د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وهابیان ښکاره وايي چې د رحمان بابا مزار دوی الوځولئ !

مسعود سرلوڅ مرادزی 20.03.2009 12:43
د ۱۳۸۷ کال د کب په ۱۵ مه د پښتو ژبې د ستر شاعر رحمان بابا پر مزار برید ، د بامیانو پر بتانو له بریده روسته د افغانانو او پښتنو پر کلتور تر ټولو غټ ګوزار دئ .
دوښمن په دې ګوزار سره ټوله لره او بره پښتوخوا ولړزوله او د هر پښتون غوږ ته يي دا ورسوله چې که اوس هم نه پوهیږي او نه ویښیږي ، دوښمن ورته په داسې پټغالي کې ناست دئ چې د پښتون د ژوند او شتون ټولې لارې پرې تېریږي او دا هر وخت پرې تړلئ شي .
پښتنو سیمه کې د ښوونځیو ، روزنتونونو ، پلونو سړکونو او همدارنګه د ماڼيو او ودانیو له هراړخیزې ویجاړۍ ، ورانۍ او یا په پښتنو کې په نوم سره د ملي کادر ، ښوونکي ، ډاکټر ، انجینر ، سپين ږیري او مشر له وژلو روسته ، د اتلانو ، غازیانو او بابا ګانو د زیارتونو په نښه کول او په بمونو الوځول او د هغوی په هډوکو دلالي او سوداګري ، د پښتنو د یومخیزې او ټولیزې بربادي او نابودۍ د ستر پلان یوه برخه ده !
د افغانستان او پښتونخوا پر سیمه ګډه دې شنې غدۍ او ناورین کې ، نور دوښمنان که څه هم په چوپه خوله لګیا دي ، خو وهابیان بیا ښکاره له پښتنو سره د دوښمنۍ ټټروهي .
مولانا سمیع الحق د پېښور د اټک په سیمه کې د یوې راډېکالې مذهبي مدرسې مشر دئ چې د عربي وهابیانو په مټ چلیږي ، هغه په بمونو د رحمان بابا د زیارت د الوځولو په اړه ، ویلیم دلریمیل ته ویلې « موږ په زیارتونو کې عبادت نه غواړو ، موږ د مړیو عبادت که دوی اولیا هم وي نه کوو ، زه وګړیو ته بلنه ورکوم چې د قران لارې ته دې راشي او د مړیو له عبادت څخه دې لاس واخلي . رحمان بابا مړ دئ ، تاسو جومات ته ولاړشۍ نه قبرونو ته »
په داسې حال کې چې خپله مولانا هم په دې پوهیږي چې د رحمان بابا مزار او یا زموږ د نورو میړنیو ، اتلانو ، غازیانو او باباګانو زیارتونو ته خلک د عبادت لپاره نه ، بلکې د دعا لپاره ځي .
موږ ژونديان او د خپلو پلرونو او نیکونو اولاد ، د دوی هدېرو ، قبرونو او زیارتونو ته ددې لپاره ځو چې هغوی ته دعا وکړو ، د هغوی د ښو کارونو یادونه وکړو او راتلونکي نسلونه او بچیان له هغوی څخه د راپاتې هېوادپالنې ، انسان پالنې او خدمتونو په روحیه وروزو .
څوک چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار نه ځي او دهغوی یاد نه ساتي ، په حقیقت کې له خپل تاریخ سره اړیکې شلوي . هغوی چې د پښتنو اولاد خپلو نیکونو ، میړنیو او غازیانو ته له درناوۍ او دعا څخه منع کوي ، پخپل تاریخ پورې ملنډې وهي . دوی غواړي چې د پښتنو اړیکې له خپل تاریخ څخه پري کړي .
دلته په ډاګه څرګندیږي چې دوښمن غواړي زموږ څخه تاریخ واخلي . زموږ کلتور ، ویاړنې او ملي بریاوې له منځه یوسي او تر پردې کلتور لاندې پښتانه ښکېل وساتي . په داسې حال کې چې پښتنو له عربو څخه يوازې د اسلام سپېڅلې دين راخېستئ او پښتانه ځان ته خپله ژبه ، کلتور، تاريخ ، هېواد او ملي هویت لري.
نن سبا د رحمان بابا پر مزار له غلچکي بریده روسته ، په رسنیو او په تېره بیا په سایټونو کې یوخوا د افغاني کلتور او ویاړنو څخه د ملاتړ د پلویانو او بلخوا د عربي وهابیزم د مکتب د پلویانو تر منځ یوه توده جګړه او لویه شخړه روانه ده .
عربي وهابیان په ډېرې سپین سترګۍ سره د پښتنو په منځ کې د خپل وهابیت د خپرولو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخلي او د افغانی کلتور د ټولو برخو د له منځه وړلو پسې يي مټې رابډوهلي دي.
د مسافر په نوم لیکونکئ چې ښای اصلي نوم يي دا نه وي او یوازې په دې نوم سره په رسنیو کې د وهابیزم د خپرولو لپاره هڅّه او لیکنې کوي دلته زه د بېلګې پتوګه رااخلم :
نوموړئ ټول افغان سایټ ته د لېږلې لیکنې په یوه برخه کې وايي :
« که عبدالرحمان بابا راژوندی شی نو د هغه په قبر چه کوم بلډنګونه جوړدی پخپله به یی ونړوی »
زما په اند له دې څخه زیات او ښکاره اعتراف څنګه کېدئ شي . دا خپله يو څرګند اعتراف دئ چې د رحمان بابا مزار د مسافر یارانو په بمونو الوځولئ دئ .
بلخوا د مدیرشا په نوم لیکونکئ په افغان سایټ کې د خپلې مقالې ( د رحمان بابا مزار کې چاودنې پۀ پښتون تاريخ او کلتور بريد دى ) لیکي :
« هلته چې ما د مزار د منجور او دجومات د امام څخه وپوښتل او د نور ځائي خلقو سره مې خبرې وشوې نو هغوي نه معلومه شوه چې څلور پنځۀ مياشتې وړاندې مزار ته څۀ کسان راغلي وو او مونږ لۀ ئې دړکه راکړې وه چې مزار کې دې د تعويزونو جوړولو او د ښځو د راتګ سلسله بنده کړى شي. دوي ادعا کوي چې يوه مياشت وړاندې بيا پنځۀ کسان راغلل او دسختو پايلو دړکې ئې راکړې خو مونږ ورته ووئيل چې دلته هيڅوک هيڅ رقم تعويزونه نۀ جوړوي. البته زنانه د اسلامي او پښتني رواياتو سره سم کله کله راځي. »
خو وهابیان بیا د پښتنې روایاتو او دودونو څه پروا نه لري او هغه څه کوي چې دوی په عربي وهابي مکتب کې زده کړي دي .
اوس دا خبره چې د رحمان بابا زیارت وهابیانو په بمونو الوځولئ د لمر پشان یو روښانه حقیقت دئ .
زه دلته د ولي خان یوه خبره چې د لوی هند د تجزيي او د پاکستان د جوړېدو په اړه يي د جناح او انګریز د پټې چلوټې او توطیي په باره کې کړې وه ، رایادوم . « د پېرنګې له طرفه د هغه د مختلفو پالیسیو په سلسله کې ما هم د پېرنګیانو د ذمه وارو خلکو د کتابونو او یاداشتونو څخه مدد اخیستئ و او هغه د پښتنو خبره چې د عقل په زور او د خپل سیاسي تربیت په رڼا کې مو ثابته کړې وه چې غونډ دئ ، ژیړ دئ او تریو دئ چې عاقلان پخپله پوه شي چې نارنج دئ »
د ولي خان د پورته خبرې څخه مطلب دادئ چې دوی وايي موږ د عقل په زور ثابتوله چې جناح او انګریز پاکستان د يوې توطيي او دسیسې په وسیله په سیمه کې د دایمی نارامۍ د یوه مرکز پتوګه جوړ کړ ، خو خبره زموږ دلایلو او ثبوتونو ته پاتې نه شوه بلکې د انګریز خپلې رسنۍ او کتابونه ښکاره لیکي چې هو دا کار موږ خپله کړئ دئ او څوک چې په خپل جرم خپله اعتراف کوي د مدعي دلایلو او ثبوت ته کومه اړتیا نه لېدل کیږي .
دلته هم وهابیان وايي چې هو د رحمان بابا زیارت دوی په بمونو الوځولئ او په جرم خپله اعتراف کوي او د بل چا کوم دلیل ته اړتیا نه پېښېږي ! ؟
خو پوښتنه دا ده چې نورې کړۍ به له وهابیانو سره په دغه کلتوري یرغل او ناورین کې نه وي شریکي ؟
ایا وهابیانو به د پښتنو پر کلتور دغسې لوی برید په یوازې ځان کړئ وي ؟
زما په اند وهابیان په یوازې ځان د پښتنو پر وړاندې دا جګړه مخې ته نه بیايي ، دلته باید د پاکستان په دولت کې پوځي کړۍ او د ای ــ اس ــ ای خونړئ جاسوسي سازمان د دوی په هراړخیز خدمت کې وي .
وهابیان ځکه داسې بریدونه کولئ شي او په څرګنده ټکو کې ددې برید په اړه ځانته د جواز حق ورکوي چې په پاکستان کې د فعالیت ازاد چاپېریال لري او دپاکستان د دولت پر لوړو څوکیو کې غښتلئ ملاتړ لري .
په دې توګه وینو چې وهابیزم د پنجابي شوینیزم سره د پښتنو په سیمه کې شریکې ګټې پيدا کوي او یو د بل شتون بشپړوي .
بلخوا د ایران کلتوري فاشیزم هم باید له پامه ونه غورځوو. که لره پښتونخوا د عربي وهابیزم او پنجابي شوینیزم سره لاس وګریوان ده ، بره پښتونخوا هم د دغه وهابیزم او شوینیزم سربېره د ایران د کلتوري او ژبني یرغل سره مخ ده . ایران په سیمه کې خپلو فاشیستي موخو ته د رسېدلو لپاره هم له خپلو ځانګړوشیعه مذهبي اندیښنو او هم له ژبني توپيره ګټه پورته کوي .
افغانان باید په دریواړه سنګرونو کې خپلو ملي ګټو او ویاړنو ته جدي پاملرنه ولري .
همدارنګه ، افغانستان او پښتونخوا د اوږده مهال راهېسې ، د لویدیځ او روسيي تر منځ د سیالۍ سیمه وه او نن هم دا سیمه د یوې بلې زیانمنې لويي لوبې په ډګر اوښتې ده . دا چې د انګریز د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته په خپلو خبرو کې وايي چې د انګلستان ګټې د هلمند په غرونو کې پرتې دي او یا لکه څنګه چې ددې هېواد پخواني لومړي وزیر توني بلیر ویلي و ، دا چې په ۲۱ مه پېړۍ کې د لویدیځ او انګریز ګټې د افغانستان د هلمند په دښتو کې تر ګوتو کېدلئ شي . او یا لکه روسیه چې د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا پر ځای د هېواد په شمال کې د ځانګړو سمتي او قومي ډلو ټپلو څخه ملاتړ کوي ، ټول دا څرګندوي چې زموږ سیمه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د متضادو ګټو د ټکر ځای دئ !
خو اوس د نړۍ د سترو ځواکونو د سیالۍ او لوبې له ډګره سربېره افغاني سیمه ، لکه څنګه چې دمخه وویل شول د عربي وهابیزم ، پنجابي شوینیزم او ایراني فاشیزم سره په سخته مبارزه او جګړه کې ښکېل ده !
اخځونه :
ټول افغان سایټ
جرمن انلاین سایټ
د ارواښاد ولي خان له کتاب څخه : ریښتیا ریښتیا دي