عبدالحق عمري رښتیا وایي که د خوست والي ویاند ؟
12.06.2009 07:22زه د یو خوست مېشتي په صفت غواړم په هغه لیکنه (افغانستان به څنګه جوړ شي ؟) چې عبدالحق عمري لیکلې او د خوست والي ویاند یې ځواب لیکلی یوه ناپېیلې او د احساساتو نه وتلې تبصره وکړم . په داسې حال کې چې دومره پوهیږم چې دوی دواړه د خوست نه دي ، یو یې د پاکستان څخه د خوست تلویزیون راپورتر او بل یې د خوست والي ویاند دی .
زمونږ د ټولنې یو بله بدبختي داده چې کله هم څوک د چا سره کار کوي باید د هغه هر ښه او بد کار تاید کړي او که روا وي او که ناروا باید د خپل بادار دفاع وکړي ، خو چې کله هم د هغه ځایه منفق کیږي نو د خپل بادار نیمګړتیاوي به رابرسیره کوي او کوښښ به کوي چې نوی ټاکل شوی کس ناکام او بدنام کړي . همدارنګه هر نوی ټاکل شوی چارواکی چې چیرته لاړ شي باید چې مهم پوستونه د نوي کسانو څخه ډک کړي ، دا ددې لپاره نه چې سالمه اداره رامنځ ته شي بلکه د خپلو رازونو د پټولو له پاره دا کار کوي. دا دواړه هم له دې ډول کسانو څخه دي.
د نوي ريس له راتګ څخه پخوا دخوست تلویزیون د امریکایي چارواکو له خوا حمایه کیدو او ټولو کارکوونکو یې ډالري تنخواه اخیسته ، خو د نوي ريس په راتګ سره د ټلویزیون په کارکوونکو ټول امکانات لکه ډوډی ، تنخواه او داسې نور د امریکایي چارواکو له خوا بند شول او په همدې وجه ځنې کارکوونکو يې استعفاوې هم وکړې . چې دا هم د خوست والي او امریکایي چارواکو تر منځ د تفاهم نشتوالی په ګوته کوي .
د خوست تلویزیون پخوانی ریس یو مسلکي او په کار پوه سړی و او په مسلکي لحاظ فکر نه کوم چې څوک شکایت ځنې وکړي ، خو بیا هم که چا شکایت کړی وی په خوست کې نور کسان هم ډير و چې د ریس په صفت معرفي شوي وه.
د خوست نوی ریس نه پوهیږم چې مسلکي به وي او کنه خو د مستوفیت او ګمرک د ریسانو په شان دا هم د والي سره خپلوي لري . دا واقعیت دی چې د ګمرک ریس(د والي صیب ورور) د والي صیب تر راتلو په خوا ټاکل شوی دی ، خو دده په راتګ سره باید لرې شوی وی ځکه چې دده ورور دی .
د خوست تلویزیون په رښتیا هم چې ورځ تر بلې ضعیف کیږي ، او په تلویزیون کې د کارکوونکو تر منځ هره ورځ ناندری روانې وي . چې د مرستیال نقیب الله ځلاند ، مالي خان یعقوبي او ............. استعفاوې یې ښه نمونه ده.
د خوست تلویزیون چې یو شی په کې نوی ښکاري هغه دا چې په خوا به په کې د کرزي صیب راپورونه نه وو خو اوس چې د انتخاباتو وخت رارسیدلی دی د رایو اخیستو له پاره په کې هره شپه د کرزي صیب په هکله یو راپور وي .
د خوست والي په هکله عمري صیب رښتیا ویلي دي چې د هغې ورځې نه وروسته چې په خوست کې ځانمرګي بریدونه شوي په کور کې ناست دی او د ولایت مقام ته نه راځی ، او نه یې هم د ولایت مقام د ترمیم په هکله څه اقدام کړی دی . که دوی دا وایي چې د ولایت په مقام کې کار نه کیږي نو پوښتنه دا پیدا کیږي چې د ترمیم کار يې ولې نه شروع کیږي ، همدارنګه میلمستون هم په هر لحاظ د کار کولو لپاره اماده دی هلته ولې د خلکو مشکل نه حل کوي او نه د خلکو د مشکلاتو د حل کولو په خاطر والې صیب داسې اعلان کړی چې خوست مېشتي دې د والي صیب کور ته راشي .
د موسیقی په هکله که رښتیا ووایو نو والي صیب یواځې یوه شپه په خپل کور کې د موسیقی پروګرام درلود چې په خپله والي صیب په کې په هنرمندانو پیسې شیندلې ، چک چکې او اوازونه یې کول چې د ژورنالیستانو سره یې ثبت شته .
دمحترم والي صیب د پروژو په هکله که ووایو چې دده ویاند ډیره مبالغه کړې ده ، ځکه دا ټولې پروژې چې ذکر شوي دي ټولې یې د پخواني والي په وخت کې منطورې شوې او حتا ځنې خو یې تکمیل ته نزدې شوې هم وې چې اوس دده په وخت کې تکمیل شوې، خو لکه چې وایي چې توره ادم خان کوي او غږ یې میروګی کوي .
د ګډې شورا د جوړیدا په هکله لکه چې ویاند صیب وایي داسې نه ده ، والي صیب په خوست کې ټولې شوراګانې تیت پرک او خفه کړي او د هیچا احترام یې نه دی کړی ، ویاند صیب که تاسو ته یاد وي د مجاهدینو د ورځې د لمانځلو په ورځ یې د مجاهدینو یوه شورا د سټیج پر سر خفه کړه .
د خوست والي محترم قلندرزوی چې ډیر تیز مزاجه سړی دی ، د کرزی صیب له پاره پراخ انتخاباتي کمپاین چلوي او د نورو کاندیدانو بد رد وایي ، چې ښه مثال یې په ګربزو کې د اشرف غني په خلاف یادونه وه .
همدارنګه د خوست والي د پي ډي سي په شوره کې په یو مدیر باندې په داسې حال کې د کتابچې ګذار وکړ چې مدیر د راپور ورکولو په حال کې و.
په هر حال که په لنډ ډول خلاصه کړو چې د خوست والي په خوست کې د ټولو امنیتي ارګانونو سره ښې اړیکې نه لري او مونږ دده محترم څخه د امنیت د راوستو په هکله هیڅ توقع نه شو کولو، همدارنګه والي صیب د امریکاي چارواکو سره هم چندان اړیکې نه لري نو په دې اساس په بیا رغونه کې هم ورڅخه توقع نه شي کیدای .

