سترګو ورته کمپاین کوي . افسو س د هغه چا په احساس او ضمیر چې د یوې چوکۍ او یاڅو روپیو په خاطر خپل هیواد او هیوادوال هیروي او د غلو، بدماشانو، رشوت خورو، قاچاقبرو، او پښتنو ضد کړیو (چې د پښتنو په سرو کې به یې میخونه وهل) مشر ښاغلي کرزي ته رایه ورکوي.

