د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان د سیمې د سرطان دانه

مسعود سرلوڅ مرادزی 01.12.2008 23:05
د هند د بمبيي په تاج هوټل ، ابرويي او نورو ۸ ځایونو باندې د تروریستانو په روستي یرغل کې چې په هغه کې ۱۹۵ تنه مړه او ۳۰۰ تنه ټپیان شول او نورې زیاتې ویجاړۍ هم له ځانه سره لري ، هندي دولتي لوړپوړي چارواکي دا پېښه په پاکستان کې د ای ــ اس ــ ای او پوځی معلوم الحاله کړیو پورې تړلې بولي .
بلخوا هندي چارواکی په بمبيي کې چې د هغه هېواد د تجارت مرکز ګڼل کیږي ، دا پېښه په ۱۰۰۱ زیږد کال ، په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له پېښې سره ورته بولي او نه غواړي له پېښې څخه برڅېرن تېر شي او د یرغل کوونکې پل لټوي .
د بمبيي ښار د اوسنۍ پېښې څخه دمخه هم په هند کې څو تروریستي پېښې شوي لکه :
« د مې په میاشت کې د جیپور په مارکیټونو او ګڼه ګوڼو ځایونو کی ۷ بمونه وچاودل چی ۶۳ کسان یې ووژل ، د جولای پر ۲۵ لږ تر لږه ۷ کوچني بمونه په بنګلور کی و چاودل او دوه کسه یې ووژل ، د جولای پر ۲۶ لږ تر لږه ۲۲ بمونه په احمد آباد کی وچاودل چی ۴۹ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۱۳ په ډیلی کی پنځه بمونه وچاودل چی ۱۸ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۲۷ په ډیلی کی بمی چاودنی یو نفر وواژه ، د سپټمبر پر دیرشمه په لویدیځ هند کی چاودنو ۷ کسه ووژل ، د اکتوبر پر دیرشمه په آسام کی چاودنو ۶۴ کسان ووژل » خو دا روستۍ پېښه تر ټولو خونړۍ او زیانمنه وه .
همدارنګه د جولای په اوومه ، کابل کې د هند سفارت پر انګړ یرغل ، چې په هغه کې ۴۱ تنه د سفارت د څلورو دیپلوماتانو په ګډون ، افغان عام وګړي شهیدان او د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې ټپي شول .
ددغې پېښې پړه هغه مهال نړیوالو په تېره بیا امریکا يي چارواکو د پاکستان پر استخباراتو ورواچوله.
که سړئ د دغو تروریستي پېښو شالید او کرونولوجي ته وګوري ، ټولې یوله بل سره تړاو لري .
افغانستان خو بې له هغې هم د ای ــ اس ــ ای د تروریستي یرغلونو قرباني دي . داسې ورځ نشته چې پرګڼ مېشتو سیمو او ښارونو کې یوه یا څو تروریستي پېښې ونه شي او په هغې کې ګڼ شمېر ولسي وګړي شهیدان نه شي .
خو پاکستاني چارواکي هیڅکله دافغانستان او هند پر قانوني نیوکو نه ځان پوهوي او نه غوږ پرې ګروي!
پاکستان ددې پر ځای چې د افغانستان او هند په کورنیو چارو کې د لاسوهنو او دواړو هېوادونو ته د وسله والو تروریستانو د لېږلو مخنېوئ وکړي ، غواړي نور هم د افغانانو او هندیانو پر ټپونو چې د همدوی په پله پسې چلوټو او توطیو رامنځ ته کیږي ، مالګه وپاشي .
په داسې حال کې چې نن ــ سبا هندیان د افغانانو پشان ، د پاکستان د ای ــ اس ــ ای او د هغه هېواد د پوځیانو د فاشیستي سیاستونو په پایله کې د غم پر ټغر ناست دي ، د پاکستان استخبارات وايي :
« افغانستان ، هندوستان او امریکا ددې هېواد د ویش پلان لري . »
که څه هم پاکستان چې د انګریزانو پلاس په دغه سیمه کې د شرغوبل او شرارت په موخه جوړ شوئ او په خپل ۶۱ کلن عمر کې يي د سیمې هېوادو ، په تېره بیا افغانستان او هند ته د لاسوهنو ، تروریستي وژنو ، ورانیو او ویجاړیو پرته بل څه نه دي لورلي خو اوس چې د نړۍ حالات بدل دي او د شرارت کومې دندې چې انګریزانو پاکستان ته سپارلې وې ، د هغو وخت تېر دئ .
اوس باید پاکستان د سیمې ټولو هېوادو په تېره بیا افغانستان او هند دواړو سره ښه ګاونډيتوب لرلئ ، خپله چې ځان د اسلام ټېکدار هېواد بولي ، د افغانستان د اسلامي هېواد سره يي هم د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ خوږې اړیکې رغولئ وئ ، په سیمه کې د سولې او امن د فضا په راوستلو کې يي هڅه کړئ وئ .
پاکستان باید بلخوا د کور په دننه پښتنو ، بلوچو او سندیانو ته هغه ملي او مدني حقونه ورکړئ وئ چې پنجابیانو ته يي ورکړي دي . پاکستان باید خپله ټوله ملي شتمني او بهرني پورونه یوازې په ای ــ اس ــ ای او پوځیانو نه وئ خوړلئ ، بلکې دا شتمني يي د ولس په خیر ښېګڼه لګولئ وئ ، تر څو ولس پر حکومت راټول وئ .
دا چې پوځیانو او ای ــ اس ــ ای ټول پاکستان وخوړ ، ولس يي له ځانه ناراضه کړ ، په سیمه کې يي د ټولو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسونه ووهل ، د نړۍ تروریستان يي د سیمې د نارامۍ او ګډودۍ لپاره اشر کړل او د سیمې د خلکو دښمني يي وګټله نو اوس دا افغانستان او هندوستان نه دي چې غواړی پاکستان وویشي بلکې دا خپله پاکستان دئ چې نور د ټينګېدلو نه دئ .
کوهئ مه کنه د بل سړي په لار کي******** چیرې ستا به د کوهی پر غاړه لار شي
ته چې بل په غشو ولي هسې پوه شه ******* چې همدا غشي به ستا په لور ګوزار شي
رحمان بابا
« په عین حال کی یو پاکستاني پوځی مقام وویل چی که هند خپل پوځونه پاکستانۍ پولي ته سوق کړی نو موږ به هم مجبور سو چی خپل پوځونه د تروریزم پر ضد په جنګ کی د افغان پولی څخه هندۍ پولی ته را انتقال کړو او په دغسی نازک وخت کی قبایل پخپله خپلی سیمی ښه ساتلای سی »
د پاکستان دغه پوځونه چې نوموړئ پوځي ترې یادونه کوي او د دیورنډ د تپل شوې کرښې په بله غاړه پراته دي ، لکه څنګه چې ټول خبر دئ افغانستان ته د تروریستانو د مخنېوي په موخه نه بلکې تروریستانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر پراته دي .
بلخوا هرکله چې پاکستان د خپلو فاشیستي او یرغلګرو سیاستونو له کبله له سختۍ سره مخ شي بیا نو د سختې په ورځ پښتانه ور په یاد شي .
ووینۍ چې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نصرالله بابر د وطن نومي مجلې سره په دې اړه په یوه مرکه کې څه وايي « یوه دا چی د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۴۸ کی کشمیر ته جنګ ته ولاړم، له ما سره وزیرو او مسعود و لښکری وی، او حقیقت دا دی چی د کشمیر کومه علاقه چی اوس له پاکستان سره ده، دا همدی قبایلو او افغانانو فتح کړی. هغه وخت له پاکستان سره پوځ نه و. نو پاکستان د قبایلو او د افغانستان د خلکو ( ځدران، وزیر، سلیمان خیل، مسعود او ...) د مرستو منتبار دی. »
خو پاکستان د پښتنو له دومره قربانیو سره سره چې د بده مرغه د پاکستان د ساتنې لپاره يي ورکړي دي ، بیا هم د پښتنو ډېره ساده غوښتنه چې د صوبه سرحد نوم دې چې د انګریز ي ښکېلاک شوم میراث دئ ، په پښتونستان واوړي ، ونه منله .
د پښتنو د نورو ملي حقوقو پوښتنه خوپه ځای پریږده !
اوس بیا کله چې پاکستان د خپلو شر خوښوونکوسیاستونو له کبله د افغانستان او هند سره په یو لوی کړکېچ کې ښکېل دئ ، پښتنو ته ننواتې او زارۍ کوي او غواړي دا ځل بیا د پښتنو په مټ پاکستان روغ رمټ وساتي .
خو اوس پښتانه هوښیار دي ، د درواغو او چلوټیو ګوډئ پاکستان تر هرچا ښه پېژني .
د سیمې ټول ولسونه دا د سیمې په خیر بولي چې د پاکستان په نوم دغه د سرطان دانه څونه چې ژر کېدلئ شي عملیات شي . او سیمه له دغه جعلي رژیمه پاکه شي !

اخځونه :
ــ د وطن پیغام سایټ : د وطن نومې مجلې سره