د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ !

مسعود سرلوڅ مرادزی 06.03.2009 00:50
په ټول افغان سایټ کې د ښاغلي عبدالهادي حیران دې خبر « پنجشنبې په ورځ سهار وختي نژدې پنځه بجې پېښور سره نژدې دهزارخانۍ په سيمه کې د رحمان بابا په مزار کې دننه يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د پښتو د صوفي او د ټولو پښتنو د محبوب شاعر رحمان بابا قبر ويجاړ شو. » نه یوازې زه پخپلو ټولو حواسو ولړزولم بلکې پوخ باور لرم چې په دې خبر به د هر پښتون د زړه ولې او ریښې همداسې لړزېدلي وي !
رحمان بابا د هر پښتون د زړه د کورشاعر دئ . په پښتنو کې به هیڅ داسې کور نه وي چې د رحمان بابا د شعرونو دیوان دې په کې نه وي . د رحمان بابا شعرونه پښتانه لکه متلونه پخپل ورځني ژوند کې کاروي .
د رحمان بابا د شعر د هسکتوب په اړه مونټ ستورات الفنستون انګریزي لیکوال او تاریخپوه د کابل د سلطنت په بیان نومي کتاب کې لیکي : « رحمان د پښتو خورا نامتو او وتلئ شاعر دئ چې شعرونه يي د قصیدو په چوکاټ کې لکه د فارسې د قصیدو غوندې ویل شوي دي . په هغو قصیدو کې چې ما ته بیان شوي دي ، ما په کې څه کمي نه دئ لېدلې او کوم شهرت چې د هغه په دې برخه کې نصیب شوئ ، نه شي ویل کېدلئ چې دئ يي مستحق نه دئ . خو د فارسي ډېرې قصیدې داسې دي چې یوه بل ته سره نه دي ورته ، په دې کې حتي د حافظ ښکلي شعورونه او تعبېرونه داسې په یوه ټولګه کې سره ورک شوي چې له دویمې درجې هم ټيټ ارزښت لري »
د پښتنو یو ستر شاعر پير محمد کاکړ بیا د رحمان بابا په اړه پخپل یو شعر کې داسې وايي :
« جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دئ **** نشته ده غوندې هرګز د انسان شعر »
خو د رحمان بابا همدغه په کور دننه او نړیوال شهرت دئ چې دو ښمن د هغه مزار په نښه کوی .
دا ګوزار د پښتنو پر تاریخ ، د پښتنو پر هویت او د پښتنو په شتون ګوزار دئ !
په دې ګوزار سره دوښمن د پښتنو ژبه ، کلتور ، ادب او روایات ټول په نښه کړي دی !
په دې ګوزار سره دوښمن غواړی دا وښۍ چې په هیڅ شان سره په دې سیمه کې د پښتنو پریښودونکئ نه دئ !
دا ګوزار پښتنو سره د دوښمن د زړه د تل دوښمني ښکاره کوي .
دا چې هره ورځ د ډيورند د تپلې کرښې دواړه غاړو ته په سلګونو پښتانه وژل کیږي . د پښتنو قومي مشران ، سپین ږیري ، ډاکټران ، ښوونکي ، استادان ، انجینران بې پته کیږې ، تښتول کیږي ، وهل کیږي او وژل کیږي . ښوونځي ، پلونه ، سړکونه او د ولسې ښېګڼې نورې ودانۍ مو ویجاړیږي او په بمونو الوځول کیږي . د هېواد د لوڼو پر مخونو مو تیزابونه پاشل کیږي او بې پته کیږي . د پښتنو د سپکاوي او د تاریخ د لوټاوي ډول ډول توطیي او دسیسي پکار اچول کیږي . د ټولو پښتنو یوه ټولوژنه روانه ده ، خو له دې ټولو سره سره د دوښمن زړه لا پر پښتنو یخ نه دئ او اوس يي د نیکونو او باباګانو د مزارونو پر ورانولو او ویجاړولو پسې مټې رابډوهلي دي !
د دوښمن ددغه غلچکي برید څخه داسې ښکاري چې ، د رحمان بابا پر مزار ګوزار به ، زموږ په زیارتونو او د میړنیو پر هدیرو روستئ یرغل نه وي ، کېدلئ شي له دې روسته دوی زموږ د نورو باباګانو ، اتلانو ، غازیانو او شهیدانو مزارونه په نښه کړي .
د رحمان بابا له مزار روسته زه ، د افغانانو د سترټولواک احمدشابابا، میرویس نیکه ، خوشحال بابا ، د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازي امان الله خان ، فخر افغان پاچاخان او ډېرو نورو میړنیو پر مزارونو د ورته بریدونو او یرغلونو څخه اندیښمن یم .
ځکه دا برید ښۍ چې دوښمن موږ پښتنو ته ښه کلک او ټينګ سنګر نېولئ دئ .
که پښتانه اوس هم خپل دوښمن نه پېژني او له دې روسته هم د هرې پېښې پر وړاندې بې توپيره پاتې کیږي ، نو ډېر ژر به د یوه ملت او هېواد به يي د افغانستان او لروبر پښتون په نوم د نړۍ پر مخ ورک شي !
د رحمان بابا پر مزار د دوښمن له برید روسته ، زه لومړئ پر ځان او بیا پر ټولو پښتنو د ارامتیا شپې او ورځې حرامې بولم . ټول باید بېله توپېره ، بېله دې چې څوک څوک وو او دئ ، د پښتون په نوم سره راټول شو .
ووینۍ دوښمن ټول پښتانه بېله دې چې څوک څوک دئ او څه کوي په نښه کړي دي .
دوښمن د پښتنو تاریخ ، ژبه ، کلتور ، هدیره ، باباګان اونیکونه ټول په نښه کړي دي .
دوښمن هوډ نېولئ چې موږ پښتنو څخه هم ماضي واخلي ، هم وسمهال را څخه واخلي او اینده مو هم د یوه ملت او هېواد په بڼه نه پریږدي !
په پای کې ددې څو خبرو عرض کوم :
ـــ افغان دولت او د کوزې پښتونخوا ایالتي حکومت دې په صفا ټکو کې د رحمان بابا پر مزار دا غلچکئ برید وغندئ !
افغان دولت دې د پاکستان پر دولت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لارې زوره واچوي چې د پېښې عاملین څونه چې ژر کېدئ شي پيدا او په وړ سزا ورسوي !
ـــ په لره او بره پښتونخوا کې د ټولو وطنپالو ګوندونو او شخصیتونو څخه تمه کیږي چې دا د تاریخ تباکوونکې پېښه ، د غونډو ، لاریونونو او په رسنیو کې د پراخ تبلیغ له لارې وغندي.
ــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه کیږي ، لکه څنګه پخوا چې د رحمان بابا مزار د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوئ و ، اوس هم د هغه په بیا رغاوي کې لاس پکار شي .
ــ د افغان دولت څخه تمه کیږي چې په افغانستان کې دې د افغاني میړنیو پر زیارتونو پاملرنه
ولري ، چې د داسې ورته پېښو امکانات بیخي زیات دي .
ــ زه په پای کې ټولو پښتنو ته بیا خپله غوښتنه وړاندې کوم او هغه د پاچاخان دا خبره :
یا به یو کیږو ، که نه ورک کیږو !